د خیبرپښتونخوا صوبائي حکومت سېلاب ځپلو کورنیو ته مالي پکېج اعلانوي

تصویر: پخوانی - پېښور ته نږدې د سربند سیمه (د ۲۰۱۶ کال سېلاب)

د خیبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان سوات ته د دورې په مهال د هغو ځایونو کتنه کړې چېرته چې خلک د وروستیو بارانونو او سيلابونو د لاسه اغيزمن شوي دي. وزیراعلی محمود خان ويلي چې د ځپل شوؤ سيمو دپاره به ډېر زر يو مالي پيکج اعلان کړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د چترال انتظاميه چارواکو ته ویلي چې د ريشون پُل دې د نهم ستمبر پورې ولګولی شي چې خلک وکړی شي ورباندې تګ راتګ وکړي.

د پښتونخوا په سوات، چترال، لانديني او برني کوهستان، بونير، دير او نورو سيمو کې خلکو ته ډير ځاني او مالي زيان رسيدلی او د سېلابونو له وجې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د قدرتي آفتونو د مخنیوي او نظم ادارې یا پي ډي اېم اې لخوا جاري کړی شوي راپور کې ویل شوي دي چې د بارانونو او سېلابونو له وجې شپږڅلوېښت (۴۶) تنان مړه شوي دي او شپږ څلوېښت نور ژوبل شوي هم دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د اګست له دیارلسمې بیا د ستمبر تر ړومبۍ هفتې پورې درې سوه دري دېرش (۳۳۳) کورونه په جزوي، او دوه څلوېښت (۴۲) په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د قدرتي آفتونو د مخنیوي او نظم ادارې یا پي ډي اېم اې مشر یا ډایرکټر جنرل پروېز خان وي او اې ډیوه ته وویل، په لېرو پرتو سیمو کې د لارو او خلکو په ځای کولو دپاره هڅې روانې دي.

اغېزمن شویو سیمو ته د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان د دورې په مهال، ځایي خلکو احتجاج هم کړی و چې دوی سره تر اوسه پورې مرستې ندي شوي. خو بل پلو د پي ډي اېم اې چارواکي وایي د لاندېني او برني کوهستان په شمول، د بونیر، سوات، او چترال سیمو کې خلکو ته په زرګونو شمېر کې خوراکي او غیرخوراکي توکي، خیمې او نور شیان ورکړل شوي دي.

د اطلاعاتو په برخه کې د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی مشیر کامران بنګښ وي او اې ډيوه ته وویل چې ځپل شوؤ سیمو ته وزیر اعلی پخپله تللی و او هلته له خلکو سره هم مېلاو شوی و.

کامران بنګښ ډیوه سره خبرو کې زیاته کړه، "صوبائي حکومت په دوولسو ګېنټو کې دننه دننه د رابطې او د مواصلاتي نظام د بحالۍ کار شروع کړلو او په هغې کې د کافي حد پورې کامیابي ترلاسه شوه. او په څلورویشتو ګېنټو کې دننه دننه، کوم چې مړي شوي و او یا کوم چې زخمیان و، هغوی ته معاوضه مېلاو شوله. کوم خلک چې په حق رسېدلي دي، د هغوی لواحقینو ته پنځه لکه روپۍ معاوضه میلاو شوې ده، کوم چې زخمیان دي هغوی ته یو لک روپۍ معاوضه میلاو شوې ده."

د وروستیو بارانونو او سېلابونو د لاسه په خیبرپښتونخوا کې اغېزمن شوي تنان وایي چې حکومت دې د دوی سره د کورونو د بیا جوړولو په لړ کې مالي مرستې وکړي.