لرې نا— د اسلام اباده 86 میله شمال لور ته د خېبر پښتونخوا په مرادن کې اوس هم غیر قانونه تندلاري تنظیمونه د "افغان جهاد" په نامه چندې (روپۍ) ټولوي او انکاریانو ته د مرگ گواښونه ورکوي. تندلارې ډلې د جهاد په نامه چندې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې غواړي.
دا فعالیتونه په یو داسې وخت کې کیږي چې د غیر قانونه پېسو او ترهگرو سره د مالي مرستو د څار نړېوالې ادارې ایف ای ټي ایف د پاکستان سختې څارنې روانې کړي او په ظاهره د پاکستان مشران دعوا کوي چې د ترهگرو په ضد حکومت کلک گامونو پورته کړي دي او سخت قوانین یې جوړ کړي دي.
د جنورۍ په 24مه چې د مردان ضلعې په رستم روډ د گل باۍ خان کلي په السعودي جماعت کې خلکو د جمعې د ورځې لمونځ وکړو نوځان ته د تحریک طالبان افغانستان نماینده ویونکي یو تن اعلان وکړو چې په افغانستان کې جهاد روان دی او مسلمانان دې دوي ته نقدې چندې ورکړي.
هم په دغه ورځ ددغه کلي یو استاد او شاعر توقير ابشار په خپله فیسبک پاڼه وليکل چې نن د اماراتِ اسلامي یو طالب د دوي په کلي کې د جهاد لپاره چنده کوله.
هغه لیکلي وو :
"په افغانستان کښې او په پښتنو باندې د وارد کړي شوي جهاد او فساد حقيقت مې ورته ښکاره کړو او کورته ترې راغلم"
د نورو سرچینو نه د تصديق ورستو وي او ای ډیوه د ښاغلي ابشار سره د ټلیفون په لیکه تماس ونیولو. ابشار اوویل چې کله یې دا اعلان واوریدلو نو غلی پاتې نه شو. ابشار واي طالیبانو ته یې خواست وکړو چې دا چندې مه کوئ:
"دا چنده چې تاسو غونډوئ نو د پښتنو نه یې اخلئ او هم دا پښتانه ترې متاثره کیږي، تاسو که افغانستان کې جهاد کوئ او نوم د کفارو استعمالوئ خو... تاسو په دې چندو پښتانه وژنئ که لر دي او بر"
بلې خواته پاکستان واي چې د وسله والو د مالي وسیلو لارې یې بندې کړي دي خو د ترهگرو د مالي سرچینو د مخنیوي نړیوالې اداره اېف اې ټي اېف لا د پاکستانه مطمینه نه ښکاري.
د پاکستان نوم دا وخت د غیرقانونه پیسو د څار د ادارې ایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې دی. په دې لړ کې د فبرورۍ په میاشت کې په پیرس کې د ایف ټي ایف غونډه د پاکستان د گامونو جاج اخلي. لکه څنگه چې اي ایم ایف ويلي که چري پاکستان ایف ای ټي ایف مطمین نه کړو نو د خړ په ځای به تور نوملړ ته واوړي. څیړونکي واي که داسې اوشو نو پاکستان به لاد نورو سختو معاشي چیلنجونو سره مخ شي.
پاکستان واي فېصله یې کړې چې د اېف ای ټي اېف د شرطونو پوره کولو دپاره به ځیني قوانين بدلوي.
د پاکستان دانگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د سرکاري سرچینو له قوله واي د روان کال د جون د میاشتې پورې به پاکستان د ترهگرتنظيمونو ته د سزا ترڅنگ په نورو قوانينو کې د نړیوال معیار ترمخه بدلون کولی شي.
پاکستان په ورستیو کې د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه ويستلو کې د امریکا نه مرسته غوښتې ده.
خو د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په سفر د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې اېلس وېلز ويلي ؤ:
"پاکستان دې د ترهگرۍ د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) او نړيوالې ورورولۍ سره کړې ژمنې پوره کړي".
