اشرف غني: سوله د حق لاره او په جګړې ټینګار کول د باطل طریقه ده

Ashraf Ghani

د افغانستان صدر محمد اشرف غني وايي د افغانستان خلک هغه سوله نه غواړي چې عدالت په کې پلی شوی نه وي.

ولسمشر غني په ارګ کې د میلادالنبي (زوکړې) ورځ د لمانځې په غونډه کې چې د افغانستان لسګونو دیني علماو، حکومتي چارواکو او د سیاسي ګوندنو یو شمیر مشرانو پکې برخه اخیستې وه، صدر غني وویل سوله یوه سپیڅلې لار ده او په جګړې ټینګار کول د باطل طریقه ده.

نوموړي وویلي په افغاني ټولنه کې د جګړې دوام ، ناامنیو او بې ثباتیو ته د دوام ملاتړې کسان شتون لري او د سولې پرځای د ویرې خپرولو او د فتنې جاري ساتلو ته لومړیتوب ورکوي.

افغان صدر دعلماوو ناستې ته په وینا کې زیاته کړه سوله د افغانستاند ټولو خلکو غوښتنه ده او د سولې هدف به د اسلامي اصولو او ارشاداتو په رڼا کې تعقبیوي.

نوموړی وايي افغان ولس سولې ته تر بر هروخت زیات نیږدې شوی اود افغانستان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کیږدي.

اشرف غني زیاته کړه د افغانستان خلک لنډ مهاله سوله نه غواړي او د یوې داسې سولې حمایت او غوښتنه کوي چې په هغې کې عدالت پلی شوی وي.

نوموړی ویلي د دې لپاره چې سوله موقته نه وي او واقعې سوله وي او په ټولنه کې دوام پیدا کړي عدالت پکار دی، یو داسې حالت پکار دی چې هیڅوک ځان مظلوم او بې برخې ونه ګڼي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي عدالت هغه مهال پلي کیدلی شي چې ټول سیاسي ګوندونه او اشخاص د یو بل د حقونو منلو ته غاړه کیږدي.

هغه وویل:٫٫ که یو ګوند او تحریک په ټولنه کې خپل موجودیت غواړي د عدالت غوښتنه دا ده چې د بل ګوند او تحریک ته به د فعالیت حق مني او که یوګوند یا فرد ځان ته دا حق ورکوي چې خپل نظریات بیان کړي باید بل ته هم د دې حق ورکولو ته قایل وي.٬٬

اشرف غني وايي مونږ چې په جمهوري نظام، انتخابي حکومت او په ولسواکۍ باندې تاکید کوو په حقیقت کې په عدالت باندې تاکید کوو.

د میلادالنبي د ورځې دلمانځو پرمهال دافغانستان دیني علماوو هم د جګړې د پای او د سولې له ټینګښت څخه یې ملاتړ څرګند کړاو د جګړې په ټولو خواوو یې غږ وکړ چې سوله وکړي ترڅو نور په دې هیواد کې د وینې د توییدنې مخه ونیول شي.

حقمل سادات کابل افغانستان