ډانلډ ټرمپ د "60 منټه" انتخابي ځانګړې مرکې ورکولو څخه انکار کړی

سي بي اېس نيوز د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي، د ريپبلکن ګوند صدارتي امېدوار ډانلډ ټرمپ د انتخاباتو په اړه د "60 منټه، دقيقو" ځانګړې مرکه کې د برخې اخستو نه انکار کړی دی، په دې پسې به د راتلونکې ګل، دوشنبې په ورځ به د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدوارې کاملا هېرس مرکه وي.

د سي بي اېس ټيلي ويژن یاد مشهور پروګرام کې انتخاباتو ته په نزدې کېدو صدارتي امېدواران جلا جلا د مرکو دپاره بلل کيږي، او دغه مرکې په يو بل پسې پرله پسې خپريږي.

سږ کال دغه مرکې د اتوار، يکشنې او ګل، دوشنبې په ورځ ټاکل شوې وې.

د پخواني صدر ټرمپ د صدارتي کمپاين د وياند سټيوېن چيونګ نه په دغه اړه پوښتنه شوې، هغه ویلي، "جعلي خبر" او زياته کړې یې ده، په دې خبرې روانې دي او هیڅ هم تړل شوي نه دي.

"60 منټه" پروګرام د سي بي اېس د خبرې، چې پخواني صدر به مرکې ته نه حاضريږي، له دې وړاندې د ټرمپ کمپاين په اول سر کې د مرکې ورکول تاييد کړی وو.

ادارې ويلي، د مرکې بلنه په خپل ځای ده، او د مرکې کوربه سکاټ پيلی به د ټرمپ، نه حاضرېدو په اړه خبره کوي.

ويل شوي، نايب صدره هېرس به د بل وايټېکر سره مرکه کې حاضره وي.

دا وخت د دواړو صدارتي کانديدانو شريک کوم پروګرام نشته چې ووټران یې پرې د يو بل سره پرتله کړي.

د هېرس او ټرمپ له دې وړاندې په لسم ستمبر يو بحث شوی وو، هېرس د روانې مياشتې په ورستيو کې د بحث دپاره د سي اېن اېن بلنه قبوله کړې خو ټرمپ ترې انکار کړی دی.

ځانګړې مرکه "60 منټه" به د معمول د وخت په ځای د ګل، دوشنبې په ورځ خپريږي، ځکه سي بي اېس د اتوار، يکشنبې په ورځ د امریکې د موسيقۍ ايوارډ وړاندې کوي.

د 2020م د انتخاباتو نه وړاندې د "60 منټه" پروګرام کوربه ليسلي سټېل سره د ټرمپ مرکه لانجمنه شوې، پخواني صدر د وخت نه وړاندې مرکه ختمه کړې او کمپاين یې د دغه مرکې غېر اېډيټ شوی ليک داسې پوسټ کړي وو.

سي بي اېس د نهې، سه شنبې په ورځ د ريپبلکن ګوند او ډېموکرېټ ګوند د مرستيالو صدارتي امېدوارانو د مباحثې کوربه وو.