افغان تجاران: د تاوان دپاره د تښتولو پېښو کاروبار پرېښودو ته اړ کړي یو

پېښور کې د قالین جوړونکي افغانان

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې افغان سوداګر/تجاران وايي، په وروستيو کې د ځینو تجارانو د تاوان دپاره تښتونو سخت ويرولي او پرېشانه کړي او کاروبار يې هم اغېزمن شوی دی. پېښور کې د افغان تجارانو ته ورپېښه دغه ستونزه په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر راپورته کړې او صوبايي حکومت ويلي، د دغه مسلې هوارولو هڅې به کوي.

د پېښور ښار په مشهور شعبه بازار کې د تيرو څو لسيزو راهسې د افغانستان سره تعلق لرونکي تجاران چې په لاسو د جوړ شوو ګران بيعه قالينونو کاروبار کوي، وايي په تيرو څو مياشتو کې د دغه بازار پينځه سوداګر د تاوان دپاره تښتول شوي او بيا د ډېرو پېسو ورکولو په بدل کې راخوشي شوي دي.

افغان سوداګر شکيل احمد وايي اوس یې په پېښور کې ګزران ګران شوی دی، دوکانداران د ويرې سره مخ دي او حال دا دی چې اوس د شپې د خپلو کورونو څخه هم نه شي وتلی.

"زمونږ ژوند ډېر تنګ دی يقين وکړئ چې دلته مازيګر شي دوکانداران دوکانونه بندوي حالانکې چې اوس ګرمي ده زمونږ لږ ډېر کار چې کيږي د لمر پرېوتو ورسته کيږي خو د ځان د ويرې په وجه مونږ ځو دوکانونه بندوو".

افغان تاجران وايي نزدې دوه هفتي وړاندې شعبه بازار کې د قالين کاروبار کوونکی يو سوداګر د فقير اباد تاڼې د حدودو نه اغوا کړی شوی وو او اوس د دروند تاوان ورکولو وروسته راخوشی کړی شوی دی.

سوداګر وايي د تښتول شوي تاجر د کورنۍ نه اول د لس لکه امريکايي ډالرو غوښتنه شوې وه خو وروسته بيا ځینې سرچينو وي او اې ته ويلي چې دغه سوداګر په دوه کروړه روپو ورکولو راخلاص کړی شوی دی.

پېښور کې د افغان سوداګرو د تښتولو په مسله د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې تاوده بحثونه شوي دي.

د عوامي نيشنل پارټۍ پارليماني مشر سردار حسېن بابک تور لګولی دی، چې په پېښور کې په رڼا ورځ په سرکاري ګاډو کې کسان راځي، کسان تښتوي او بيا ترې په کروړونو روپۍ تاوان غواړي.

بابک ويلي، "مونږ په دې خبره خبر يو چې دا اغوا کوي څوک دا جوړ توړ ورسره څوک کوي، دا پېسې د افغانانو نه څوک اخلي، مونږ پرې خبر يو، زه به ګزارش وکړم چې حکومت دې یوه اعلا سطحي کميټي جوړه کړي او ما دې وغواړي ځه به راشم په وړاندې به یې دغه خبره وکړم".

نوموړې زياته کړې ده چې زه ميډيا ته هم خواست کوم چې په انساني بنيادونو باندې په دې خاوره د پښتون افغان سره کوم ظلم روان دی دغه خبره دې راپورته کړي.

پېښور کې په ځانګړې توګه د قالين کاروبار کوونکي افغان تاجران وايي په تيرو اووه مياشتو کې تښتول شوو سوداګرو کې يواځې د دوو مقدمې درج شوي او پاتې نور د ويرې له امله دغه خبره ښکاره کوي هم نه، او په خپل سر يې د تښتوونکو سره خبره هواره کړې ده.

احمد جان ناصر نومې يو بل سوداګر وايي د اغوا د پېښو له کبله د قالين کاروبار يان د ذهني فشار سره مخ دي او اوس په خلاص مټ د سوداګرۍ جوګه نه دي پاتې.

دوی وايي، يو شمېر تاجرانو خپل کاروبارنه ترکي، مينځنۍ ايشيا او يا پنجاب ته منتقل کړه.

"ټول په ويره کې دي، کاروبار يو نه شي کولی دوی اوس د کاروبار غم وخوري که د خپل ټينشن يا پرېشانۍ غم وخوري چې ما به اوس وچتوي او وړي به مې، د خلکو سره ډير تکليف دی څوک وايي لاهور ته به لاړ شم کراچۍ ته به لاړ شم پېښور پريږدي د افغانستان قالين دلته راځي او د پاکستان په ليبل بيا ځي خارج ته او پاکستان ته پري ډالرې راځي مونږ ټول قالين والا ډير پريشانه يو".

په صوبايي اسمبلۍ کې د افغان سوداګرو د تاوان دپاره تښتولو پېښو ته په ځواب کې صوبايي وزير شوکت يوسفزي ويلي دي چې هر وګړي ته تحفظ ورکول، د حکومت زمه واري ده او دا چې د افغان تاجرانو د اغوا په اړه به د صوبي پوليس مشر نه رپورټ طلب کولی شي او جاج به يې اخستلی شي.

نوموړي زياته کړې چې کوم کسان په دې پيښو کې ککړ دي پرضد به يې کوټلي ګامونه پورته کولی شي.