پر امرالله صالح د برید په ملي او نړیواله کچه غندنه شوي 

د کابل په پروني برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰ ډېر ټپيان شو

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان باندې برید په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راپورته کړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني،د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش،د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله،د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ، طالبانو سره د خبرو دپاره د حکومت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او یو شمېر نورو چارواکو دغه بریدونه وغندل او زیاته کړي یې ده ، چې دا د سولې دښمنانو کار دی او د سولې بهیر د تاوتریخوالیو ژر تر ژره ختمیدو ته اړتیا لري.

په نړیواله کچه د قطر حکومت، پاکستان ، په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ،کابل کې د فرانسې سفارت، د ناټو ملکي استازي، سټیفانو پونټیکروو،د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي، محسن دوړ او په دې وروستیو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه بریدونه وغندل زیاته کړي یې ده ، چې کله د سولې خبرې نږدې کېږي یو شمېر ورانکاري په وارخطایي هڅې کوي چې دا تاریخي فرصت ګډوډ کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد امریکا غږ ډيوه راډيو ته په یو غږیز پیغام کې وویل چې دا کار د افغانستان د دښمنانو کار دی او دا حمله هم د هغو کسانو کار دی چې له جمهوریت سره مخالفت کوي.

ښاغلي مراد زیاته کړه: (( له سولې مخکې په افغانستان کې د یوې ګډوډۍ، انارشۍ د مشرانو د له‌ منځه وړلو او په افغانستان کې د هغو کسانو په نښه کولو لپاره اقدامات کېږي چې د جمهوریت ټینګ مدافع دي، د ملي ګټو مدافع دي، دا په خپله واضح کوي چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د دې برید تر شا دي.))

که څه هم د افغان دولت وسلوالو مخالفینو (طالبانو) په دغه برید کې لاس لرل رد کړي ، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون پر ټویټر ولیکل چې په دې حمله کې له (ار.ډي.اېکس.اېچ.اېم.اېس) موادو کار اخیستل شوی دی او دا مواد او د حملې نوعیت هغو حملو ته ورته دی چې مخکې له دې یې حقاني شبکې مسؤلیت منلی دی.

سیاسي شنونکي وايي، په دې حساسو شرایطو کې چې هم د سولې خبرې رواني دي او هم دا ډول بریدونه ترسره کیږي دا د سوې پروسې د تخریب په معنا دي.

د سیاسي چارو شنونکي صفت صافي له امریکا غږ ډيوه راډيو سره په خبرو کې وویل ، چې دغه ډول بریدونه له وسلوالو طالبانو سره د سولې مذاکرات ځڼډوي ، خو د خوښۍ ځای دا دی ، چې طالبانو ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

هغه زیاته کړه: ((طبعي خبره ده ، چې د داسې بریدونو هدف د افغانستان د سولې پروسې متاثره کول، روان پرمختګونه په دغه پروسه د تاثیر لاندې راوستل او په ټوله کې دغه پروسه د یو ځڼډ سره مخ کول دي. خوشبختانه چې ددې برید څخه د ښاغلي صالح روغ وتل د سولې په پروسه باندې تاثیر محدودوي ، اما مهمه داده ، چې د سیاسي اړخ څخه د طالبانو اعلامیه مهمه ده ، او د سولې په پروسه ددغه برید اغیزه محدودوي.))

تر دغه برید وروسته طالبانو په یوې اعلامیې کې وویل ، چې دوی په دې برید کې لاس نه ‌لري.

د کابل په پروني برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰ ډېر ټپيان شول.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په دې برید کې برسېرن زخمي شوی دی.