د خېبرپښتونخوا کابينې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، چې "د پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي، کابينې د پښتون امن جرګې د قرارداد په اړه د مرکزي حکومت نه د کمېټۍ جوړولو غوښتنه هم کړې ده".
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا په 11م، 12م او 13م اکتوبر خېبر کې د پښتون قامي جرګې په نوم درې ورځنۍ جرګه شوې، او پرېکړې یې اعلان کړې وې.
SEE ALSO:
پښتون جرګه: پوځ، او وسله والې ډلې دې 60 ورځو کې وځي؛ په ډيورنډ پاسپورټ او ويزه نه غواړود يادې جرګې پرېکړې چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين اعلانولې، په دغه وخت د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو.
وروسته بيا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د جرګې غوښتنې اييني ګرځول شوې وې.
SEE ALSO:
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې غوښتنې اییني ګرځول شويمرکزي حکومت د پښتون قامي جرګې غوښتنو ته تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ویلي.
خو پرون په 24م اکتوبر د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې 16مه غونډه کې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې، چې د "پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي".
ويل شوي، "صوبايي کابينې د پښتون امن جرګې د وړاندې کړل شوي قرارداد په اړه پرمخ تګ دپاره دې مرکزي حکومت د کورنيو چارو وزیر په مشرۍ کې کميټي جوړه کړي، او وړانديز شوی چې په کمېټۍ کې دې د صوبې د وزيراعلا په ګډون صوبايي اسمبلۍ کې د ټولو ګوندونو استازي شامل وي".
غوښتنه شوې، "مرکزي حکومت دې د دې کمېټۍ د سپارښتنو ترمخه، د مرکزي حکومت سره اړونده غوښتنو باندې پرمخ تګ يقيني کړي".
کابينې د صوبايي حکومت او سياسي ګوندونو په هڅه د جرګې په پرامنه ډول کېدل ستايلي، او دريځ یې وړاندې کړی، چې جرګې د خپلو غوښتنو قرارداد وړاندې کړی، اوس په هغې پرمخ تګ کېدل دي.
کابينې پرېکړه کړې، "کومې غوښتنې چې د صوبايي حکومت سره اړونده دي، هغه به په صوبايي اسمبلۍ کې وړاندې کولی، او اتفاق رای به پرې جوړولی شي".
د جرګې نه درې ورځې وروسته منظور پښتين ويلي وو، "د دې جرګې عملي کولوبه دپاره ټول قام تيار وي، ټول ملک به یې د عمل دپاره يو ځای ولاړ وي".
نوموړي ويلي وو، "د جرګې 80 کسيزه کميټي جوړه کړل شوې، د قام سره به د پرېکړو تفصيل شريکوي او عملي کوي به یې".