هغې ویلي وو امريکا مرستې ته تياره خو پاکستان دې په ملک دننه د ټولو تندلارو ډلو پرضد بې طرفه عملیات وکړي.
روان کال د جنورۍ په 31 مه د امرېکې د کانگریس یو ځانگړې رپورټ کې ویل شوي دي چې پاکستان د لسیزو راهسې د افغانستان په چارو کې یو متحرک خو منفي کردار لوبوي:
"د پاکستان امنیتی ادارو د افغان یاغیانو ډلو په ځانگړي ډول د حقاني شبکې سره خپلې ټینگې اړېکې ژوندۍ ساتلي دي" پاکستان تل دغه تورنه رد کړي دي.
پاکستاني مشران واي د ترهگرو د چندو په ټولولو یې پابندۍ لگولې او انکار کوي چې اوس هیواد په ښو او بدو طالیبانو کې فرق ختم کړی دی خو په نړیوالو رسنیو کې داسې خبرونه چاپ کیږي چې پاکستان اوس هم د ښو او بدو طالیبانو په خپله تگ لاره ولاړ دی.
اېف ای ټي اېف پاکستان خبردار کړی چې2020م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان مکمل کړي که نه ، د راتلونکي غونډې پورې د پام وړ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي.
پاکستان په کال 2018 کې د چېرټیز اېکټ نومې یو قانون هم جوړ کړی دی. د خیبر پښتونخوا د واکمن گوند مهم مشر او د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په یوه مرکه کې ډیوه ته ویلي وو چې چېرټي کمېشن د ترهگرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي دپاره د نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په پاکستان د فشار په ترڅ کې قایم کړی شوی چې په هیواد کې د ترهگرو د مالي سرچینو مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکي واي چې د چیرټیز ایکټ جوړیدلو ورستو د ترهگرو د چندو ټولولو مخه نیول شوې خو د پاکستان په کوټه ښار کې د انگریزۍ ژبې اخبار سره کارکونکي یو خبریال وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط اوویل چې تر ډیره حده د چندو لړۍ کمه شوې ده خو ختمه نه ده.
هغه اوویل د بلوچستان د کوټه ضلعې په کچلاغ تحصیل او د افغانستان د کندهار سره په پوله د قلع عبدالله ضلعې د چمن ښار په گډون په یو شمیر علاقو کې اوس هم د جمعې په ورځ په جماعتونو کې په ډاگه چندې کیږي.
د روان کال د جنورۍ په لسمه د کچلاغ په یوه جومات کې شوي چاودنه کې 12 کسان وژل شوي وو چې د رپورټونو تر مخه درې پکې افغان طالیبان وو.
تیر کال په 19 م اگست د بلوچستان په چا غي سیمه کې یو افغان عالم مولانا میراجان په ډزو ووژل شوې وو.
دا سیمه په افغانستان کې د هلمند ولایت بهرامچه ته نزدې ده. بهرامچه د طالبانو د ماخدره موادو لوی مرکز گڼل دی.
د دغې پېښې څو ورځې وړاندې په کچلاغ کې د عثمان بن عفان جومات مولوي محمد اعظم وژل شوې وو.
هم د اگست په میاشت کې د کچلاغ د کلي قاسم په یوه مدرسه کې په یوه چاودنه کې د افغان طالبانو د مشر ملا هیبت الله آخوندزاده ورور، حافظ احمد الله ووژل شوی وو.
په کال 2017 کې د بلوچستان د ژوب سیمې د جامع جومات امام مولوي الله داد په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي وو، چې له افغان طالبانو سره مالي مرستې اوکړي.
په ورستيو کې د خیبر پښتونخوا مومندو ضلعې ته څيرمه علاقو کې عينې شاهدينو ډيوه ته ويلي وو د جېش محمد نومې تنظيم غړي په جماعتونو کې ښه په ښکاره چندې ټولوي او ځوانانو له د جهادي تربيت بلنې ورکوي خو نه پوځي چارواکي او نه نورې ادارې د ترهگرۍ د خورولو ددغه هلو ځلو مخ نيوی کوي.
