د بلوچستان په  بېلا بېلو برخو کې د ارمان لوڼي شپږم تلین لمانځل شوی

File Photo

د بلوچستان ایالت په ږوب، قلا سیف الله او نورو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ٫٫ وژل شوي٬٬ فعال ارمان لوڼي شپږم تلین لمانځل کیږي او د سياسي او ادبي محفلونو تر څنګ د نړۍ په نورو سيمو او ښارونو کې د پي ټي ايم له لوري هم لمانځغونډې شوې او په ځينې سيمو کې لا هم روانې دي.

په قلعه سيف الله کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري لمانځغونډه شوې چې د وينا والو له لوري د ارمان لوڼې د سياسي مبارزې او ژوند پر بيلا بيلو اړخونو رڼا اچول شوې. د ارمان لوڼي خور او سياسي فعاله وړانګې لونۍ هم په ياده جلسه کې وينا کړې:

” ارمان عملي انسان وو، هغه پر هر قدم او هره لمحه د وطن او پر وطن د اختيار، خپلواکۍ خبرې کړې او پر دې خبره يې عمل کاوه، ارمان د ملي اتفاق او يوالۍ فکر خوراوه، ارمان د جبر او په سخت وخت کې سپينه او په ډاګه خبره کړې هغه به تل ويل چې دا خبره که بل څوک کوي که نه زه به يې کومه“

د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړيدو وړاندې ارمان لوڼی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ادبي ډګر کې زيات فعال وو، هغه په بلوچستان کې په سرکاري پوهنځي کې د استاد يا ښوونکي دنده هم درلوده. د پي ټي ايم له جوړيدو وروسته به هغه زيات وخت د دې غورځنګ په غونډو کې تيراوه.

د ارمان خور وړانګه لوڼی وايي، ٫٫ د ارمان د وژنې په باب شپږ کاله تيريدو پس هم انصاف ندی راکول شوی، موږ له حکومت څخه نا هيلي يو.٬٬



د هغه له وژنې ورستو ارمان لوني ته د پښتون ژغورنې غورځنګ، سياسي او مدني فعالانو له لوري د "ملي شهید" لقب ورکړل شو.‌

د ارمان خور وړانګه لوڼی وايي، ٫٫ د ارمان د وژنې په باب شپږ کاله تيريدو پس هم انصاف ندی راکول شوی، موږ له حکومت څخه نا هيلي يو.٬٬

په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون استاد او ليکوال ډاکټړ برکت شاه کاکړ ليکلي،
”ارمان د قامي سياست يو روښانه مينار! د هغه شهادت يوه لويه تاريخي واقعه وه، خصوصاً د پښتون قامي سياست په تاريخ کي يو روښانه باب، د هغه شهادت قام راويښ کړ، په يوه ورځ په لر او بر وطن او د نړۍ په نورو ښارونو کي ۵۳ مظاهرې، جلسې او لاريونونه وشول، ارمان د پښتون قامي تاريخ يو زرين باب دی، ارمان او د هغه غوندي نور سپېڅلې مبارزين د پښتونخوا پر آسمان د هغه ستورو په څير دي چي د جبر په دې توره بډه کي د پښتون قامي مبارزې و ستړي کاروان ته د منزل الهام او ادراک ورکوي“

د 2019م کال پر دويمه فبرورۍ د بلوچستان په لورالايي ښار کې د پښتون ژغورنې تر پرلت وروسته له پوليسو سره تر شخړې وروسته ابراهيم ارمان لوڼی په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی وو او ساه یې ورکړې وه.

د پي ټي ايم مشرتابه او د ارمان لوڼي کورنۍ د هغه د مرګ تور د لورالايي د پوليسو پر ډي ايس پي عطاء الرحمن او نورو پوليسو عسکرو لګولی وو، خو حکومت د هغه د مرګ سبب د زړه دوره بللې وه او د لورایي ځایي عدالت دغو پولیسو ته د 2022م کال په مارچ کې ضمانت ورکړی وو.