د امریکې صدر جوبايډن ويلي، د حماس د مشر يحيا سنوار د اسرايل په لاسو وژنه، د اسرايل دپاره، د امریکې او نړۍ دپاره يوه ښه ورځ ده، نوموړي د سنوار وژنه د حماس په بند کې د اسرايلي يرغماليانو او غزه کې د يو کال راهسې روانې جګړې د خاتمې دپاره يوه موقعه هم بللې ده.
له دې وړاندې د اسرايل د بهرنيو چارو وزير کاټز تصديق کړی وو چې د زيارت، پنجشنبې په ورځ غزه کې د اسرايل د په عملياتو کې د حماس مشر يحیا سنوار وژل شوی دی.
جوبايډن په يو بيان کې ويلي، د يحیا سنوار په وژنه یې احساسات داسې دي، کله چې امریکې د 9/11 د حملو زمه وار القاعده مشر اسامه بن لادن وژلی وو.
نوموړي ويلي، د اووم اکتوبر د حملو د ماسټر ماينډ، مرکزي کردار وژنه دا خبره ثابتوي چې په ګرده نړۍ کې، ترهګر به د انصاف څخه نه شي بچ کېدی، که څومره وخت پرې ولګي.
صدر بايډن ويلي، هغه به د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن او نورو اسرايلي مشرانو سره خبرې وکړي چې د یحيا سنوار د وژنې اومبارکی ورته ورکړي، او د يرغمال اسرايليانو کورونو ته د ستنولو، او د جګړې په يو ځل د تل دپاره ختمولو باندې خبرې وکړي.
امریکې او څو هيوادونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
د اسرایل د دفاع وزير يوو ګېلنټ په اېکس پوسټ کې ويلي، دوښمن یې نه شي پټېدی دوی به پسې وي او وژني به یې.
يحيا سنوار د اووم اکتوبر د بريد د يو مرکزي کردار په توګه ګڼل کيږي، په غزه کې د عملياتو نه وړاندې هغه يو په انتهايي مطلوبو کسانو کې شامل وو، او اسرايل یې د وژلو ويلي وو.
حماس د تېر کال په اووم اکتوبر غزه کې حمله کړې، 1200 کسان یې وژلي او نزدې 250 یې يرغمال کړي وو، اسرايل د دغه حملې په ځواب کې په غزه کې هوايي او ځمکني پوځي عمليات پيل کړي، او په غزه کې د صحت وزارت ترمخه، د 42,000 نه زیات کسان یې وژلي دي.
يحيا سنوار د کلونو راهسې د غزې په پټۍ کې د حماس ياد مشر او د حماس د وسله والې څانګې سره نزدې ګڼل کېدو.
سنوار روان کال د جولاي په میاشت کې د حماس د پخواني سياسي مشر اسماعيل هنينه په ايران کې د وژنې وروسته د حماس مشر ټاکل شوی وو.
د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي