د افغانستان سرہ په پوله د خېبر پښتونخوا باجوړ ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي، د جماعت اسلامي ګوند د باجوړ ځایي مشر حميد صوفي د لوي سم تاڼې په حدودو کې د زيارت په ماښام د نامعلومه وسله والو لخوا په نخښه شوی دی.
پوليسو ويلي د نامعلومه کسانو خلاف يې اېف ايي ار درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.
ځايې خلکو ډيوه ته ويلي د زيارت په ورځ د ماښام مونځ نه پس حميد صوفي د جمات نه کور ته روان وو چې نامعلومه وسله په ډزو وويشتو او ځای په ځای يې ساه ورکړہ.
داعش خراسان ډلې د حميد صوفي د وژني زمه واري منلې ده.
له دې وړاندې د ده د تره د ځوي مفتي بشیر د وژنې زمه واري هم داعش خراسان منلې وه.
حميد صوفي په باجوړ کې د تاجرانو د اتحاديي مشر او د جمات اسلامي ګوند جنرل سيکټري وو.
صوفي په کال 2022م کې د ټي ټي پي سره د مزاکراتو په وخت حکومتي پلاوي ک هم شامل وو.
تر دې وړاندې سږکال د جنورۍ په مياشت کې هم په باجوړ کې ازاد اميدوار ريحان زېب په یو برید کې وژل شوی وو، د هغه د وژنې زمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه.
له دغې وړاندې تېر کال د جولايي په مياشت کې د جميعت علماء اسلام په سياسي غونډه ځانمرګي بريد شوی وو چې زمه واري يې داعش خراسان ډلې منلې وه.
د حميد صوفي په وژنه د جمات اسلامي لخوا په جاري شوي يو خبر پاڼه کې ويلي شوي د ګوند مشر نعيم الرحمان په دې هدفي بريد د غم او خفګان څرګندونه کړي او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
په خبر پاڼه کې د نعيم الرحمان د خلې ليکل شوي چې دا د حکومت او د امنيتي ادارو ناکامي ده او پښتنه يې کړې چې په پېښه کې ککړ تنان د کوم ځای نه راځي او بيا چرته لاړ شي؟.
د حميد صوفي وژنې ضد نن ټول باجوړ کې د احتجاج په توګه بازارونه تړل شوي، تاجران وايي دوي د حميد صوفي د وژل کېدو او دوي ته د امن ورکولو غوښتنه کوي.
په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوہ خبریال ارشد مومند شریک کړي