دخېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې په پولیس څوکۍ د وسله والو برید کې دوه پولیس وژل شوي اؤ د حکومت پلوه وسله والو د مشر قادر زمان غازي عرف قادرکی پر یو مرکز هم وسلوالو برید کړی چې پکې ددغه ډلې د مهم کمانډر فاتح په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د خالي - شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا آی جي د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې تېره شپه ناوخته وسله والو د د منډان تاڼې په حدودو کې په فتح خېل پولیس څوکۍ د سپکو اؤ اؤ درنو وسلو حمله کړې ده.
بیان کې ویل شوي چې د برید په مهال شوې نښته کې د رحیم الله اؤ ضیاء الله په نومونو دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ د پولیسو د کلک مقاومت په ځواب کې د ترهګرو برید پشا تمبول شوی دی.
تر دې یوه شپه وړاندې هم په یاده پولیس څوکۍ وسله والو د شپې تیاره کې برید کړی ؤؤ خو پولیسو دعوه کړې وه چې دغه برید یې په شا تمبولی ؤ.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په پولیسو د وسله والو بریدونه زیات چټک شوي اؤ د شورو اؤ زیارت په منځ شپه کې د کرک ضلعې په بهادر خېل پولیس څوکۍ د وسله والو لخوا شوي برید کې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.
د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید پخپل یو بیان کې ویلي چې د پښتونخوا پولیسو د امن له خاطره درنې قربانۍ ورکړې دي اؤ د ترهګرو مخې لکه د فولادو ولاړ دي.
هغه ویلي چې پولیس د ترهګرۍ پرضد کلک هوډ لري اؤ د ترهګرو ناوړه ارادې به په هر صورت شنډوي.
په عین حال کې حکومتي چارواکي وايي چې تېره شپه د بنو په وزیر سب ډویژن کې د شپې پرمهال نیزدې تر ۳۰ پورې نامعلومو کسانو د حکومت پلوه وسله والو د مشر قادر زمان غازي عرف قادرکی پر یو مرکز هم برید کړی.
سرچینې وایي چې وسله والو د حکومت پلوه کمانډر په مرکز برید کې سپکې اؤ درنې وسلې کارولي اؤ په دغه برید کې د یادې ډلې د مهم کمانډر فاتح په ګډون ۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.
ازادو سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زیاته ده.
امنیتي سرچینې وايي، ټپیان په فوري توګه د بنو روغتون ته انتقال شوي دي. او په علاقه کې د لټون عملیات روان دي.
کمانډر فاتح د حکومت پلو وسله والې قادر زمان ډلې یو مهم کماندان ګڼل کېده، چې د ډلې لپاره یې مالياتي چارې یې پر مخ وړلې.
ځېنې سرچینې وایي چې په دې برید کې د ډلې مشر کمانډر قادر زمان غازي خوندي پاتې شوی، خو ځینې نور یې د ژوبلېدو دعوه کوي.
سرکاري سرچینو ویلي چې برید د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا شوی، خو د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته.
کمانډر قادر زمان غازي د پاکستان د حکومت او په ځانګړي ډول د پوځ نیزدې پلوي ګڼل کېږي. هغه په دوام داره توګه په ټولنیزو رسنیو بنو او شا وخوا سیمو کې د وسله وال د فعالیتونو ویډیو ګانې خپروي چې پکې د وسله والو ترڅنګ د ناامنۍ پرضد مبارزه کوونکو خلکو ته ګواښونو کیږي.
د بنو خلک سیمه کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونو ته سخت غبرګون څرګندوي او په وار وار یې د دوی پر ضد احتجاجونه هم کړي دي.
دوي تور پوري کوي چې دغلته وسله وال دفترونه لري چې د ځایي خلکو ژوند یې ستونزمن کړی دی .
د جولایۍ په ۱۹مه د بنو خلکو د وسلهوالو ډلو پر ضد پراخه لاریون کړی وو چې د احتجاج پرمهال د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهرهچیانو ډزې هم شوې وې.
د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو تن وژل شو او ۲۲ کسان ژوبل شوي وؤ چې له هغې وروسته، خلکو د احتجاجي پرلت اعلان کړی ؤ او غوښتنه یې کوله چې بنو ضلع ه دې له هر ډول وسلهوالو ډلو پاک کړل شي.
تېر کال د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور د ناامنۍ په ضد د راپورته شوؤ مظاهرینو منځ ته ورغلی ؤ اؤ هغوي ته یې ډاډ ورکړی ؤ چې په صوبه کې به د امینتي ځواکونو پرته نورې ټوپک مارې ډلې ونه زغمل شي.
که څه هم د حکومت لخوا وخت په وخت د وسلهوالو پر ضد د عملیاتو ژمنې شوي، خو مقامي خلک وايي چې دد غو وسله والو ډلو تر شا د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ولاړې دي او د دوی په ملاتړ وسله وال فعالیتونه ترسره کوي.
د دوی په وینا، د وسلهوالو پر ضد اقدامات نه دي شوي، بلکې د بنو مظاهرهچیان جېلونو ته اچول شوي او د دوی پر مشرانو مقدمې درج شوې دي خو پوځ بیا په بیلابیلو وختونو کې دا تورونه رد کړي دي چې ګنې د پردې تر شا د وسله والو ډلو ملاتړ کوي