د نوي کال په لومړۍ ورځ بل افغان خبریال ووژل شو

بسم الله ایماق پنځم خبریال دی چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې ووژل شو. د هغه نه مخکې په غزني ولایت کې خبریال رحمت الله نیکزاد، په ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند، په کابل کې پخوانی خبریال یما سیاوش او په هلمند کې الیاس داعي ووژل شول

د افغانستان په غور ولایت کې د جمعې او د نوي کال په لومړۍ ورځ مسلح حمله کوونکی یو بل خبریال ووژلو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي بسم الله عادل ایماق د غور مرکز فېروز کوه سره نژدي په برېد کې ووژل شو.

د رپورټ ترمخه په تېرو دوو میاشتو کې د اېماق په شمول په افغانستان کې د پنځه خبریالا وژل شوي دي.

ایماق په غور کې د صدای غور نومې رېډیو مدیر و.

د غور والي نور محمد کوهنور امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی ایماق خپل کلي ته په لار و چې د «اخته خانه» په سیمه کې پرې برید وشو.

ای پي د غور والي ترجمان عارف عبیر د قوله وايي د ایماق سره په موټر کې سواره نور کسانو ته حمله کوونکو څه وه نه وېل چې پکې د وژل شویو خبریال یو ورور هم و.

رپورټ وايي ایماق د صدای غور رېډیو د مشر ترڅنګ په ولایت کې د انساني حقونو فعال هم و.

ای پي وايي په ایماق د حملې ‌ذمه واري لا چا نه ده منلې او د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهد وویل دوی پکې نه دي ککړ.

بسم الله ایماق پنځم خبریال دی چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې ووژل شو. د هغه نه مخکې په غزني ولایت کې خبریال رحمت الله نیکزاد، په ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند، په کابل کې پخوانی خبریال یما سیاوش او په هلمند کې الیاس داعي ووژل شول.

ای پي وايي نېکزاد د ۲۰۰۷ راهسې دغه ادارې دپاره هم وخت په وخت رپورټونه ورکول او وړاندې یې الجزیره ټېلې وژن دپاره کار کوولو. اداره وایي د افغانستان استخباراتي ادارو په نېکزاد د حملې په لړ کې دوه مشکوک کسان ونیول او د دوی اعترافي وډیو یې هم خپره کړه چې طالبان دي خو طالبانو د نېکزاد په وژل کېدو کې د ککړتیا خبره رد کړه. ای پي وايي د غزني ولایت لویه برخه طالبانو د واک اختیار د لاندې ده.

ای پي وايي داعش په جلال اباد کې په ملاله مېوند د حملې مسولیت منلی دی.

د تېر کال د نومبر په میاشت کې دوه خبریالان په بم چاودنو کې وژل شوي دي.

د خبریالانو د تحفظ ادارې کمیټي ټو پروټېکټ جرنلسټس په افغانستان کې په خبریالانو د ورستیو حملو غندنه ګړې ده او رېپورټرز وداوټ بارډرز نومې ادارې افغانستان خبریالانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې یو بللی دی.

د افغانستان د انساني حقونو کمېشن ویلي په خبریالانو د هدفي حملو په ترڅ کې د هغوی کار په منفي توګه متاثر شوی او د سېنسرشپ نه کار اخلي. ادارې وویل په ولایتونو کې یو شمېر مېرمنو خبریالانو د خطراتو له امله صحافت پرېښودلی دی.

ای پي وايي په خبریالانو حملې په داسې حال کې هم کېږي چې په ملک د امن دپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات شروع شوي دي.