اشرف غني: "که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو"

افغان صدر دا خبره واضحه کړه چې د انتخاباتو بغیر به بل چا ته واک وه نه سپاري. "خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم."

د افغانستان صدرمحمد اشرف غني ویلي که چېرې طالبان تیار وي نو افغان حکومت هم "سبا" انتخاباتو ته تیار دی.

د ارګ ترمخه اشرف غني د نهې، سه شنبې، په سهار په خارجه وزارت کې ”د خارجي سیاست لومړیتوبونه او د هیواد د ډيپلوماسۍ دستګاه کې اصلاحات“ په موضوع غونډې ته وویل "که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو."

افغان صدر دا خبره واضحه کړه چې د انتخاباتو بغیر به بل چا ته واک وه نه سپاري. "خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم."

افغان صدر د انتخاباتو په اړه دغه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د افغان حکومت او د طالبانو د ځنډ ښکار خبرې په وړاندې بوتلو دپاره امریکې نوي تجاویز وړاندې کړي دي.

په دغه تجویزونو کې په افغانستان کې د موقتي حکومت قیام هم شامل دی چې د نویو انتخاباتو او د نوي ايين یا د اساسي قانون د جوړېدو سرپرستي به کوي.

کتل به وي چې طالبان او یا امریکا د صدر غني د انتخاباتو په اړه ورستۍ څرګندونو ته څه ځواب وايي؟

د ارګ په وېب پاڼه د بیان ترمخه افغان صدر د خارجه وزارت غونډې ته وویل په افغانستان کې د پایداره او عادلانه سولې دپاره د افغان حکومت د تګلارې هدف " ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې طرفي، اتصال، عادلانه او پایداره سوله ده، رسېږو."