د افغانستان د کندز ښار زیاتره برخې د طالبانو په ولکه کې

افغانستان کې بمي چاؤدنه، ٣٠ کسان مړه

راپورونه وايي چې د دوشنبې د ورځې دغه سهارنی برید د ښار له څلورو خواوو څخه تنظیم شوی وه.

د افغانستان ددفاع د وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ ترهګر بیرته له ښار څخه په شا تګ ته مجبوره کړیدي او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

خو طالبانو ادعا کړې چې ددوي کسانو د کندز په مرکزي څلور لاري کې خپل بیرغ پورته کړی دی.

د کندز ولایت څخه په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې پدغه جګړه کې ۴۵ وسلوال طالبان وژل شویدي. اعلامیه دا هم وايي چې د ولسوالي د پولیسو قومندان هم وژل شوی دی.

یوشمیر ځايي اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل: دوي چې کله سهار له خوبه پاسېدل نو طالبان د ښار د غربي څنډو لارو کوڅو ته رسیدلي وه، د ملکي وګړو په یوشمیر کورنو کې يې ځای نیولی وه او له هغې ځایه يې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې.

د کندز په ښار باندې دغه برید پداسې حال کې وشو چې ټاکل شویده افغان ولسمشر اشرف غني به سبا ته په بروکسل کې د مرستندویه هیوادونو په هغه کانفرانس کې برخه واخلې چې تمه ده افغانستان ته به پکې ډیرې مرستې راټولې شي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر کې هم طالبانو کندز نیولی وه او د څو ورځو لپاره پکې وه.

افغان امنیتي ځواکونه د متحده ایالاتو او ناټو په ملاتړ هڅه کوي د کندز په ګډون د څو شمالي ولایتونو او په جنوب کې د هلمند د مرکز ساتنه وکړي.

خو ترهګرو پدې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزي برخو کې د جګړو نوي ډګرونه پرانېستي.

افغان چارواکو دغه راز له جنوبي ولایت هلمند څخه هم د جګړو راپورنه تایید کړل خو زیاتوي چې په مرکز لشکرګاه کې امنیتي ستونزه نشته.

وروستي راپورونه وايي چې د هلمند د ناوې ولسوالی هم د وسلوالو مخالفینو لاس ته غورځېدلې ده.

په خبر کې دا هم راغلي دې چې ددې ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون یوشمیر پولیس وژل شوي او طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن پدې وروستیو کې ویلي وه چې یواځې د جولای په میاشت کې له طالبانو او نورو ترهګرو سره په جګړو کې تر ۹۰۰ زیات افغان امنیتي سرتیري وژل شویدي.

له بلې خوا پداسې حال کې چې په ګاونډي پاکستان کې د افغان کډوالو پر سر فشارونه زیات شویدي، د ملګروملتونو په وینا اټکل کیږې چې یواځې ددې کال تر پایه ښايې یو میلیونه نور کسان د هیواد دننه بې کوره یا بې ځایه شي.

تر دې مخکې یو عشاریه دوه میلیونه افغانان لا دمخه د جګړو او نورو ناخوالو له امله د افغانستان دننه له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي وه.