په افغانستان کې دپولیو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

دعامې روغتیا وزارت وايي په جنوبي حوزه کې له دې امله سږکال دپولیو د مثبتو پیښو شمیر زیات و چې دامنیتي ګواښونو له امله له ۵ کالوکم عمرماشوماتو ته دتیرمیلادي کال دمۍ میاشتې راهسې کورپه کورد پولیو واکسین رسول ستونزمن و

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي د هېواد د ٢٢ ولایتونو په ٣٢۴ ولسوالیو کې دپولیو پنځه ورځنی کمپاین د گل، دوشنبې، د ورځې څخه پېل شو.

دعامې روغتیا وزارت دپولیو دعامه پوهاوي دپروګرام مشر امرجان راسخ امریکا غږ ډیوې ته وویل په دې فرعي کمپاین کې به ۸ اعشاریه ۵ میلیونو هغوماشومانو ته چې عمرونه یې ترپنځوکلونو کم دي دپولیو ناروغۍ دمخنیوي لپاره دوه څاڅکي واکسین ورکول کیږي.

نوموړي وویل هغه سیمې چې زیاتره دپولیو دخطر سره مخامخ دي هغه دافغانستان ختیځ او جنوبي ولایتونونه دي په دې روان کال کې دپولیو له ۱۶رامنځته شویو مثبتوپښو څخه ۱۵ یې په جنوبي ولایتونو کې وې نومونږ ته جنوبي حوزه ډیره مهمه ده او هڅه داده چې دجنوبي په ټولو ولایتونو کې دپولیو کمپاین تطبیق شي.

دعامې روغتیا وزارت وايي په جنوبي حوزه کې له دې امله سږکال دپولیو د مثبتو پیښو شمیر زیات و چې دامنیتي ګواښونو له امله له ۵ کالوکم عمرماشوماتو ته دتیرمیلادي کال دمۍ میاشتې راهسې کورپه کورد پولیو واکسین رسول ستونزمن و.

دپولیو دعامه پوهاوي دپروګرام مشر امرجان راسخ وايي، اوس هم په جنوبي ولایتونو کې ماشومانو ته کورپه کور دپولیو واکسین رسولو پروړاندې وسله وال طالبان مخالفت کوي.

نوموړی وايي وسله والو مخالفینوپه یوې اعلامیه کې دا ځل ترخپل کنټرول لاندې سیمو په روغتیايي مرکزونو کې دپولیو کمپاین عملي کیدو ته اجازه ورکړې خو داځکه موثره نه دی چې ډیرکورنۍ دپولیو واکسین په اهمیت دنه پوهیدو له امله ډیرۍ ماشومان دپولیو څاڅکو څخه بې برخې کیږي.

دعامې روغتیا وزارت وايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې ۲۱ ماشومان دپولیوپه ناروغۍ اخته شوي و او دپولیو دا مثبې پیښې په یوشمیر هغو سیمو کې رامنځته شوې هم وې چې دپولیوکمپاین ترپوښښ لاندې وې.

دپولیو دعامه پوهاوې دپروګرام ادارې ویلي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دپولیو ناروغۍ ترډیره په کنټرول کې راوستې ده او روان کال له پیل څخه تراوسه پورې دپولیو ۱۶ مثبتې پیښې په هغو سیمو کې ثبت شوي چې د امنیتي ستونزو له امله ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی رسیدلی.

دروغتیا وزارت دمعلوماتو پربنسټ په روان کال کې تراوسه له ۱۶ مثبتو پیښو څخه چې په افغانستان کې رامنځته شوي ۸ یې په ارزګان ولایت کې په هلمند کې۵ کندهار کې۲ او یوه دپولیومثبته پیښه په کنړ ولایت کې رامنځته شوې ده.

داقغانستان عامې روغتیا وزارت د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو له عامو ولسي خلکو څخه غوښتنه وکړه چې دپولیو کمپاین په عملي کیدو کې ورسره مرسته وکړي ترڅو ماشومان دپولیو یا کوزڼ ناروغیو څخه وژغورل شي.