سروې: افغانستان د ولس د منفي احساساتو په لړ کې د دنیا خراب ترین ملک نه دی پاتې

په تېره یوه لسیزه کې په نړیواله کچه د خلکو په منفي احساساتو کې کمی شوی دی او افغانستان هغه هېواد نه دی پاتې شوی چې د ولس د منفي احساساتو په سبب د دنیا خراب ترین ملک و. دغه درجه افریقايي ملک ګېني ترلاسه کړه ده.

په امروزه ژوند کې د تجرباتو په بنیاد افغانستان د پخوا په شان مایوس کن نه وو خو بیا هم د ګېلېپ په فهرست کې د افغان ولس تجربات په دنیا کې د ټولو نه زیات منفي وو.

په دې فهرست کې افغانستان د کال ۲۰۲۱ او د کال ۲۰۲۳ کې د ۲۰۲۲ په مقابل کې څه بهتر وو خو د ۳۸ شمېرې سره افغانستان په دنیا کې د ټولو نه لاندې دی او ګېلېپ وايي د افغانانو اکثریت په غربت کې ژوند کوي.

د ګېلېپ سروې موندلي چې افغانان ژوند دومره خراب بیانوي چې داسې ګڼل کېږي چې په مصیبت کې ګېر دي.

سروې وايي که په افغانستان کې د ولس په احساساتو کې که څه بدلون شوی نو د سړو احساست ښه شوي دي.

د ګېلېپ په فهرستو په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کې د سړو کې ښو احساساتو کچه ۴۲ او د ښځو ۳۴ وه. په ۲۰۱۷ کې د مثبتو احساساتو په بنیاد افغانستان د دنیا تر ټولو خراب ملک و.

د افغانستان په شمول د دنیا د یو شمېر ملکونو د ولسونو د احساساتو په اړه دغه خبرې د سروې نړیوالې ادارې ګېلېپ د کال ۲۰۲۴ په رپورټ کې کړي دي.

د ګېلېپ ګلوبل ایموشنز یا د عالمي احساسات نومې رپورټ کې په امروزه ژوند کې د ولس د منفي او مثبتو تجرباتو کچه وړاندې کړی شوې ده.

په سروې کې په کال ۲۰۲۳ کې په ۱۴۲ ملکونو کې د ۱۴۶۰۰۰ کسانو سره مرکې او د هغوی د ورځني ژوند د تجرباتو په اړه پوښتنې شوې دي.

په ۲۰۲۳ کې د بالغ عمر ۳۶ فیصد کسانو وویل، د پرېشانۍ احساس لري. د مخکني کال نه دغه شرح درې درجې کمه وه خو لس کاله وړاندې دا کچه ۳۳ فیصد وه.

د ولس د منفي تجرباتو په بنیاد ګيني او اسرایل د افغانستان نه مخکي وو.

په کال ۲۰۲۱ کې په ګیني کې د پوځي بغاوت نه وروسته سیاسي غېریقيني زیاته شوې او د ګېلېپ د سروې ترمخه د منفي احساساتو په لحاظ په ۲۰۲۳ کې دا ملک په وړمبۍ درجه دی او ۵۳ فیصد خلکو يې منفي احساسات لرل. د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ ترمنځ په ګيني کې د پرېشانۍ په کچه کې ۱۰ فیصد اضافه شوې وه.

په اسرایل کې ګېلېپ خپله سروې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو دوه هفتې وروسته وکړه.

اسرایل د افغانستان او لایبیریا سره په یوه کچه ولاړ وموندل شو. په دریو واړو ملکونو د ولس د منفي احساساتو کچه ۴۷ فیصد وه.

په ۲۰۲۲ کې اسرایل د دنیا د هغو ملکونو څخه و چې د ولس د منفي احساساتو کچه په کې ډیره کمه وه.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې وروسته د اسرایلي ولس د منفي احساساتو کچه پورته شوه. د ګېلېپ سروې ښيي ۶۷ اسرایلیانو ویره، ۶۲ دباو یا فشار او ۵۱ فیصد اسرایلیانو خفګان محسوسولو چې د دغه ډول احساساتو غېر معمولي سطحې دي.