په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید او بلې چاودنې د عسکرو په شمول ۱۲ کسان زخمیان کړي

پولیس وویل ځانمرګي حمله کونکی چې په پښو و د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نژدې يې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې ځانمرګي حمله کونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې او په سيمه کې په بله پېښه کې د عسکرو په ګزمه بم چاودنه شوي چې له امله يې ۱۲ کسان زخمیان شوي دي.

د مقامي پولیس او د استخباراتي چارواکو په قول په زخمیانو کې اته عسکر او څلور لاروي کسان شامل دي.

د شمالي وزیرستان میرعلي سيمې پولیس وویل په عسکرو ځانمرګي حمله په عیدک کې وشوه.

پولیس وویل ځانمرګي حمله کونکی چې په پښو و د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نژدې يې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

بله چاودنه د کورني بم وه چې د عسکرو د معمول ګزمې یا ګشت سره وچلول شو.

د وي او ای ډیوه خبریال وايي په چاودنو کې د مرګ اطلاع هم شته خو چارواکو يې لا تصدیق نه دی کړی.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښو په اړه لاه څه نه دي ویلي.

یادونه: د نورو معلوماتو سره به دا خبر تازه کولی شي