د پاکستان د سیند صوبې پوليسو ويلي، د کشمور ضلعې په کندکوټ سيمه کې ډاکوانو د پوليسو په څوکۍ بريد کړی، دوه پوليس اهلکار یې وژلي او بريد کې د درېو نورو پوليسو ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
پوليسو ويلي، ياده پېښه د شورو/ چهارشنبې په ورځ شوې، د 20 پورې ډاکوانو د دراني مهر پوليس سټېشن په حدودو کې په ډهډر چيک پوسته بريد کړی او بيا د ډاکوانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، پوليسو تاييد کړې نښته کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
ويل شوي، د برید د خبر په ترلاسه کېدو د پوليسو اضافي نفري علاقې ته رسېدلې او ډاکوان بيا تښتېدلي او د تېښتې په وخت د يو ډاکو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده.
چارواکو ويلي، د کچې په علاقه کې عمليات پيل کړل شوي او علاقه په ګېره کې اخستل شوې ده.
د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د پوليس اهلکارو د وژنې د پېښې نوټس اخستی، د پېښې رپورټ یې غوښتی او پوليسو ته یې د کچې په علاقه کې د ډاکوانو ضد عملیاتو ګړندي کولو لارښوونه کړې ده.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د کورنيو چارو وزیر مرکزي محسن نقوي هم د کندکوټ د کچې په علاقه کې په پوليس چيک پوسته د بريد غندنه کړې ده.
د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې پورې، د کچې علاقه ياديږي.
په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ويډيوګانو په ټولنيزو خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.
د فرورۍ په میاشت کې د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د کچې په علاقه کې د ډاکوانو پرضد د عملياتو کولو ويلي وو.
د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې صدر اصف علي زرداري ته په صوبه کې د امنيت او کچې په علاقه کې د عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی او صدر لارښوونه کړې وه، چې د کچې په علاقه کې دې عمليات په پوره قوت سره جاري وساتل شي.
د کچې په علاقه کې وړاندې هم د غلو، ډاکوانو پرضد عمليات شوي خو دغلته د پوليسو او ډاکوانو ترمنځ نښتو سره سره د خلکو تښتولو پېښې دوام لري.