کابل: پاکستان به ډېر ژر د فاټا سیمو د خلکو له غبرگون سره مخامخ شي

افغان حکومت به ډېر ژر د فاټا بل په اړه خپل رسمي دریځ څرگند کړي

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې ډېر ژر به له خیبرپښتونخوا سره د فاټا د ورگډېدو په اړه د پاکستان د پارلېمان د وروستي گام په وړاندې رسمي غبرگون وښایي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د چارو مرستیال محمد یعقوب احمدزي وي او اې ډيوه ته وویل چې د افغانستان حکومت، او په خاص ډول د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت به ډېر ژر یو پرېس کانفرانس جوړ کړي او په هغه کې به د فاټا یا آزادو قبایلي سیمو د برخلیک په باب، د پاکستان وروستۍ پرېکړې ته رسمي غبرگون څرگند کړي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي، فاټا سیمه یوه "متنازع فیه" سیمه وبلله چې په اړه یې یو اړخیز تصمیم نشي نیول کېدای. ښاغلي احمدزي، فاټا داسې سیمه وبلله چې لا تر اوسه په رسمیت نه ده پیژندل شوې او زیاته یې کړله چې پښتون قام په ډیورنډ کرښې په دوه برخو وېشل شوی دی او په کار ده چې د فاټا د برخلیک په اړه هم باید د دواړو غاړو له قومي مشرانو پوښتنه شوې وه.

محمد یعقوب احمدزی - د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال

د ښاغلي احمدزي په وینا، د فاټا خلک په خپل پخواني عنعنوي نظام چې تر اوسه یې لرلی دی، خوشحاله و، او په فاټا کې یې د پاکستاني پوځیانو پر شتون هم نیوکې کړې وې.

خو بل پلو، د پاکستان د سپریم کورټ یو وکیل او د قامي وطن پارټي سیاستوال، سلیم خان، دوه ورځې مخکې وي او اې ډېوه ته وویل چې د افغانستان خلکو ته نه ده په کار چې په داسې موقع کې خپل مخالفت وښایي. سلیم خان زیاته کړه چې پښتانه درې ځایه ویشل شوي، او که دا درې برخې پښتانه یو ځای کېدای شي، باید ورسره ملگرتیا وشي.

هغه همدا راز وویل چې "د خیبر، د اورکزو، د باجوړ، د کورمې، د وزیرستان عام ولس ټول" په دې فیصله خوشحاله دي چې فاټا دې په خیبرپښتونخوا ورگډ شي.

خو د افغانستان د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت مرستیال، محمد یعقوب احمدزی بیا وایي چې له خیبرپښتونخوا سره د فاټا گډېدو ته، د پېښور پښتانه خوشحاله دي، نه د اوو ایجنسیو خلک.

د افغانستان حکومت پخوا په وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر شتون هم کلک اعتراض ښودلی و. افغان څېړونکی، غفور لېوال وایي پاکستان د ترهگرۍ د ځپلو په پلمه، خپل پوځ آزادو قبایلي سیمو کې ځای پرځای کړ او هدف یې د همدې سیمو لاندې کول و.