د باېډن ۵۰ کلن سیاسي ژوند ته کتنه

Biden

د اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا د راتلونکي صدارتي انتخاباتو د مقابلې نه د وتلو اعلان کونکي امریکايي صدر جو باېډن، پنځوس کاله (نیمه پیړۍ) د واشنګټن په سیاست کې تیر کړي. نوموړي اول د امریکا په سېنټ، بیا ناېب صدر او په اخیره کې په واېټ هاوس کې خپله سیاسي دنده ترسره کړې.

کله چې به باېډن د جنورۍ په میاشت کې د واېټ هاوس نه ووځي نو د نژدې خپل ټول ژوند به یې په قامي سیاست کې تېر کړی وي. نوموړی به د نومبر په میاشت کې ۸۲ کلن شي، او د خپل ګوند د ځینو غړو د ټول عمر وخت به هغه یواځې په سیاست کې تېر کړی وي.

په واشنګټن ډي سي کې د هغه د عمر په اړه پوښتنې په ځینو کتابونو کې هم لیکل شوي دي.

په کال ۱۹۷۲م کې چې کله باېډن د ۲۹ کالو په عمر کې د سېنټ انتخابات وګټل نو د ډېموکرېټ ګوند خلک یې حیران کړل او د امریکا د تاریخ شپږم ځوان سېنټر جوړ شو. او اوس د هغه زیات عمر د دې سبب ګرځیدلی چې د ګوند مشرانو غوښتل چې د نومبر میاشت کې کېدونکې انتخابي کمپېن نه وروسته شی. په دې وخت کې شوو یو شمېر نظر پوښتنو کې هم زیاتو امریکایانو دا ګڼله چې د هغه عمر د بیا صدارت کولو لپاره ډیر زیات دی.

د لسیزو راهسې د خلکو په رایو د سیاست کولو دغه ریکارډ کې ډېرې ګټې او ځیني ناکامۍ هم دي. د جو باېډن د سیاسي ژوند مهم کارونه څه په دې ډول دي.

صدارتي کلونه:

د صدر په حیث د جوباېډن د دورې موده د یو شمېر نړیوالو چېلنجونو نه ډکه وه، پدغو کې یوه د کرونا سخته څپه، په اوکراېن د روس یرغل، یو نوی راپورته کیدونکی چین او د دې ټولو سره تړلي اقتصادي او سماجي چلنجونه.

د کور دننه باېډن د زیاتیدونکې ګرانۍ سره هم مخ وو چې په تیرو څلورو لسیزو کې تر ټولو زیاته د ګرانۍ کچه وه. دغې ګرانۍ د امریکایانو د ژوند مصرفونه زیات کړل او د امریکا په سویلي پوله د کډوالو راتګ بیا د هیواد دننه په سماجي، جنسي او د رنګ په بنیاد د خلکو سره د بې انصافۍ کېدو رپورټونه.

Biden

په کال ۲۰۲۰م کې د یو منتخب صدر په هیڅ جو باېډن ژمنه کړې وه چې په سپینه ماڼۍ کې تهذیب/ سړیتوب بیرته پرځاې کوي چرته چې به د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې په وخت کې هره ورځ د مخالفه ډېموکرېټ ګوند غړو، د ریپبلکن ګوند دننه د هغه سیاسي مخالفینو او د قامي مطبوعاتو پرضد کرکجن او سخت ټویټونه کېدل.‌ باېډن ژمنه کړې وه چې هغه به د کانګرس دننه اختلاف ختموي او په کامیابۍ سره به قانوني ګټې ترلاسه کوي.

تر یو حده پورې جو باېډن په دغې کې کامیاب شو، او د ریپبلکن ګوند د ځینو مهمو غړو رایې یې د قانون سازۍ لپاره ترلاسه کړې. په دغو کې د هیواد د لویو سړکونو، پلونو او د امریکايي کمپیوټر چېپونو او نورو سامانونو لپاره د بېلینونو ډالرو د مصرف کولو بل او د وسلو په ترلاسه کولو کې نوي شرطونه لاګو کول شامل وو. ځیني دغه کارونه په امریکا کې څه درې لسېزې وروسته ترسره شوي.

په یوه بله قانوني لانجه کې ډېموکرېټانو د ریپبلکن ګوند په ګډ اپوزیشن کې د کرونا واېرس اقتصادي بل او وروسته بیا د ۳۶۹ بېلینه ډالرو د پلان منظوري هم ترلاسه کړه چې د ماحولیاتي بدلون لپاره په لویه کچه مصرف اېښودل شوی وو.

د خپلې خارجه تګلارې په برخه کې د هغه لویه بریا د غربي اتحادیانو هغه اېتلاف دی چې د باېډن په مشرۍ کې یې د اوکراېن سره پوځي مرستې کړي او کېیف د دې جوګه شوی چې د روس د پوخ مقابله وکړي.

په بهرنۍ تګلاره کې د باېډن د خوښې کچه هغه وخت تر ټولو زیاته لاندې غورځېدلې وه کله چې د افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال په یو برید او ډزو کې ۱۳ امریکايي عسکر وژل شوي وو.

د اسرایل او حماس جګړې بیا د باېډن لپاره چېلنجونه نور هم زیات کړي، صدر باېډن چې پخپله د اسرایل کلک ملګری دی او د امریکا دننه په کالجونو کې د فلسطین په حق کې مظاهره هم زور ونیو خو د دغه جګړې لا هم لسمه میاشت روانه ده او د وزیراعظم بنجمن نیت یاهو په کردار هم نیوکې زیاتیږي.

