پښتونخوا کې په 24 ساعتونو کې څلور بریدونه، پوځي افسر په ګډون پينځه اهلکار وژل شوي

‎د خېبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمو کې په تېرو 24 ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو پر ضد څلور بیلا بیل بریدونه شوي، د یو پوځي افسر مېجر په ګډون پکې پینځه سرتېري عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو یو پولیس اهلکار هم تښتولی دی.

‎تازه پېښې د صوبې په شمالي وزیرستان، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان په سیمو کې شوي دي، تر اوسه یې زمه واري کومې ډلې نه ده منلې.

شمالي وزیرستان

د امنیتي ځواکونو پر ضد بل برید، په یو ورځ کې د پوځ یو افسر په ګډون څلور اهلکار وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

‎د افغانستان پولې ته جوختې پرتې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ بیا سخته نښته شوې، چې پکې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او پينځه نور ټپیان شوي دي.

‎امنیتي سرچینې وايي ژویل عسکر نږدې روغتون ته انتقال شوي، او امنیتي ځواکونو سیمه ګیره کړې او د وسله والو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.

‎له دې وړاندې، د میرعلي په سیمه کې هم د پوځ او وسلوالو تر منځ نښته شوې وه، پکې یو پوځي افسر (مېجر) او یو عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو. پوځ ادعا کړې وه، چې په دې نښته کې یې شپږ وسلوال وژلي وو.

د لومړۍ پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې.

‎لکي مروت

‎د لکي مروت د غزني خېل د پولیسو د تاڼې په حدود کې نامالومه موټرسایکل سورو وسله والو پر پولیس اهلکار ادریس ډزې وکړې، چې په پایله کې نوموړی په ځای ووژل شو.

‎ د پولیسو د مالوماتو له مخې، وژل شوی عسکر له دندې په رخصت وو او خپل کور ته روان وو، چې په لاره کې پرې برید وشو. بریدکونکو د وژل شوي اهلکار وسله او موټرسایکل هم له ځانه سره وړي دي.

‎د پولیسو ویاند شاهید حمید ویلي، د پېښې کېدو سره سم، پولیس سیمې ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پیل کړي، خو تر اوسه کوم کس نه دی نیول شوی.

‎ډېره اسماعیل خان

‎په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو یو اهلکار (تفتشي افسر) محمد اعظم، وسله والو تښتولی دی.

محمد اعظم د یونیورسټۍ د پولیسو په تاڼه کې تفتیشي افسر وو. پولیس وایي نوموړی له دندې رخصت وو او کور ته روان وو، چې د کهيرا پل سیمې ته نزدې د12 څخه 15 وسله والو پرې برید وکړ او له ځان سره یې نامالوم ځای ته یووړ.

‎د پولیسو چارواکو ویلي، د تفتشي افسر د موندلو لپاره تحقیقات او لټون روان دی، خو تر اوسه د دې پېښې زمه واري کومې ډلې نه دی منلی.

‎‎په رخصتيانو د عسکرو هدف کېدل

‎په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابيلو سیمو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. تازه معلومات ښیي، وسله والو خپله تګلاره بدله کړې او اوس هغوی د امنیتي ځواکونو او پولیسو هغه عسکر هم په نخښه کوي، چې له دندې رخصت شوي وي او خپلو کورونو ته روان وي.

‎څو اوونۍ وړاندې، تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی وو، هغوی به د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه پراخه کړي، او له هغې وروسته د پولیسو د سرتېرو تښتونې، وژنې او د هغوی د کورونو سوځولو پېښې زیاتې شوې دي.

‎حکومت او پوځ لپاره سخت فشار

‎په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د تازه څپې له امله، د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د عامو خلکو ترمنځ ويره زیاته شوې، او په امنیتي ادارو هم د فشار کچه لوړه شوې ده.

‎څېړونکي وايي، د ناامنۍ فضا څرګندوي چې د وسله والو فغالیتونه د عملیاتو وروسته لا نور هم منظم شوي که او د پاکستان پوځ او حکومت لپاره به لوی ستونزې جوړې کړي.

احتجاجونه او عمليات

په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو کې خلک د ناامنۍ پرضد او امن دپاره پرله پسې احتجاجونه او غونډې کوي، وايي حکومت دې په سيمه کې په هر صورت امن په ځای کړي.

ځايي خلک وايي، دوی به داسې عمليات هم ونه مني چې د سيمې خلک پکې يو ځل بيا کډو کولو ته مجبوره کړل شي.

بل لور ته د پاکستان پوځ وخت په وخت د وسله والو ضد عملیاتو دعوې کوي.

په 25مه جنورۍ د پاکستان پوځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، کرک او خېبر کې یې بېلابيلو عملياتو کې د 30 وسله والو وژلو دعوه کړې وه.

پوځ وايي د وسله والو ضد د استخباراتو په بنياد عمليات دوام لري، او ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري.

په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي