له شپیته ساعتونو وروسته د کوټې د کولې په کان کې د بند پاتې شوؤ 7 نورو مزدورانو مړی را ایستل شوي چې دې سره د را ایستل شویو مړو شمېر 11 ته رسیدلی دی.
دوہ نور د کولې مزدوران په ھرنایي کې په یو کان کې بند شوي دي.
د چارو کو په وینا د زیارت- پنج شنبې په ماښام د بلوچستان د کوټې ضلعې په سنجیدي سیمه کې د زهرجن ګېس د چاودنې له امله د کولې په کان کې چاودنه شوې وه چې پکې 12 کار کونکي بند پاته شوي وؤ۔
په بند پاتې شوؤ مزدورانو کې د څلورو مړي اوړمه ورځ را ایستل شوي وؤ۔
د افتونو پر وخت مرسته کوو نکې دولتې ادارې پي ډي ایم اې اؤ ھلته د مرستو په کار کې د برخه لرونکې مرستندویه ادارې ریسکیو 1122 یو چارواکي ماجد خان د اتوار په ورځ ډیوه ته ویلي "له بند پاتې 8 مزدورانو څخه د 7 نورو مړي را ایستل شوي، تر اوسه 11 مړي له کوله کان څخه را ایستل شوي دي، او یوازې یو مړی لا هم دننه پاته دی"
د ماجد خان په خبرہ له 12 خواریکښو څخه د 11 تعلق له خیبر پښتونخوا شانګلې او د یوہ تعلق له مدین سرہ دی، یو مزدور د بلوچستان دی۔
د ژغورنې د عملیاتو تر شپیتو ساعتونو وروسته، د ماینز انسپکټر عبدالغني بلوڅ وویل چې د خاورې لرې کولو په ترڅ کې 7 مړي نن له کان نه راویستل شول، تر دې وړاندې، په دویمه ورځ 4 مړي راوړل شوي وؤ.
یادہ پېښه له کوټې ښار څخه شاوخوا 48 کلو میترہ نمر خاته ته پرته سنجیدي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې د کولې په یو کان کې د زهرجن میتھین ګېس د زیاتوالي له امله، د چاودنې په نتیجه کې دغه کان ړنګ شو ی ؤ۔
د ماینز انسپکټر د پېښې د تحقیقاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې که چیرې ماین مالک د حفاظتي تدابیرو په لړ کې غفلت کړی وي، نو د قانوني چلند سره به مخ شي۔
بل لوري ته د بلوچستان د ھرنایي ضلعې شاھرګه کې د کولې په یو کان کې دوہ تنه خواریکښ بند شوي۔
د ځایي اوسیدونکي او د ماینونو انجینیر نور بابړ په وینا،د یادو مزدورانو تعلق د خیبر پښتونخوا له دیر سیمې سرہ دی.
هغه وایي پېښه تیرہ شپه درې بجې را منځ ته شوې، د کولې کان ناستی دی، دوہ مزدوران پکې دننه ګیر شوي دي ،د کویلي ځایي مزدوران د ھغوی د را ایستولو په کار بوخت دي۔
د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینو د پېښو له زیاتوالي سرہ د کولې کانونو د خوندیتوب مسله بیا تر بحث لاندې راغلې ده۔
د مزدورانو اتحادیې وايي چې د کولې کانونو کې د خوندیتوب تدابیر او د کارګرانو د ژوند خوندي کولو لپاره د اړونده ادارو اقدامات کافي نه دي۔
د دوی په وینا، په بلوچستان کې د کولې کانونو کې د کارکوونکو د مړینې د پېښو په اړه سرغړونې معمول دی۔
د پاکستان سینټرل ماینز لېبر فېډریشن مطابق، په بلوچستان کې په کال 2025م کې د کولې په کانونو کې تېر کال 127مزدوران بیلا بیلو پېښو کې د بې احتیاطۍ او د خوندیتوب د تدابیرو نه عملي کولو له کبله مړه شوي خو حکومت دا شمېر 83 یادوي۔