ناټو: طالبان دې پسرلني عملیات نه اعلانوي او تشدد دې کم کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي په افغانستان کې د روانې جګړې د درولو لپاره یوازینۍ حل لاره د سولې خبرې کیدای شي.

ښاغلي سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي او ټینګار یې کړی چې سږني پسرلني عملیات اعلان نه کړي او همدا شان تاوتریخوالی کم کړي څو د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

سټولټنبرګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هر کلی هم کړی چې ویلي یې دي په افغانستان کې به جګړه په ذمه دارانه ډول پای ته رسوي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي"اوس ننګونه دا ده چې موږ د سولې خبرې لرو. موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. دغه خبرې کمزورې دي خو هغه په افغانستان کې د یوه تلپاتي سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لاره ده".

له طالبانو سره د شوې موافقې په اساس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته څو اونۍ پاتې دي، له دې کبله افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر او اوس بروکسل ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر ډیر مهم بلل کیږي.

بل اړخ ته د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمدالله محب بیا وایي افغان حکومت د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د ترکیې د را روانې غونډې په ګډون د هر راز هڅو او نوښت هرکلی کوي.

ښاغلي محب دا ویلي دي چې افغان حکومت له طالبانو سره د واک شریکولو په تړاو سیاسي جوړجاړي ته چمتو دی خو وایي روان کړکېچ د حل لار نه ده او په دې اړه د طالبانو او اوسني جمهوري دولت ترمنځ د نظر اختلاف ډېر پراخ دی.

ښاغلي محب دا خبرې داسې مهال کړي چې د راپورونو له مخې، ولسمشر غني په پام کې لري چې د ترکیې په غونډه کې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره د شپږو میاشتو په موده کې له وخت مخکې د ټاکنو د تر سره کولو یوه طرحه وړاندې کوي.

څېړونکي څه وايي؟

د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې موافقې په اساس امریکا باید تر ټاکلي نیټې پورې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وباسي چې د امریکایي ځواکونو وتلو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نه وتلو په اړه پریکړه نده شوي.

سیاسي څېړونکي د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل د جګړې د تداوم په مانا بولي او وایی که ناټو او امریکا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، په نورو لارو دې فکر وکړي.

د پوځي چار کارپوه عمر صافی وایي چې ناټو او امریکا دې د دې پر ځای چې خپل ځواکونه افغانستان کې پرېږدي، په کار ده چې په نورو لارو فکر وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېره د تېرو کلونو په نسبت کمه شوې ده، مګر اوس هم زرګونه پوځیان یې په افغانستان کې دېره دي

عمر صافي وي او اې ډيوه ته وویل: "د دوی پاتې کیدل په افغانستان کې د جګړې د تدوام به مانا دی. پر ځای د دې چې په افغانستان کې د پاتې کیدو فکر وکړي باید پدې فکر وکړي چې څنګه کولای شي د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي. یوازینی لاره دا ده چې سیاسي فشارونه وارد کړي په هغو اړخونو باندې کوم چې د جنګ د تمویل هڅې کوي."

خو یو بل سیاسي څېړونکی، منصور یوسفزی بیا د بهرنیو ځواکونو شتون د وخت اړتیا بولي او وایې که په اوسنیو شرایطو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دا هیواد به یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.

منصور یوسفزي له وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل: "د افغانستان وضعیت ته په کتلو سره دلته د ناټو او امریکایي ځواکونو حضور ډیر اړین او مهم دی، ځکه چې طالبانو چې د امریکا سره کوم تعهدات کړي ؤ هغه یې تر اوسه ندي عملي کړي. دوی ویلي ؤ چې تشدد به کموي او د ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي چې له بده مرغه کار تر اوسه ندی شوی."

د امریکا له‌ خوا د سولې د هڅو د ګړندي کېدو په ترڅ کې په پام کې ده چې د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د افغانانو ترمنځ د سولې یوه غونډه جوړه شي.

له دې وړاندې هم په مسکو کې د افغان سولې پروسې لپاره په مسکو کې یوه غونډه جوړه شوی وه چې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان په ګډون د افغان حکومت او طالبانو پلاوو هم په کې ګډون کړی و.