د چین په ختیځ ښار ووشي کې په يو مسلکي، وکېشنل سکول کې دننه د چاکو په بريد کې اته تنه وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي دی. ځايي پوليسو ويلي، پېښه د خالي، شنبې په ورځ شوې ده.
ویل شوي، مشکوک برید شو نومې یو 21 کلن زده کوونکي کړی اوهغه نيول شوی دی.
پولیسو ويلي، شو په امتحان کې ناکامه شوی، نه وو ګرېجوېټ شوی، په خپل انټرنشپ کې د معاش په اړه یې ناخوښي څرګنده کړې وه.
د پولیسو بيان کې ويل شوي، هغه د خپلې غصې ايستلو دپاره دغه برید کړی وو.
د لوېدیځ ټولنیزو رسنیو اېکس (پخواني ټویټر) خپرو شوو ويډيوګانو کې ليدل شوي، په پېښه کې ټپي شوي کسان په کوڅو کې پراته ښکاري، په داسې حال کې چې خلک د هغوی مرستې ته هڅه کوي.
په چینایي ټولنیزو رسنیو لکه ویبو کې یوازې د پولیسو بیانونه موندل کېږي، او د برید سره تړلې ویډیوګانې یا انځورونه نه دي خپاره شوي.
دا تازه بريد په چین کې دننه په یوه اوونۍ کې دویم مرګونی برید دی.
له دې وړاندې په جنوبي ښار ژوهاي کې يو تن خپل ګاډی د لوبو په ځای کې د خلکو په مينځ ورخېژولی، په نتیجه کې یې 35 تنه وژل شوي او 43 نور ژوبل شوي وو.
چين کې په وروستيو په عامه کچه بريدونه سېوا شوي عام خلک پکې وژل کیږي.
د اکتوبر په میاشت کې یو تن د بیجینګ په یو سکول کې ماشومان په چړو وهلي، پينځه تنه یې ژوبل کړي وو.
د ستمبر په میاشت درې کسان په شنګایي کې په یو سوپرمارکیټ کې د چاکو په ګوزارونو وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي وو.
په همدې میاشت کې په جنوبي ښار شینجن کې یو جاپانی زدهکوونکی د سکول په لار وژل شوی وو.
خبر د اې پي په مننه