اولمپېکس لوبې: پاکستان ته پس د ۴۰ کلونو، ارشد نديم په نېزه بازۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه

د پېرس اولمپيکس نړيوالو لوبو کې پاکستاني نېزه باز ارشد نديم په نېزه بازۍ کې نړيوال ريکارډ جوړ کړی او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی. پاکستان د اولمپيکس لوبو 40 کاله وروسته د سرو مډال وګټو، او د اولمپيکس په لوبو کې یې وروستی مډال په 1992 کې ګټلی وو.

پاکستاني نېزه باز ارشد نديم نه یواځې د سرو زرو مډال ګټلی، بلکې د اولمپيکس په تاريخ کې یې تر ټولو اوږدې نېزې ويشتو ريکارډ هم جوړ کړی دی.

د زيارت/ پنجشنبې په شپه فرانس کې ترسره شوې سيالۍ کې پاکستاني لوبغاړي ارشد نديم 92.97 ميټره لرې نېزه ويشتې او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی.

د رپورټونو ترمخه، له دې وړاندې د اولمپيکس په تاريخ کې تر ټولو زياته 90.57 ميټره لرې يا اوږده نېزه ويشتل شوې وه.

د ارشد نديم سره مقابله کې د هند نيرج چوپړا په دویم نمبر راغلی، نېزه یې 89.45 ميټره لرې رسولې او د سپين زرو مډال یې ګټلی دی، او د کانسي مډال د ګرېنېډا اينډرسن پيټرز ترلاسه کړې ده.
د اولمپيکس په مقابلو کې له دې وړاندې په کال 2008م کې د بيجنګ په اولمپيکس کې د ناروی اېنډرياس تورکلډيسن نېزه بازۍ کې تر ټولو اوږده نېزه 90.57 ميټره لرې ويشتې وه.

ارشد نديم لومړی پاکستانی لوبغاړی ګرځېدلی چې د اولمپيکس په تاريخ کې په يو يو سر سياليو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د نېزه بازۍ وروستي پړاو ته په رسېدو ارشد نديم په يو ويډيو بيان کې په خلکو غږ کړی وو چې د هغه د کاميابۍ دپاره دعاګانې وکړي او د پاکستان دپاره مډال وګټي.

د اولمپيکس په لوبو کې پاکستان وروستی مډال په 1992 ګټلی وو، او د سرو زرو مډال یې په وروستي ځل له دغې هم وړاندې په 1984 کې د هاکۍ په لوبو کې د لانس اېنجلس په اولمپيکس کې ګټلی وو.

د رپورټونو ترمخه پاکستان د اولمپيکس په تاريخ کې تراوسه پورې ټول 11 مډالونه وګټل، په دغو 11 کې څلور څلور د سرو زرو او کانسي، اته مډالونه په هاکۍ، نېزه بازۍ، ريسلنګ او باکسنک کې ګټلي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف نورو سياستوال، پوځ او عامو خلکو ارشد نديم ته د سرو زرو په مډال ګټلو اومبارکي ورکړې او هغه یې ستايلی دی.