د خېبرپښتونخوا ګورنر صوبه کې د امن دپاره د ټول ګونديزې غونډې رابللو ويلي

د خېبر پښتونخوا ګورنر صوبه کې د امنيت خراب صورتحال په سر راتلونکې مياشت د دسمبر په وړومبۍ اوونۍ کې د ټول ګونديزه غونډې يا ال پارټيز کانفرنس رابللو ويلي دي. ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.

د صوبې ګورنر فېصل کريم کنډي ویلي، دې غونډه کې به په صوبه کې د امنیت په روان صورتحال او اړونده نورو چارو صلاح مشوري کولی شي. څيړونکي وايي دا وخت خېبر پښتونخوا کې د امنيت خراب صورتحال هم تقاضه کوي چې ټول سياسي ګوندونه يوه حل لاره ولټوي.

په 19 نومبر د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې په وسله وال بريد کې د 12 پوځي او اېف سي عسکرو د وژني ورسته د خېبر پښتونخوا ګورنر په يو ويډيو پيغام کې د ټول ګونديز کانفرنس رابللو ويلي دي.

څيړونکي وايي، دا وخت د خېبر پښتونخوا امن د بلوچستان نه ډېر خراب دی نو ځکه د پوځي مشرتابه سره سره به سياسي مشرانو ته اوس دانشمندانه فېصله کول وي، او که حالات دا ډول روان وي، نو ناامني به د هيواد نورو برخو ته هم په توندۍ سره ورسي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "مونږه اکثر ګورو د ال پارټيز کانفرنس نه ټوقه جوړه شوې، په دې کې به زمونږ د صوبي ټول سياستوال راټولیږي، که د هرې ډلې دي پشمول پي ټي آی، دوی به راغونډيږي اتفاق رای به جوړوي، دا اوس چې کوم صورتحال دی د حکومت په کنټرول کې نه دی نه د صوبي سره دومره وسايل شته، نه وړتيا لري چې هغه د دې مسلې حل را وباسي".

خېبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکي وايي ګورنر چې د وفاق استازی دی، هغه ته پکار ده چې صوبه کې د امنيت په اړه د مرکز کومي ذمه واري دي هغه ورته ور يادي کړي، دا وخت صوبه کې د پوځي عملياتو ضرورت نشته.

د وزيراعلي د اطلاعاتو مشاور بېرسټر محمد علي سېف وايي، "د پوځي عملياتو دې وخت کې هيڅ ضرورت هم نشته، مونږ په دې باندي خپله پاليسي ورکړې ده د ملټري اپريشن ضرورت نشته نو په دي باندې خبري ته جواب هم نشته دی".

دوه ورځې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې د سياسي ګوندونو سره د امنیت په اړه د خبرو اترو کولو خبره شوې وه. په ياده غونډه کې په بلوچستان صوبه کې د امن دپاره د پوځي عملياتو پيل کولو پرېکړه شوې وه.

د روان کال په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، او د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف ګوند او جماعت اسلامي د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

په 22مه جولايۍ د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ويلي وو، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.

د يادو عملیاتو دپاره 20 اربه روپۍ هم منظور کړل شوي دي.

خبريال فدا عديل وايي، "اوس دلته دا ويره شته دی چې کله د استخباراتو په بنیاد عمليات کيږي، که خلکو ته ويلي کيږي که مونږه صرف هدفي عمليات کوو تاسو به نقل مکاني نه کوئ تاسو به خپل کور کاروبار نه پريږدئ نو بېا کيدي شي دې باندې څه جوړ جاړی وشي يعني څه جزوي طور باندې اجازت مېلاو شي خو تاسو ته پته ده د رياست پاليسيانو ته د اجازت ضرورت نشته".

په وروستيو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په پوځ، پوليس او نورو امنیتي ادارو وسله وال بريدونه سېوا شوي او په غټه کچه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ستمبر د میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي وو.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي وو، چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې د اګست په مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، او د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي وو".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".