د پاکستان د سېفران مرکزي وزير امير مقام ويلي، د خېبرپښتونخوا حکومت به په خپله خوښه د افغانستان سره خبرې وکړي خو عملي کوي به یې څوک؟.
امير مقام دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې په 30مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند افغانستان سره مذاکراتو په اړه ويلي، "د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به پلاوی يا وفد افغانستان ته لېږي، مقصد یې قبايلي ضلعو کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د قبايلي قومونو ترمنځ وي، د خوارج سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".
د خېبرپښتونخوا د حکومتي وياند بېرسټر سېف دغو څرګندونو ته په غبرګون کې امير مقام د ډان ټي وي په پروګرام کې ځواب وويل، اول خو صوبايي حکومت دا واک نه لري، دا د مرکزي حکومت او بهرنيو چارو وزارت کار دی، او که داسې ړشي چې يوه صوبه په خپل سر خبره کوي، سبا به بلوچستان او پنجاب هم داسې راپاڅي.
مقام زياته کړه، د تحريک انصاف حکومت وړاندې هم مذاکرات کړي وو، نتيجه کې یې وسله وال راوستل شو.
هغه وويل، د پښتونخوا حکومت به افغانستان سره خبرې وکړي خو په عمل کې به یې څوک راولي، نوموړي زياته کړه، د مرکزي حکومت سره په دغې اړه هیڅ خبره نه ده شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت افغانستان سره د مذاکراتو خبره کوي، له دې وړاندې هم د طالبانو سره خبرو دپاره د صوبې نه حکومتي او قبايلي مشرانو پلاوي کابل ته تللي خو هغه تګ راتګ او خبرو کومه نتيجه نه وه ورکړې.
بېرسټر سېف تازه ويلي، "د افغانستان د حالاتو نېغ اثر په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو پرېوځي. افغانستان سره 2,650 کلوميټره اوږده پوله ده، دواړو خواو ته یې پښتانه قبايل اباد دي، قبايلي ضلعو ته د امنيت مسله ورپېښه ده، حل کول یې د خېبرپښتونخوا حکومت زمه واري ده".
SEE ALSO: سېف: په پوله پرتو قبايلي قومونو ترمنځ به مذاکرات کيږي، "خوارج سره به نه کيږي"هغه ويلي، "د خېبرپښتونخوا حکومت په سفارتي اړيکو او قانوني پېچلتياو پوی دی، د خېبر پښتونخوا حکومت په دې حواله مذاکراتو دپاره ټي او آرز (TORs) تیاروي او مرکزي حکومت ته به یې د منظورۍ دپاره لېږي، د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به افغانستان ته وفد لېږلی شي، په وفد کې به قبايلي، مذهبي او سياسي مشران شامل وي".
بېرسټر سېف افغانستان سره د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او ورسره د پاکستان پوځ د استخباراتو په بنياد د عملياتو او وسله والو وژلو دعوې هم کوي.
پخواني مذاکرات
په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض حميد (څوک چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی) په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړل شوي وو.
پاکستان ويلي وو، افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب یې د ټي ټي پي سره مذاکرات کول او طالبانو هم منلې وه، د ټي ټي پي سره یې د پاکستان مذاکراتو ته زمينه برابره کړې وه.
د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.
له دغې وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.
د کال 2023 د فرورۍ په 22مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکيني مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون يو حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو.
او په افغانستان کې یې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.