نړیوالې رسنۍ وايي د افغان طالیبانو د چندو نه پرته د فلاحي کارونو په نوم د چندو ټولو غټ تنظیمونه د پاکستان په شتمنه صوبه پنجاب او سنده کې فعاله دي.
د راېټرز خبري ادارې د یو رپورټ تر مخه جماعت الدعوه تنظیم په پاکستان کښي 300 مدرسې او سکولونه لري. دغه تنظیم یو شمیر هسپتالونو چلوي او نزدې 500 تنه بې پېسو د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډيشن سره کار کوي او په سونو نور کارکونکي دوي په تنخوا هم ساتلي دي.
په کال 2018 کې د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په ورځپاڼو کې د حکومت په یو اعلان کې اولس ته امر شوی وو چې ترهگر تنظیمونو ته دې چندې نه ورکوي.
په دغو ډلو کې د لښکرِ جنگوي، جیش محمد، لښکرِ طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټۍ، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ آرمي، جیش اسلام، داعش، جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت فاونډېشن په شمول د 72 هغو ډلو نومونه یاد شوي وو چې په پاکستان کې یې په فعالیت بندیز دی او یا یې فعالیت مشکوک دی او تر څارنې لاندې دي.
ځیني رپورټونه واي دغه غیرقانونه تنظیمونه باوجود د حکومتي څارنې اوس هم بې خطره چندې ټولوي.
د توقېرابشار تر مخه کله چې هغه په جماعت کې د "امارات اسلامي نماینده" د چندو څخه منعې کولو نو هغه ورته په ځواب کې اوویل چې د خلقو خپله خوښه ده که څوک چنده ورکوي او کنه. وي او ای ډیوه ته د کلي یو تن د نوم نه ښودلو په شرط ويلي ددغو خبرو ورستو د کلي خلقو طالبانو ته چندې ورکړې.
خو د توقیر ابشار خبره دغلته ختمه نه شوه. هم په دغه ورځ ماسخوتن د ابشار مشر ورور مهران علي جماعت ته مونځ له لاړلو. هغه چې واپس کور ته ورسیدلو نو خپل پلار اکنیز خان یې کینولو چې د کلي امام مولوي مجاهد ډېرخفه او غصه دی.
ابشار ډیوه ته اوویل چې مولوي مجاهد د هغه د ورور په خله ده ته د بخښنې لپاره پیغام ورلیږلی وو. ددغې پیغامه پس د ابشار پلار اکنیز خان ځان سره د کلي دوه درې سپين گیري د مولوي مجاهد کره په ننواتې بوتلل.
خو مولوي مجاهد ورته اووې چې تاسو به طالیبان پخلا کوئ، دهغوي نه به بخښنه غواړئ. د ابشار مشرانو شپه په شپه د طالبانو ننواتې هم اوکړه.
کله چې د "امارات اسلامی" د طالیبانو سره د ابشار پلار او نورو سپین گیرو لیدل نو د ابشار تر مخه د رستم روډ د گل باۍ خان کلي ځاي طالیبان مولوي عارف او مولوي کامران الله هم ناست وو . ابشار واي چې پلار یې کور ته ستون شو نو ډیر ویریدلې وو. هغوي ورته گواښ کړی وو چې ابشار به معافي غواړي گني انجام به یې ښه نه وي.
خو ابشار وي او ای ډیوه ته واي ده خپل پلار ته چورلټ انکار وکړو چې د بخښنې غوښتلو هيڅ اراده نه لري:
" ما ځکه انکار وکړو چې زه په خپله خبره ملامته نه اومه"
د ابشار په انکار د هغه پلار خفه شو او ورته یې اووې چې ترڅو دې بخښنه غوښتلي نه وي نو کور ته به نه راځي.
