د بنو بکا خېل کډوالو کېمپ کې مېشت د شمالي وزيرستان بې کوره اغېزمنو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې کامیابې شوې او انتظامیې لخوا د دوی غوښتنو منلو د باور وروسته احتجاجي پرلت ځنډول شوی دی، او د حکومتي چارواکو د ډاډ وروسته بنو، میرانشا سړک هم د هر ډول ټرېفک لپاره پرانستل شوی دی.
پرون د بنو او شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي او پوځيان احتجاجي پرلت ته ورغلي، او د متاثرينو ټولې غوښتنې یې منلې دي.
د میرانشا اسسټنټ کمشنر خالد عمران تایید کړه چې د تړون له مخې به په پېښه کې تورنو اهلکارو پرضد د سي ټي ډي ترهګرۍ قانون لاندې مقدمه درج شي، د شهید کورنۍ ته به معاوضه ورکول کېږي او په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کېږي.
بنو یکاخېل کډوالو کېمپ مخې ته د شمالي وزیرستان څخه بې کوره کډوالو دا احتجاجي پرلت څلور ورځې مخکې د جنورۍ په اخري نېټه وروسته له هغې پيل کړی وو، کله چې د مظاهرچیانو په وینا د امنیتي ځواکونو په ډزو په کېمپ کې مېشت یو تنکی ماشوم ووژل شو او بل ژوبل شوی وو.
د ماشوم کورنۍ، د کېمپ اوسيدونکو او د اتمانزو جرګې مشران د انصاف غوښتلو لپاره کېمپ مخې ته بنو میرانشاه سړک تړلی وو او احتجاجي ناسته کې د وژل شوي ماشوم مړی ایښودل شوی او د غوښتنو منلو پورې یې د مړي نه ښخولو ويلي وو.
د اتمانزو جرګې غړی ملک اصل مير وايي، کلونه کیږي جنګ ور په غاړه دی چې پکې وزیرستان په وینو سور دی، هره ورځ چې را پورته کیږي یا د پوځ یا د نامالوم لخوا د وزسرستانیانو وینه یې بهيولې وي.
هغه وويل، "دا کډوال د پوځ تر ساتنې لاندې وو او مونږ غوښتنه دا وه چې دا خلک دې وګوري چې دا ماشوم څومره لوی ترهګر وو".
بکا خېل کېمپ: د 11 کلونو کړاوونه
د بنو بکاخېل کې د وزيرستاني کډوالو دپاره کېمپ په 2014 کې د شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو ضرب عضب له کبله د بېکوره شويو متاثرينو لپاره جوړ شوی وو.
که څه هم پوځ ادعا کوي چې عمليات بريالي وو او سيمه يې له ترهګرو پاکه کړې، خو تر اوسه زرګونه کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې نه دي او د بکا خېل کېمپ کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کېمپ يو اوسېدونکي وهّاب وويل، دوى ته نه پر وخت مالي مرستې رسېږي، نه روغتيايي او تعليمي اسانتياوې شته، او اوس د ناامنۍ له سختو حالاتو سره هم مخ دي.
د ده په وینا، د سخت امنیتي نظارت (نګرانۍ) باوجود د کېمپ حالات ورځ تر بلې خرابېږي او وروستۍ پېښې د متاثرينو غوسه لا زياته کړه.
د متاثرينو د ستنېدو نامعلوم راتلونکی
د حکومتي شمېرو له مخې، تر 23,000 پورې کورنۍ لا هم رسمي بېکوره دي، چې حکومت ورته د مياشت هرې کورنۍ ته 20,000 روپۍ مالي مرسته ورکوي، خو غېر رسمي بېکوره کورنۍ لا هم ډېري دي.
حکومت اعلان کړی وو، د متاثرينو د ستنېدو لپاره به یو منظم پلان جوړوي، خو تر اوسه زرګونه کورنۍ خپلو سيمو ته نهدي ستنې شوې او د نامعلوم راتلونکي انتظار کوي.