د نوو لارو پرانستلو د افغانستان اړتیا پاکستان ته کمه کړې

افغانستان د ګاونډي هیوادونو سره د نوو لارو په پرانستلو د نورې نړۍ سره تړل کيږي، د تجارت کچه يې ورځ تر بله په بره خیژي او د تجارت لپاره يې پاکستان ته اړتیا کمیږي.

نن د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د هرات د لارې د ترکمنستان سره د لاجوردو لار يې تازه بېلگه ده چې د افغانستان اولس مشر ډاکټر اشرف غني په لاس يې پرانسته وشوه.

ولسمشر اشرف غني دستورې ته په خپله وينا کې وويل چې افغانستان اوس د ١٧ کاله پخوانی افغانستان نه دی پاتې چې د سرحدونو د تړلو د گواښ سره مخ او يوازې وو. که څه هم اشرف غني د کوم گاونډي هېواد يا هېوادونو نوم وانه خستو خو په اشاره يې اوويل افغانستان ډوډۍ ته محتاج هېواد گڼل کېدو خو د نن افغانستان د نړۍ سره ونښلول شو.

که تاريخ ته وکتل شي نو د افغانستان تجارت او نور ضرورتونه زيات تره د پاکستان او تر څه حده د ايران د لارې پوره کېدل چې د حالاتو او د دې هېوادونو سره د سياسي اړيکو ته يې اړتيا وه. پاکستان په تېرو وختونو کې د افغانستان سره سرحدي لارې وخت په وخت تړلي چې په افغانستان کې به يې د خوراکي توکو او د ژوند د نورو ضرورتونو ستونزې رامنځ ته کولې.

د لاپېز لازولي يا لاجورد دا لوې لار، چې ويل کيږي ۴٠٠٠ زره کلنه زړه لار ده، بيا پرانستل به د افغانستان تجارت او تگ راتگ د ترکمنستان د لارې ترکي، اذربايجان جارجيا يا گرجستان سره وتړي چې د اولس مشر اشرف غني لويه کاميابي گڼل کيږي.

وړلډ بنک يا نړيوال بنک د کال ٢٠١٨ په رپورټ کې وايي افغانستان د کال د اکتوبر د مياشت پورې د امدن او ښه حکومتي اقداماتو په بنياد شپاړس درجې بره تلی دی. او ويلي يې دي دا کاميابي د حکومت او پرايويټ سيکټر د گډو کوښښونو بغير ممکن نه شي کېدلی.

د هند مالې، تجارتي او د ټېکنالوجي په مد کې مرستې د افغانستان په تجارت ښې اغېزې کړي چې ستاينه يې یوازې افغانستان نه بلکې د امريکا په ګډون نورو هېوادونو هم کړې ده. د هند سره د اير کاريډور يا د هوايی لارې تجارت د کال ٢٠٢٠ پورې تر دوه اربه ډالرو اټکل شوی.

د هند او افغانستان زمکنی تجارت نشته ځکه چې ياد هېوادونه گډې پولې نه لري او پاکستان يوازينی هېواد دی چې د افغانستان او د هند تر منځ د پل کار کولی شي. خو پاکستان د افغانستان دغه غوښتنه لا نه ده منلې چې د واهگه د لارې د هند سره تجارت پيل کړي. په جواب کې يې افغانستان د پاکستان هغې غوښتنې منلو ته نه دی تيار شوی چې پاکستاني مالونه د منځنۍ اشيا هېوادونو ته په افغانستان لار ورکړي.

د پاکستاني مالونو د ټولو لويه منډهۍ تر نزدې وختونو پورې افغانستان و چې تر دوه نيم اربه ډالره رسيدلی وو. خو د دواړه هېوادونو د خرابو اړيکو له کبله دا تجارت خوا و شا پينځه سوه ميلينه ډالرو ته راکم شوی او څېړنکار وايي دا امکان شته که حالات بدل نه شول نو د دواړو هېوادونو تر منځ به تجارت نور هم کم شي.

د سرحد چيمبرز اف کامرس مشر ذاهد شنواري وايي د ٨٠٪ تجارت د کموالي ذمه واري په اسلام اباد او کابل ده. د پاکستان وزير اعظم عمران خان د انتخابونو د گټلو وروسته اعلان کړی وو چې د گاونډي هېوادونو سره به د خلاصو پولو پاليسي په وړاندې وړي خو لا تر اوسه يې دغه ژمنه پوره کړې نه ده.

د افغانستان د چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز ناېب مشر خانجا الکوزۍ وايي ايران په کال ٢٠١٧-١٨ کې د افغانستان د تجارت غټ شريکوال پاتې شوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اربه ډالرو پورې تجارت شوی. د هند په مرسته افغانستان د ايران د چاه بهار سمندري بندر لاس رسی موندلی چې د افغانستان اړتيا يې په پاکستان تر ډېره حده کمه کړې ده.

تېره مياشت د چين سره د هوايي کارېډورد پرانستې دستوره شوې ده چې د افغانستان ٥٠ تجارتي کمپنيانې به تر درې مياشتو پورې د چينايي کمپنيانو سره په شريکه نوره اوچه مېوه شينگهايي او د چين نورو سيمو ته رسوي. د نومبر په شپږمه نيټه د هوايي لارې ٢٠ ټنه چلغوزي چين ته ولېږل شول چې د مارکيټ ارزښت يې نيم ميلين ډالره دی.