لاهور هايکورټ د نهمې مې په ۱۲ مقدمو کې د عمران خان د بدني ريمانډ فيصله کالعدم کړې

لاهور هايکورټ د نهمې مې په 12 مقدمو کې د پخواني وزيراعظم عمران خان د بدني ريمانډ فيصله معطل کړې ده، د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان د لسو ورځو د ريمانډ منظوري ورکړې وه.

د لاهور هايکورټ جسټس طارق سليم شېخ او جسټس انوارالحق پنو دوه کسيزه ججانو ډلې د عمران خان په خواست پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ دغه فيصله اورولې ده.

د رپورټونو ترمخه، عدالت د عمران خان د ويډيو لنک د لارې د حاضرۍ اعلاميه هم کالعدم کړې ده.
د لاهور پوليسو څو ورځې وړاندې په اډياله جېل کې بندي پخوانی وزيراعظم په تفتيش کې شامل کړی او عمران خان د پولي ګرافګ ټېسټ څخه انکار هم کړی وو.

ويل شوي، له دې وړاندې عمران خان لاهور هايکورټ ته بل خواست کړی او ويلي يې وو، عدالت دې هغه تحفظ ورکړي چې پوځ ته ونه سپارل شي.

په خواست کې مرکزي حکومت او د څلورو واړو صوبو د پوليسو مشران فريق جوړ کړل شوي، او ويل شوي، چې د نهمې مې په مقدمو کې هغه پوځ ته ورکول کېدی شي، ځکه عدالت دې د نهمې مې په قضيو کې نيول شوو ملکي وګړو مقدمې په عامو عدالتونو کې د چلولو حکم وکړي.

د زيارت په ورځ د عمران خان خان وکيل سلمان صفدر عدالت ته په خپلودلايلو کې ويلي، د بدني ريمانډ دپاره ضروري ده چې ملزم عدالت ته وړاندې کړل شي.

هغه ويلي، داسې کومه مجبوري ده چې عمران خان عدالت ته نه وړاندې کيږي، امنيت ورکول د حکومت زمه واري ده.

صفدر زياته کړې، دوی د امنیت بهانه جوړوي او عمران خان د بدني ريمانډ دپاره نه وړاندې کوي.
او د پنجاب پراسيکيوټر جنرل عدالت ته ويلي، د ګواه بيان دی چې عمران خان د حملو لارښوونه کړې وه، هغه خواست کړی چې د تفتيش عمل دې برباد نه کړل شي.

عمران خان دا وخت د پېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی او د نهمې مې د مقدمو سره څو نورو قضيو سره مخامخ دی.