د ناېب صدارت دوره:‌

په کال ۲۰۲۰م کې د سپینې ماڼۍ د زغل وړاندې جو باېډن د کال ۲۰۰۹م راهسې د امریکا د هغه وخت صدر بارک اوبامه تر ټولو مشر سلاحکار وو او اته کاله د اوبامه سره ناېب صدر وو.

په دغه موده کې باېډن د یو شمېر لویو منصوبو مشر جوړ کړی شوی وو چې پکې د عراق نه د امریکايي عسکرو د ویستلو کار، او د ستر اقتصادي چېلنج په وخت کې د ریاستي او ایالتي حکومتونو سره د سلګونو بېلینه ډالرو مرستې ورکول او د حکومت عارضي بندیز مخه نیولو لپاره د هغه وخت د مخالفه ډلې مشر مچ مککونل سره د شټ ډاون مخه نیولو او په قرضونو کې د کموالي راوستو لپاره پرله پسې د مککونل سره خبرې اترې شامل دي.

کله چې اوبامه په کال ۲۰۱۷م کې باېډن ته د امریکا تر ټولو لوې اعزاز ورکولو صدارتي مېډل ورکو نو اوبامه د باېډن په اړه ویلي وو ٫٫ د امریکا تر ټولو غوره ناېب صدر دی.٬٬

President Barack Obama laughs with Vice President Joe Biden during a ceremony in the State Dining Room of the White House in Washington, Jan. 12, 2017.

د باېډن او اوبامه کورنۍ هم د یو بله سره نژدې، د مېرمنو یې خپلو کې ښه ملګرتیا او د اوبامه د لوڼو د باېډن د نوسو سره کورنی تعلق وو. ابامه ځکه باېډن د ناېب صدر د څوکۍ لپاره منتخب کړی وو چې هغه په نړیواله کچه د امریکايي سېنټر په هیڅ زیاته تجربه لرله کومې چې اوبامه ته ګټه رسوله.‌

په سېنټ کې تېره شوې دوره

کله چې په کال ۱۹۷۲م کې جو باېډن په لومړي ځل د ډېلوېر نه د سېنټ انتخابات وګټل نو راتلونکي ۳۶ کاله یې بیا په دغه چېمبر برخه کې تېر کړل او د ویلمنګټن نه واشنګټن ته به یې د سل میله سفر په اوورګاډي کې کوو. هغه په ډېموکرېټ ګوند کې دننه مخ په وړاندې روان وو او دوه وارې د طاقتوره خارجه کمېټۍ مشر یا چېرمېن جوړ شو او یو وارې بیا د سېنټ د عدالتي کمېټې مشري یې هم کړې.

باېډن د یو داسې تن په هیڅ پیژندل کیدو چې د سېنټر جان مکېن او چک هېګل په شان د ریپبلکن ګوند سېنټرانو سره به یې په یو ځاې کار کولی شو، او باېډن به تل په ګډه د کار کولو خبره کوله. خو د ریپبلکن ګوند د غړو سره د هغې د اړیکو په سر به هغه کله کله په اوول افس کې بیا د قانون سازۍ کارونه هم په کامیابۍ سره کول.‌

FILE - U.S. President Bill Clinton talks with Senator Joseph Biden at a meeting with law enforcement officers at the Alexandria, Virginia, Jan. 14, 1999.

په سېنټ کې د باېډن په کامیابو کې د ښځو پرضد تشدد قانون جوړول چې ورسره د کورني تشدد مخه نیول، جنسي تیری کول او د سړو لخوا د مېرمنو د زورولو مخه نیول شوې. هغه د وسلو ترلاسه کولو لپاره د اضافي څارنې یا بېک ګراونډ چېک لپاره جوړ بل (برېډي بل) لپاره هم دېر کار کړی. خو د هغه ناقدین او پخپله باېډن هم په سېنټ کې په ځینو فیصلو افسوس څرګند کړی، په دغو کې په کال ۱۹۹۴ کې د کراېم بل مرسته کول، او په کال ۲۰۰۳م کې په عراق د جنګ لپاره رایې ورکول شامل دي.

پخوانۍ صدارتي مقابلې

په کال ۲۰۲۰م کې د صدارتې څوکې ګټلو وړاندې جو باېډن دوه وارې د امریکا صدارتي ټاکنو کې د برخه اخستو لپاره د ګوند دننه انتخاباتو ته ودریدلی وو. خو دواړه ځلې لومړی په کال ۱۹۸۸م او بیا په ۲۰۰۸م کې یې د ډېموکرېټ ګوند د پارټۍ رایې ترلاسه نه کړې.

په کال ۲۰۲۰م کې یې د صدر ډانلډ ټرمپ پرضد صدارتي ټاکنې وګټلې چا چې د باېډن بریا وه نه منله او د دروغو دعوه یې وکړه چې د هغه سره په انتخاباتو کې درغلي شوې. باېډن دغه انتخاباتو کې په مهمو ایالتونو کې په لږ اکثریت رایې وګټلې. باېډن په دغه انتخاباتو کې د ټرمپ نه ۷ میلینه زیاتې رایې اخستې وې خو د امریکا صدارتي ټاکنې بیا د ایالتونو په سر شمارل کیږي. او د زیاتې ابادۍ ایالتونه زیات الېکټورل کالجونه لري چې په قامي نتیجو اثر غورځوي. کله چې باېډن په کال ۲۰۲۱م کې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ۷۸ کالو په عمر کې د امریکا تر ټولو لوې عمر صدر په هیڅ څوګند پورته کړو، نو د د پخواني صدر د زیات عمر د صدر ریکارډ یې مات کړو. ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۷م کې د ۷۰ کالو په عمر کې د امریکا صدر جوړ شوی وو.