د افغانستان، پاکستان او چين خارجه وزیران په کابل کې په ګډه تګ لاره سلا شوي

چین، افغانستان او پاکستان په سيمه کې د امنيت خوندي کولو لپاره درې اړخيزه مفاهمت لاسلیک کړی او په طالبانو يې په ګډه غږ کړی د صولې خبرو ته دې کښیني.

د درې واړو هېوادونو خارجه وزيرانو تیره ورځ په کابل کې د خپلې دويمې ناستې په وخت په سيمه کې د امنيتي همکارۍ او اقتصادي ترقۍ لپاره خپلې ژمنې عملي کولو باندې ټينګار کړی.

چين تېر کال د پاکستان او افغانستان ترمنځه د اړيکو سمولو په خاطر هم دغسې لومړۍ غونډه کړې وه چې څيړونکي ګڼي د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ورسره ډېر ښه والې راغلی.

د کابل د غونډې وروسته د چين خارجه وزير وانګ يې ګډ خبري کانفرنس ته ويلي، چين غواړي د افغانستان او پاکستان ترمينځه تاؤ تريخوالی کم شي او په سيمه کې تل پاتې امن او اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.
د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي غونډې ته وېلي داعش، مشرقي ترکستان تحريک او اسلامک مومنټ اف ازبکستان داسې ترهګرې ډلې دي چې د ټولې سيمې امن يې د خطر سره مخ کړې او دوي له به په ګډه ماتې ورکول وي.

نوموړي زیاته کړې مونږ د ترهګرۍ د مخ نيوي او د امنيت د خوندي کولو لپاره يوه ګډه تګ لاره لاسلیک کړه چې د امن په لور يو پياوړې ګام دی او زما په فکر په دې کار به مونږ هغه څه ترلاسه کولو کې بريالي شو کوم چې زمونږ ګډ مرام دی.
چينايي چارواکي اندېښمن دي د افغانستان بدامني به د چين په غربي سينکيانګ صوبه کې ايسټرن ترکستان اسلامک مومنټ ترهګره ډله ډاډه کړې. د چين سينکيانګ صوبه د پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي يو وارې بيا د افغانستان په اړه د خپل هېواد ژمنې تکرار کړې او زیاته يې کړه پاکستان په افغانستان کې د سياسي جوړجاړي ملاتړ کوي خو دغه په افغان مشرتابه پورې اړه لري چې په خپل هېواد کې د جنګ د ختمولو لپاره څه ډول سياسي جوړ مفاهمت غواړي.
د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني غونډې ته په وېنا کې په پاکستان یو وارې بیا غږ وکړو چې د سولې په لړ کې عملي ګامونه پورته کړي او طالبان د خبرو اترو مېز ته راوستو کې خپل رول ولوبوي. نوموړي يو وارې بيا په پاکستان تور ولګو چې په خپله خاوره ترهګرو ته پناه ورکوي.

نوموړي ووېل: " په دې سيمه کې ځنې ترهګرې ډلې د ګاوڼدي هېوادونو په مرسته افغانستان کې ترهګري کوي، مونږ غواړو چې د پاکستان په څېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د امن لپاره زمونږ ملاتړ وکړي او د تشدد په کمولو کې زمونږه سره مرستې وکړي، چې په پوره افغانستان کې امن ته لار هواره شي".

د افغانستان خارجه وزير د تورونو په ځواب کې د پاکستان خارجه وزير سخت غبرګون وښود او وه یې وېل په يو بل د تورونو لګولو او يو بل ته ګوتې نيولو نه هېڅ نه جوړيږي. مونږ له مثبت ګامونه اخستل پکار دي، د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته ډېرې وينې توي شوي، ډېر مرګونه وشول وس وخت راغلی چې يو بل ته د ګوتې څنډولو پر ځاېې د امن لپاره ګډه همکاري وکړی شي".

د غونډې وروسته د چين او پاکستان خارجه وزيرانو افغانستان له بلنه ورکړه چې د چين او پاکستان اقتصادي لارې يا سي پېک کې ملګری شي. چين د دغې منصوبې لاندې په پاکستانکې په اربونو ډالرې لګوي چې د چين د ګلوبل بېلټ روډ انېشېټېو برخه ده.

چين ويلي د سړکونو او رېل ګاډو پټړۍ به افغانستان ته هم خوروي چې ورسره به په دغه جنګ ځپلي هېواد کې اقتصادي پر مختګ وشي.
د افغانستان خارجه وزير رباني ويلي د دغه درېو واړو هېوادونو دريمه غونډه به راتلونکې کال له په پاکستان کې کېږي.