افغانستان: ډیموکرېسي او طالب مفکوره په تاریخي سیالۍ کې

د افغانستان د صدارت د څوکۍ لپاره په اخري نومونو کې اته اميدواران پاتې دي خو د جلسو او انتخابي کمپين نه څرګنديږي مقابله هم د دريو اميدوارنو په منځ کې ده

په ټول افغانستان کې د انتخاباتو د قانون سره سم د صدارت اؤ د ولايتي شورا ګانو د پاره د اميدوارانو تر منځ روان کمپين ودرولی شوی. او وس د شنبې يا هفتې په ورځ ووټ اچولو ته انتظار دې. د ډيرو انديښنو برعکس طالبان جنګيالي ونه توانيده چې يا خو کوم غټ بريدونه وکړي ترڅو د انتخاباتو عمل يا خو په ځاېۍ ودروي او يا ېې ډيراغيزمند کړې- د کابل ښار په مينځ کې د سېرينا هوټل د بريد په ترڅ کې څه خارجي موسيسې چې د انتخاباتو د شفاف عمل کتنې ته يې خپل غړي ليږلې ووبیرته وبلل. رپورټونه وایې دې ځل د امنيت له ويرې هم او د امريکه او د امريکه د پلويانو د صدر حامد کرزۍ سره د ښه تعلق د نيشتوالي په وجه بهرني څارونکي او ژورنالسټان د افغانستان تر ټولو مهمو انتخاباتو په موقع د دغه هيواد سفرنه کوي-
که يوخوا بهرني څارونکي د امنيت له ويرې افغانستان ته نه ځي خو د بلې خوا د افغانستان ځوان کول دې ځل په انتخاباتو کې د برخې اغستو د پاره د تير په پرتله ډير متحرک دي. او هم دغه شان په بيلا بيلو ولايتونو او ولسوالوکې د اميدوارانو لخوا جوړې شوې غونډې ښایي، د تير انتخاباتو په نسبت دې ځل د ووټ اچولو شرح به که ډيره نه وي نو کمه به هم نه وي. په سوشل ميډيا که ټويټر وي او که فيس بک - د اميدوارانو پلويان په جوش و جزبه کې لګيا دي - نه يواځې د خپل اميدوار په مرسته نوې نوې پوسټونه او ټويټس خپروي - ولې عام اولس هڅوي بايد د ووټ په ورځ ځان ووټ اچولو ته ورسوي ـ په ټويټر يو افغان ځوان ليکي -
که مې څوک سر پريکړي او که ګوتې ووټ اچولو ته به ضرور ځم
په فيس بک يو بل ډير تا ثيراچونکې پوسټ خور شوې چې پکې د افغانستان انتخابات د هيواد د راتلونکي او امنيت ضمانت ورکوي. په يو پوسټ کې د افغانستان په درې رنګه بيرغ کې سپينه کونتره ځنګول شوې ښودلې شويده چې پيغام یې هم دغه دې که ووټ واچوۍ د هيواد امن اؤ ثبات خوندي کولې شۍ.
د افغانستان د صدارت د څوکۍ لپاره په اخري نومونو کې اته اميدواران پاتې دي. دوي غواړي د اولس د رایی په سر ځان ارګ ته ورسوي. خو د جلسو او انتخابي کمپين نه څرګنديږي مقابله هم د دريو اميدوارنو په منځ کې ده.

ډاکټر عبدالله عبد الله چې د پخواني قماندان او د افغانستان د دفاع پخواني وزير احمد شاه مسعود کلک ملګرې پاتې دې



ډاکټر عبدالله عبد الله چې د پخواني قماندان او د افغانستان د دفاع پخواني وزير احمد شاه مسعود کلک ملګرې پاتې دې. څيړنکاران وایې عبدالله عبدالله د تير جهادي تاريخ په سر ځان د افغانستان د راتلونکي صدر د پاره تر ټولو قوي اؤ مناسب اميدوار بولي. د ډاکټرعبدالله عبدالله شا ته د شوراء نظار پلويان په کلکه ولاړ دي او د نورو سيمو سره سره د پنجشير ولايت خپل مظبوط مرکز لري.

ډاکټر زلمې رسول چې د افغانستان په سياست ډيره تجربه لري هم په مهمو اميدوارانو کې شمارل کيږي. که څه هم د قندهار د سيمې نه دي خو عمر يې يا خو د هيواد نه بهر او يا بيا په کابل کې تير کړې. مورنۍ ژبه یې پښتو ده خو په ويیلو کې يې ډير مشکل لري- او بله دا چې په کال ۱۹۴۲ کې ځيګيدلې خو لاتراوسه يې واده نه دې کړې. دغه دوه خبرې کيدلې شي په انتخاباتو کې ډيره اولسي مرسته ترلاسه ورکړې. ولې د صدر کرزۍ پلويان یې تر شا ولاړ دي. دغه به څومره اثر ولري دا به د انتخاباتو له نتيجو نه واضحه شي.

ډاکټر زلمې رسول چې د افغانستان په سياست ډيره تجربه لري هم په مهمو اميدوارانو کې شمارل کيږي



ډاکټر اشرف غني چې په نړې کې د يو اقتصاد پوه او يو دانشور په حيث پيژندل کيږي. د غني پلويان په سوشل ميډيا تر ټولو زيات ښکاري. او که د انتخابي جلسو هم يوه جايزه واغستې شي نو ډاکټرغني ته جوړې شوې غونډې تر ټولو غټې او منظمې ليدل کيږي.
ډاکټر غني دريز لري چې د روسي ځواکونو پرضد ټول افغان ملت پاڅون کړې وو او کومه جهادي ډله فقط په دې دليل چې جهاد یې کړي ترتله په قدرت کې پاتې شي هيڅ دليل نه لري.

ډاکټر اشرف غني چې په نړې کې د يو اقتصاد پوه او يو دانشور په حيث پيژندل کيږي.


افغانستان امنيتي ستونزې لري خو که وکتل شي پاکستان په تير شوې انتخاباتو کې د ترهګرۍ زياتې پيښې وليدې په مقابله د افغانستان د انتخابي کمپاېن. دا به هم وخت وښایي چې د افغانستان د صدر د پاره انتخاب په ړومبي پړاو کې څوک پنځوست فيصده رایۍ وړې شي او کنه دویم پړاو ته به مقابله وځنډيږي.