د خزانې وزیر وایي په پرچون کاروبار باندې د نوي ټیکسونو د لګولو پر پلان ولاړ دی

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د هړتال له ګواښونو باوجود به په پرچون کاروبار د نوي مالیو یا ټیکسونو د لګولو په اړه خپل پلان ته دوام ورکوي ترڅو د نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم اېف) بورډ نه د پاکستان لپاره 7 اربه ډالرو پور- قرض پروګرام منطوري ترلاسه کړي.

پاکستان حکومت د ای ایم اېف نه د 37 میاشتو پروګرام ترلاسه کولو لپاره په 2024-25 مالي کال بجټ کې د نوي ټیکسونو یا مالیو لګولو له وجې د سخت ولسي غبرګون سره مخ دی.

تیره میاشت د اګست په 28مه نیټه سوداګرو په ټول هېواد کې د توانایي د زیاتو بیعو او لوړو ټیکسونو په ضد احتجاجونه او هړتال کړی ؤ.

پاکستان په خپل بجټ‌ کې د روان مالي‌ کال لپاره خواوشاه ۲۰ ارب ډالره بهرنیو قرضو اخستو هدف اېښودی. که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک زرمبادله ذخیرې د ۱۹نه تر۲۰ ارب ډالره پورې ورسي.

روان مالي کال په قامي بجټ کې مرکزي حکومت د ټیکسونو هدف 12970 اربه روپۍ مقرر کړی او د تیر مالي کال په مقابله کې یې په ټیکسونو کې 40 فیصده اضافه کړې ده.

پاکستان کې د ټېکسونو مرکزي ادارې ایف بي آر د روان مالي کال په قامي بجټ کې په دوکاندارانو اېډوانس مالیه يا ټېکس، په نان فایلرز 2.5 فیصدو ته زیاته کړی دی.

اېف بي آر وایي په هيواد کې 32 لکه دوکانداران د ټېکسونو د جال نه بهر دي او د اپرېل د میاشتې راهسې یواځې 58,000 دوکاندارانو خپل ځان رجسټرډ کړی خو سوداګر وایي هغوي د وړاندې نه حکومت ته ټېکس ورکوي او تاجر دوست سکيم هغوی ته د تاوان سبب جوړيږي.

ایف بي آر وایي 32 لکه د هول سېل او پرچون کاروباریان د ټیکسونو د جال نه بهر دي او غواړي چې سوداګرو نه فېکس ټيکسونه واخلي.


خو ایف بي آر په خپل رپوړټ کې وایې په دوؤ میاشتو کې د ټیکسونو په راټولولو کې د 98 اربه روپو خسارې سره مخ ده .

د رپوړټ ترمخه د دوؤمیاشتو دپاره د مالیې هدف 1554 اربه روپۍ ټاکل شوی ؤ خو ادارې 1456 اربه روپۍ راټولې کړې دي.

اقتصاد پوهان وایي په روان بجټ کې غیر حقیقي د ټیکسونو هدف مقرر کړی شوی و او بیا په ملک کې د زوال سره د مخ سوداګرۍ له وجې د مالیې راتلونکی هدف هم پوره کول ګران دي.

د سرحد چیمبر اف کامرس او انډسټري مشر شاهد حسین ډیوه ته وایي"د ادارو له خوا په تجارت کې لاس وهنه کیږي او آزاد تجارت متاثره شوی، بل د ټیکسونو زیاتوالي سره هدف نه پوره کیږي،نن سبا تنخا دار او وړوکی دوکاندار خپل خرڅونه نه شي پوره کولی نو ټیکس به د چرته نه ورکړي او تجارت هم زوال سره مخ دی دا وخت په پاکستان کې کرپشن ډیر زیات دی شفافیت ختم شوی"

ایف بي آر وایي په ملک کې د درامداتو د کمي له وجې د ټیکسونو هدف متاثره شوی، مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د 7 اربه ډالرو د پور لپاره د سټاف په کچه لوظنامه هم کړې خو تر اوسه د ادارې د اجراییه بورډ له خوا ددې منظوري نه ده ورکړی شوې .

ایف بي آر وایي د ستمبر په میاشت کې هم که د مالیې هدف خساری سره مخ وي نو اداره به په ایډوانس ټیکسونو لګولو غور وکړي خو اقتصاد پوهان وایي د خلکو د اخستو توان ختم شوی او تنخاګانو کې زیاته اضافه نه ده شوې او د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې کاروبارونه متاثره شوي او د ټیکسونو نور بوج به ولس ونه زغملی شي.

اقتصاد پوهه شهریار بټ ډيوه سره خبرو کې وایي,, باید اولس ددې دپاره تیاری ونیسي ځکه چې ایف بي آر وایي غواړي په سیلز ټیکس کې نوره اضافه وکړي کوم چې د وړاندې څخه 19 فیصده د خلکو نه اخستی شي که حکومت په ټیکسونو کې نوره اضافه کوي نو په تنخاداره او بغیر تنخا طبقه به بوج زیات شي او دا د خلکو دپاره یو ښه خبر نه دی ،،

د ټیکسونو ادارې د رپوړټ ترمخه د روان مالي کال په وړومبيو دوو میاشتو کې برآمد کوونکو ته 132 اربه روپۍ د ټیکس رټرن په مد کې هم واپس کړی شوي او په دې موده کې انکم ټیکس 36 فیصده زیات شوی.

سیلز ټیکس 40 فیصده او فیډرل ایکسایز ډېوټۍ کې 13 فیصده زیاتوالی راغلی .