د سوات پولیس: د مدین د پېښې په تړاو ۲۳ کسان ګرفتاره کړی شوي او د پلټنو مشترکه کمېسیون جوړ شوی

د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې پولېس وايي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې مدين سېمه کې د قران مجيد په مبينه سپکاوي تورن تن د وژني او د پولیسو په تاڼې د بريد کېس کې یې تر اوسه پوري درويشت (۲۳) ملزمان نېولي دي.

پولیسو ویلي، د مدین پېښې په لړ کې دوه ډوله مقدمي درج کړی شوي: يوه د وژل شوي تن په خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه، او بل دهغو خلاف چې دا کس یې وژلی، او په پولیس تاڼه یې حمله کړې او اور یې وراچولی دی.

د سوات پولیس چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۳مه نيټه) وویل چې د مدين په پيښه کې د درویشتو (۲۳) کسانو د ګرفتارۍ ترڅنګ، د يوکم پنځوس (۴۹) معلومو او د دوه نيم زره نامعلومه کسانو خلاف مقدمې درج کړی شوې دي او پيښه کې ککړو نورو کسانو نېولو دپاره عمليات دوام لري.

د سوات پولېس وائي د يادې پېښې د پلټنو دپاره يوه مشترکه تحقيقاتي کميټي هم جوړه کړی شوې ده چې مشري یې د سوات پوليسو د تفشيق څانګي مشر ايس پي بادشاه حضرت کوي او نور په کې د پوليسو سپيشل برانچ، د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډې او د آی بي يعني د انټيلجنس بيورو افسران شامل دي.

خېبر پښتونخوا کې ځیني سياسي مشران غوښتنه کوي مدين سېمه کې د قران مجيد د مبينه سپکاوي د پيښي دې هراړخېزه پلټني وشي او ولس ته دي رېښتوني حقايق وښودل شي.

د عوامې نېشنل پارټي صوبائي مشر میا افتخار حسین وایي د الزام لګولو او خبرې کولو پر ځای دې، جامع تحقیق وشي. هغه وي او اې ډېوه ته وویل: "مطلب دا دی چې تن راځي او دلته واقعهکوي او هغه د دې ځای نه دی، نو دا څنګه راغلو او څه له راغلو دا واقعه یې دلته ولې وکړه؟ د دې شاته څه بيک ګراونډ دی."

د قومي وطن پارټۍ یو مشر، سکندر خان شېرپاو وایي، ولس کې د تشدد نه ډکو رويو ډېر علتونه دي، او په ولس کې د رياستي پاليسو نه باور پورته شوي دی.

ښاغلي شېرپاو وویل، "د دې بنيادي وجه زه دا ګڼم چې چونکي سياسي تربيت هغه شان ونه کړی شو، پوليټکل پروسس کې وقفې راغلې، او د هغي د وجي نه په معاشري کې په عدم برداشت/غېررواداري کې ډيره اضافه وشوه."

د مزدور کسان پارټۍ مشر افضل خاموش دا الزام لګوي چې ګني پاکستان کې د "يو منظم سازش" لاندي سياسي عمل په شا تمبول کيږي او د تشدد کوونکو دپاره زمینه برابرول کيږي چې په نتیجه کې ټولنه د ګډوډي او انتشار ښکار شوې ده.

هغه وایي، "دلته په پاکستان کې سياسي شعور لرونکي خلک هغه د يو سازش لاندې څنډې ته کيږي، د يو ډير خطرناک سازش لاندې او نوي خلک کوم چې د اسټبلشمنټ او ملايت ته هغه تقويت ورکوي، د هغوی سره ګډ جوړ کوي هغه خلک راوړاندي کول کيږي او زما په خيال پاکستان کې دا وخت يو هجوم دی."

څيړونکي وائي سیاسي پارټو او صوبائي حکومت د مدين په پيښه هغه ډول کردار ونه لوبولو څه ډول اواز چې په کار و.

د سوات په مدین سیمه کې خلکو د جون په ۲۰مه له پنجابه ورغلی تن په دې تور ووژلو او ویې سوځولو چې وایي هغه د مذهب سپکاوی کړی وو، خو ځایي پولیس وایي هغه تن تر وژل کېدو مخکې ورته ویلي وو چې مسلمان دی او قرآن به ولې سوځوي.

پولیس وایي ۳۵ کلن سلېمان د اختر په دویمه ورځ د سیالکوټ نه مدین ته راغلی وو او د سیند په غاړه په یو هوټل کې یې یوه کمره په کرایه نیولې وه او تېره ورځ ګاونډي کمرو والا په هغه تور لګولی وو چې د قرآن مجید پاڼې یې سېځلې دي.

پولیسو تر پېښې وروسته اوس په مدین کې هغه هوټل بند (سیل) کړی چې دغه وژل شوی تن او د څنګ په کمرو کې پر هغه تور لګوونکي اوسېدل، دا نه ده معلومه چې دغه کسان څوک وو او هغوی هم نیول شوي دي که نه.