طالبان وايي د افغان حکومت ۸۴۵ بندیوان یې ازاد کړي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

طالبانو ویلي د افغان حکومت ۸۴۵ بندیوان یې ازاد کړي دي او د امریکې سره د سولي لوظنامې سره سم د ۱۵۵ نورو بندیوانانو په خوشي کوولو کار دوام لري.

په قطر کې طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د زیارت، پنجشنبې، په ورخ وي او ای ته افغان حکومت سره د قیدیانو د تبادلې په اړه معلومات شریک کړل او ویې وېل طالبان د امن معاهدې پابندي کوي.

خو د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي چې په منځني ختیځ او په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري وايي طالبان د امن معاهدې دلاندې خپلې ژمنې نه پوره کوي او د افغانانو خلاف تشدد ته یې دوام ورکړی دی.

د وايس اف امریکې خبریالې کارله بېب سره خصوصي مرکه کې جنرل مېکېنزي وویل طالبانو د القاعده او داعش خلاف هم لا مثبت ګامونه نه دي اخیستي.

د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي

جنرل مېکېنزي وویل طالبانو سره د امن معاهد وروسته بین الافغاني مذاکرات شروع کېدونکي وو خو دغه بهیر د غیریقیني حالاتو سره مخامخ شوی دی.

سهیل شاهین وویل د ټولو طالب زندانیانو د ازادېدو بغیر دا امکان نشته چې بین الافغاني مذاکرات په شروع شي. هغه ټاکل شوي وه چې امریکې سره د شوي لوظنامې دلاندې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب قیدیان ازادوي خو تر اوسه یې ۴۰۵۰ قیدیان خوشي کړي دي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د زیارت، پنجشنبې، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل بین المللي ټولنې غوښتنه ده چې په جرمونو کې ککړ قیدیان دې ازاد نکړی شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه ،چې په د نړیوالو غوښتنه داده ، چې دا بندیان په مختلفو جنايي او نورو لویو جرمونو کې ښکېل دي ، زموږ ماشومان یې وژلي نو له دې امله باید خوشي نشي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د قیدیانو د تبادلې په اړه د افغان حکومت او د طالبانو معلومات خپل منځو تضاد لري.

افغان مامورین وايي ۴۲۰۰ قیدیان یې ازاد کړي او طالبانو چې کوم بندیوان خوشي کړي دي هغه امنیتي عسکر نه بلکې زیاتره ملکي کسان دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین

طالب ترجمان سهیل شاهین دا خبره ردوي او وايي طالبانو چې د حکومت کوم کسان نیولي دي دوی د افغان پوځ او یا د پولیس غړي دي. هغه وویل افغان حکومت د امن بهیر ورو کوولو په خاطر دغه دلیل وړاندې کوي.

د وي او ای سره مرکه کې جنرل مېکېنزي وویل د امن معاهدې وروسته طالبانو په امریکايي او اتحادي ځواکونو د حملو نه ډډه کړې ده خو په افغانانو یې تشدد ته دوام ورکړی دی. هغه وویل که چېرې طالبان غواړي چې د افغانستان نه خارجي ځواکونه ووځې نو تشدد نه دې لاس واخلي، د افغان حکومت سره دې مفاهمت وکړي او القاعده او داعش ته دې په افغانستان کې ځای نه ورکوي.

د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته په افغانستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوي.

تیره هفته په سمنګان ولایت کې د افغان استخباراتو په دفتر حمله کې ۱۱ کسان ووژل شو او ۶۰ نور زخمیان شول. طالبانو د حةلې ‌مه واري ومنله.

سهیل شاهین وویل د سمنګان حمله د طالبانو په ضد د افغان حکومت د هوايي بمباریو په ځواب کې شوي ده. هغه وویل د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې په هوايي بمباریو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته هم زیان رسولی دی.