هم په دغو ورځو کې دا خبره په ټولنیزو رسنیو خپره شوه. یو شمیر شاعرانو او لیکوالانو په رسنیو د ابشار په حق کې لیکل وکړل. د درې کتابونو خالق وتلي شاعر ممتاز اورکزي په خپله فیسبک پاڼه وليکل چې د ابشار ژوند ته خطر دی او د مردان ضلعي حکومت او مشرانو نه یې د ابشار د ژغورلو د پاره د کردار لوبولو خواست اوکړو.
ابشار واي په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبرې په طالبانو ښه او نه لگېدلې او یو خط یې ورته ولیکلو چې تا د طالیبانو بې حرمتي کړې ده او معافي به وغواړې. په خط کې ابشار ته گواښ شوی دی چې بیا د داسې خبرو نه توبه اوباسه، معافي وغواړه او داسې خبرې په سوشل میډیا مکوه گني بیا به ښه نه وي. د دغه خط یوه کاپي دډیوه سره خوندي ده.
وي او ای ډیوه چې کله په دې لړ کې د مردان د پولیسو د سپریټینډینټ انعام جان سره په ټلیفون رابطه وکړه او ددغو خبرې پخلی یې ترې اوغوښتلو نو هغه اوویل چې دی ددې نه خبر نه دی. خو یو ځاي خبریال د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته اوویل چې انعام جان نه یواځې دا چې ددې خبرې نه خبر وو بلکې د ابشار سره یې ملاقات هم کړی وو او هغه ته یې د احتیاط مشوره او ډاډ ورکړی وو.
د انعام جان نه ورستو ډیوه د مردان د ضلعې د پولیسو د افسر سجاد خان سره په ټلیفون رابطه وکړله. سجاد خان اوویل چې هغه ددغه پېښې نه خبرشوی نو في الحال تحقیقات روان دي او نور څه نه شي ویلی.
سجاد خان اوویل چې په هیواد کې په غیرقانونه چندو پابندي ده.
که یو خوا پولیس چارواکو ددغه پېښې د تصديق نه انکار وکړو نو بلې خوا ابشار ډیوه ته اوویل په دې پېښه کې پولیسو دده د طالیبانو سره روغه هم وکړه.
د ابشارترمخه د پولیسو سب انسپکټر حسین علي ورته ټلیفون وکړو چې زه تا سره میلاویدل غواړمه. بیا پولیس افسر ابشار ځان سره جماعت ته بوتلو او د ځاي طالیبانو سره یې ورله ملاقات وکړو.
ابشار واي زه په دې شرط جماعت ته لاړمه چې معافي به نه غواړم او بیا به دوي دلته چندې نه کوي.
د ابشار تر مخه سب انسپکټر حسین علي دغه خبرې د روغې په وخت په جماعت کې هم وکړې. دغه وخت د سیمې د پولیسو انسپکټر پرویز هم موجود وو.
د پاکستان پولیسو د ابشار د ځاي طالیبانو او امارات اسلامي د طالیبانو سره روغه جوړه وکړه خو د هغه سره فکر مل دی خطره لا ختمه نه ده.
په پیرس کې به د فبرورۍ په میاشت کې پاکستان ځان د ایف ای ټي ایف د خړ نوملړه اوباسي که تور نوم لړ ته به وردننه شي؟ دا لا معلومه نه ده.
خو دا خبره قوي ده چې د مردان د رستم روډ د گل باي خان کلي شاعر او استاد توقير ابشار د هغه ورځې راهسې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د ژوند په حقله اندیښمن دی کله نه چې دی د نه ختمیدونکي "افغان جهاد" لپاره د چندو په ټولولو چپه خله پاتې نه شو.
توقير ابشار وي او ای ډیوه ته خپله کیسه کړې تاسو یې په لانديني لینک اوریدی شئ
Your browser doesn’t support HTML5