د تحریک انصاف مخالف سیاسي ګوندونه نن ټول ګوندیز کانفرنس کوي

د ٢٥ مه جولای په انتخاباتو کې د درغلۍ دتورونو لگولو ورستو نن دزیارت په ورځ په اسلام اباد کې یو ځل بیا د تحریک انصاف مخالف سیاسي ګوندونه ټول ګوندیز کانفرنس کوي.

پاکستاني مطبوعات وايي په ټول گوندیز کانفرنس کې به د تحریک انصاف سیاسي مخالیفين شریکه تګلاره جوړوي. د دغه ګوندونو مشران نیوکې کوي چې په ٢٥مه جولای شوي انتخاباتو کې په لویه کچه درغلي شوي ده.

د ګل په ورځ د تحریک انصاف مخالف سیاسي ګوندونو مسلم لیګ نون، پیپلز گوند، متحده مجلس عمل او عوامي نیشنل گوند مشران په دې رضا شوي وو چې په پارلېمان کې د دننه او بهر یوه تګلاره خپله کړي او د ټول ګوندیز کانفرنس رابللو فیصله یې کړي وه.

د انتخاباتو نه سمدستي وروسته د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو ټول ګوندیز کانفرنس کې د انتخاباتو د نتیجو منلو نه انکار کړی وواو دوباره دانتخاباتو غوښتنه یې کوله. خو په دغه غونډه کې پپلز ګوند برخه نه وه اغستي.

د ٢٥مه جولای په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ په 270 څوکو کې د ټولو نه زیات 115 څوکو باندې ګټه کړې ده خو په مرکز کې د حکومت لپاره دغه شمیره کمه ده.

بل خوا د متحده قومي مومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشرانو فیصله کړې ده چې په مرکز کې د حکومت جوړولو لپاره به د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي.

دتحریک انصاف ګوند د ازاد غړو ترڅنګ د متحده قومي مومنټ او مسلم لیګ ق، نه په مرکز کې د حکومت جوړولو لپاره کمک غوښتې وو.

د تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري ادعا کوي چې په پنجاب او مرکز کې د دوي ګوند اکثریت ترلاسه کړی دی او هم دوي به حکومت جوړه وي.

د ایم کیو ایم یو مشر خالد مقبول صدیقي د شورو په ورځ د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره په په پروګرام کې ويلي وو ګوند یې د صلاح مشورې وروسته په دې رضا شوی دی چې په مرکز کې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ کې جوړیدونکي حکومت ملاتړ به کوي. خو نوموړی وايي په سنده کې به د حکومت په مخالفو څوکو باندې کیني.