رپورټ: افغان ترجمانان وايي د طالبانو د انتقام ویرې سره مخامخ دي

د اپرېل په دریشمه نېټه په کابل کې پخواني ترجمانانو د امریکې او نېټو په ضد احتجاج کې دغه تصویر پورته کړی و. دا تصویر ای پي خبري ادارې نشر کړی

په افغانستان کې د امریکايي او نړیوال ځواکونو سره ترجمانۍ او نور خدمات ترسره کوونکي په زرګونو افغانان د دې ویرې ښکار شوي چې د نړیوال ځواکونو د وتلو وروسته دوی د طالبانو د انتقامي ګامونو هدف کېدلی شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې د یو افغان ترجمان ایازالدین د حال ذکر کړی دی چې امریکايي عسکرو یې د خدماتو ستاینه کړې او د دې باوجود ورته د امریکې ویزه نه وه ورکړی شوي.

ایازالدین هلال د امریکاي پوځیانو سره په ختیځ افغانستان کې د ترجماني کړي او هغه ته د امریکاي پوځ د پلاټون کمانډر لخوا د مړانې ډک سفارشي خط او د خدماتو په سر یو جایزه ورکړل شوې ده. خو بیا هم چې کله ایازالدین هلال د افغانستان نه امریکې ته د خپلې کورنۍ سره تګ او هلته متسقل استوګنې لپاره د ځانګړې وېزې درخواست وکړو،‌ نو هغه ته ویزه ورنه کړی شوه.

اوس په داسې حال کې چې امریکايي او نړیوال ځواکونه دافغانستان نه د وتلو تیاری کوي، ایازالدین او د هغه په شان په زرګونو نور افغانان چې د افغانستان په جنګي کوششونو کې یې د نړیوال ځواکونو سره مرستې کړي، ویره لري چې دوی به په افغانستان کې یواځې پرېښودل شي او د طالبانو د انتقامي ګامونو سره به مخامخ شي.

د شپږو بچو پلار 41-کلن ایازالدین هلال وايي‌ د امریکې او نېټو ځواکونو سره کار کوونکي سویلین افغانان محفوظ نه دي. "طالبان مونږ ته ټیلي فونونه کوي او مونږ ته وايي‌ ستاسو مېرنی (ناسکه) ورور ډېر زر د ملک نه وتونکي دي او مونږ به تاسو ټول ووژنو."

د افغانستان نه د نړیوال ځواکونو د وتلو وروسته د ترجمانانو قسمت د یو غېریقیني حال سره مخامخ دی چې پکې په ممکنه توګه د ترهګرو خطرې او د ښځو لخوا ترلاسه کړل شوې ګټې شاملې دي،‌ که چېرته دغه ملک یو ځل بیا د اړي ګړي سره مخ کیږي.

د امریکاي حکومت او یا نېټو سره د ترجمانانو په توګه کار کوونکي او نور سویلین یا غیر پوځي کار کوونکي د امریکې د مهاجرت ځانګړې وېزې ترلاسه کولی شي. د عراقیانو لپاره د یو پروګرام وروسته د افغانانو لپاره د ویزودغه پروګرام په 2009 کې شروع کړی شوی و.

د ویزو په دغه دواړه پروګرامونو نیوکې کیږي چې د درخواست کوونکو پوره امنیتي معلوماتو ترلاسه کولو په بنیاد د دې عمل ډېر اوږد او پیچیده دی او د کرونا واېرس او ددې احتیاطي ګامونو له کبله دا نور هم سخت شوی.

د امریکې د خارجه چارو وزیر اېنټني بلېنکن تېره میاشت خبریالانو ته وېلي وو چې امریکا به د افغان ترجمانانو او نورو هغه سویلین افغانانو سره مرستې کوي چې د خطرو باوجود یې د دوی سره په جنګي کوششونو کې مرستې کړي. د باېډن انتظامیې د افغانستان لپاره د مهاجرت وېزو ځانګړي پروګرام بیا کتنه شروع کړې او په دغه ویزو کې د وروستووالي او د رد کوونکو ویزو چېلنج کولواهلیت کتنه کوي.

د بایډن انتظامیې لخوا د وېزو ځانګړي پروګرام ته د بیا کتنې په وخت د امریکاي او نړیوال ځواکونو سره پاتې شوي ترجمانان،‌ چې په عامه توګه یې خپله پېژندګلو پټه ساتلې، اوس زیات د خلکو په نظر کې راځي او په دې یره کې دي‌ چې د دوي سره به څه کیږي که چرته طالبان په واک کې راځي.

د نړیوال ځواکونو سره کار کوونکو افغانانو لپاره اواز پورته کوونکې یو ډلې، ‌No One Left Behind بنیاد اېښودونکی،‌مېټ زېلر وايي افغانستان کې د کال 2016 راهسې لږ تر لږه 300 ترجمانان وژلی شوي دي او طالبانو دا خبره په ډاګه کړې چې دغه کسان به په راتلونکې کې هم په نښه کولی شي. مېټ زېلر په افغانستان کې د امریکاي پوځي افسر په حېث هم خدمات ترسره کړي.

زېلر چې اوس د امریکې یو ادارې Truman National Security Project سره کار کوي، وايي طالبان افغان ترجمانان د اسلام دښمنان ګڼي او دا چې د هغوي لپاره هېڅ رحم نشته.

د امریکې د کانګرېس غړو او پخواني پوځيانو هم د خپل ملک په حکومت باندې زور راوړی چې د افغان ترجمانانو لپاره د ځانګړي وېزو ترلاسه کولو عمل تېز کړي چې په عمومي توګه باندې د درې کالو نه زیات وخت اخلي.

د امریکې خارجه وزارت ویاند نېډ پراېس د می په لسمه نېټه وېلي وو چې کابل کې د امریکې سفارت د ځانګړو وېزو پروسې تېزولو لپاره په عارضي توګه عمله کې زیاتوالی راوستی.

د دسمبر په میاشت کې کانګرېس د افغانستان لپاره په دغه ځانګړو وېزو کې 4000 وېزې زیاتې کړې وې.‌ ددغه اضافې سره د ځانګړو وېزو ترلاسه کوونکو افغانان شمېره 26,500 ته رسېدلې وه څوک چې د خپلې نزدې کورنۍ د غړو سره امریکې ته د مستقل استوګنې لپاره مهاجرت کولی شي. په دغه وېزو کې نیم په نیمه ویزې ورکړل شوي او د 18,000 درخواست کوونکو افغانانو د وېزو عمل اوس هم روان دی.