د پاکستان د دولتي بینک شمیرې ښیي چې په روان مالي کال کې شخصي څانګې ته 800 فیصده زیاتې قرضې ورکړل شوي خو په ترهګرۍ ځپلې خیبر پښتونخوا صوبه کې واړه او د منځنۍ درجې کاروباریان وايي دوی ته باید د رعايت په توګه د سود نه بغیر او اسانې قرضې ورکړی شي.
د پښتونخوا کاروباریان وایي،د ګرانۍ د کمي سره د سود په شرحه کې کمی راوستل یو مثبت عمل دی خو بیا هم د وړو کاروبارونو دپاره د سود شرحه سیوا ده او هغوی نه شي کولی چې په دې شرحه سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
د سنګ مرمرو او درنګونو د اتحادیې مشر سجاد خان وي او اې ډیوه ته وایي" په خیبر پښتونخوا کې د وړو او درمیانه درجې د صنعتونو دپاره لږ تر لږه د پنځوؤ کالو په زیرو ریټ قرضې ورکول پکار دي چی دا صنعت په خپلو پښو ودریږي،یو اړخ ته به حکومت دوی ته سود کی رعایتونه ورکړي بل اړخ ته به د حکومت په امدن مالیا ، جي ایس ټي اؤ مختلفو 40 فیصده ټیکسونو کې اضافه وشي او روزګارونه به هم زیات شي"
د پاکستان سټیټ بینک شمیرې ښیي چې د روان مالي کال په 7 میاشتو کي شخصي کاروبارونو ته نزدې يو نيم ټريلينه روپۍ پورونه ورکړل شوي دي،
یاد بینک وایي د تیر مالي کال هم په دې موده کې شخصي څانګې ته د 153 اربه روپو پورونه ورکړل شوي وؤ .
روان کال جنورۍ کې د پنجاب حکومت په صوبه کې د وړو کاروباریانو دپاره د لسو لکو نه نیولی تر 3 کروړه روپو پورې د سود نه بغیر د قرضونو ورکولو اعلان کړی چی مقصد یې په صوبه کې معاشي فعالیتونو ته وده ورکول او دروزګار موقعی پیدا کول دي.
کاروباریان وایي کله چې د امن و امان د خراب صورت حال او د ټیکسونو د زیات والي له وجې واړه کاروبارونه وده بیا نه مومي نو د هغې منفي اغیزې په روزګارونو کیږي
د وړو د سوداګرو د اتحادیې پخوانی مرستیال مشر اصغر خان ډیوه سره خبرو کې وایي، "باید حکومت سوداګرو ته اول د تجارت ماحول پیدا کړي ،هغوي ته دې امن ورکړي،د مالي او ځاني ګواښونو نه دې یې بچ وساتي، هغوی ته دې تجارت کې اسانتیاوې ورکړي لکه درامدات او برآمدات دې ورته اسان کړي او د توانایۍ بیعې دې ورته راکمې کړي نو هغوی ته به په ټیکسونو ورکولو کې کوم مشکل مخې ته نه راځي"
د خیبر پښتونخوا حکومت هنر مندو ځوانانو ته د احساس پروګرام لاندې د لسو لکو روپو نه نیولې تر 50 لکو روپو پورې د سود نه بغیر قرضې ورکوي او دا قرضې د اخوت مايکرو فنانس بینک او خیبر بینک په ذریعه ورکول کیږي چې په 8 ؤ کالو کې یې ستنول ضروري وي.
د سټیټ بینک د شمیرو ترمخه د روان مالي کال په 7ؤ میاشتو کې کاروباري بینکونو شخصې څانګی ته 722 اربه روپۍ قرضه ورکړې او د اسلامی بینکونو څخه 625 اربه روپۍ قرضه اخستل شوې ده.