خبریالانو د ملاتړ ادارو په افغانستان کې د ښځو او خبریالانو په ضد په تاوتریخوالي تشویش څرګند کړی

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په خپل شپږ میاشتني راپور کې وايي، چې د کرونا له امله ډیرې رسنۍ له کار کولو ډډه وکړه ، ډيرو فعالیتونه محدود کړل او ډیرو هم خپل کارکوونکي پرته معاشه کورونو ته ولیږل

په افغادنستان کې د ښځو او خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي په هېواد کې د ښځو او خبریالانو پرضد تاوتریخوالی باید ختم شي .

د خبریالانو د خوندیتو او د ښځو د حقونو د ملاتړ ادارو د تېرو شپږو میاشتو ګزارشونه ښايي چې د ټولنې د یادو دوو مهم قشرونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډیره ده.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په خپل شپږ میاشتني راپور کې وايي، چې د کرونا له امله ډیرې رسنۍ له کار کولو ډډه وکړه ، ډيرو فعالیتونه محدود کړل او ډیرو هم خپل کارکوونکي پرته معاشه کورونو ته ولیږل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د ثبت په اړه په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۴۲ قضیې ثبت شوي دي، چې د تېر کال د ورته وخت پرتله، کموالی ښیي.

شریفي وايي" چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښو کې، ۲ یې د قتل، ۱۱ د ټپي کېدو، ۶ د وهلو او ټکولو، ۹ د توهین او سپکاوي، ۷ د ګواښونو، ۴ د تښتونې، ۲ د غلا او ۱ یوه د غیرقانوني چلند پېښې دي. د عاملینو له منځه یې د طالبانو او داعش ډلې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د ۱۸ پېښو مسوولې دي."

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد په شمال زون کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې.

که څه د خبریالانو د خوندیتوب ادارې روان د خبریالانو د پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت خبره کوي ،خو په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت خپاره کړي ارقام ښايي ، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم نه دی کم شوی.

د ښځو چارو وزارت مرستالې سپوږمۍ وردګ د د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې په ډاکه کړه ، چې د روان کال په شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوي دي .

سپوږمۍ وردګ زیاتوي (( ټولې ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوي، چې ډيری یې ، ددې څخه په هرات،فاریاب،سرپل،ننګهار،بغلان،تخار،پروان،بلخ،سمنکان او بامیان کې ثبت شوي دي.د پیښو د کم ثبتیدو علت ځیني محدودیتونهوو، د کرونا له امله خلک د کورنو څخه نشو وتلی، دوی ونشو کړی ، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي او د تاوتریخوالي پیښې ثبت شي."

په عین وخت کې بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي ، چې د تاوتریخوالي په کچه کې کمښت راغلی ، خو په دې کې ډيری قضیې د قتل او نورو لویو جرمونو دي .

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي وايي "هغه څه چې زموږ د اندېښني اصلي ټکی دی ،حد د قضیو لوړوالی دی، د تېر ۲۰۱۹ کال په شپږو میاشتو کې د حد قضیو شمېر ۷۲ وې، ولې سږ کال د حد قضیو یعنې ځان وژنه ، ځان سوځونه،جنسي تیری،د بدن د غړو پرې کول او صحرايي محکمې پکې شاملې دي ۱۰۷ ته رسیږي"

په افغانستان کې د ښځو د حقونو سلتنې اړوند بنسټونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو ډیروالی فقر، د کاري فرصتونو نشتون او ټولینز محدودیتونه یادوي .

خو په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه تطبیق ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، وسلوالې ډلې او سیمه ییز زورواکي یادوي.