ولسمشرۍ ماڼۍ: پاکستان دې طالبانو سره خپلې اړیکې په افغانستان کې د امن دپاره استعمال کړي

افغان صدر اشرف غني

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او اسلام اباد باید له طالبانو سره له خپلو اړیکو په استفاده په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري مطبوعاتو ته په خپل بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شاه محمود قریشي د تازه څرګندونو په ځواب کې وویل پاکستان په خپله سیمه کې په طالبانو نفوذ لري نو اړتیا ده چې د افغان سولې پروسې لپاره لکه اوسنیو وختونو کې چې اړتیا ده ترې ګټه واخیستل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي وو چې د افغانستان لخوا دې نور په پاکستان د بد امنۍ تورونه نه لکول کیږي.

ښاعلی امیري دا هم زیاته کړه چې زیات شواهد شته چې له طالبانو سره د پاکستان ژورې اړیکې څرګندوي.

نوموړی وایي، اوس د دې وخت راغلی چې پاکستاني چارواکي د خبرو پرځای هغسې چې په وار- وار ژمنه کړې پر طالبانو له خپل نفوذه د پایداره سولې د ټینګښت لپاره کار واخلي.

ښاغلی امیري زیاتوي پاکستاني مقامات د افغانستان په داخلي چارو کې د لاس وهنې او د نظر حق نه لري.

پاکستان وايي په افغانستان کې د امن د بهیر ملاتړ کوي او طالبان د مذاکراتو میز ته په راوستلو کې کردار ادا کړی دی. پاکستان دا خبره هم ردوي چې طالبان یې په خپله خاوره پټن ځایونه لري.

که څه هم امریکا ته د ولسمشر سفر د دقیقې نیټې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ مالومات نه دي ورکړي خو د ویاند مرستیال ویلي دي چې متحده ایالاتو ته د ولسمشر غني سفر د مشترکو او دیپلوماتیکو اړیکو پر اساس د دواړو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

خو د هېواد په امنیتي وضعیت او پر حکومت د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو نیوکې زیاتې شوي چې هېواد کې د جګړې ډګر په تودېدو او په پرله‌ پسې ډول د ولسوالیو له لاسه وتلو سره ناامني او تاوتریخوالی د دې سبب شوی چې پر حکومت د خلکو نیوکې هم ډیرې شي.

د پوهنتون استاد او سیاسي څیړونکی هدایت الله پکتین وایي په دې سترګې نه شي پټیدای چې پاکستان له طالبانو سره اړیکې نه لري خو زیاتوي چې پاکستان د پخوا په څېر په طالبانو تاثیرګذاره ندي.

ښاغلی پکتین زیاتوي افغانستان به اوس کې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ضرورت لري په کار نده چې د دواړو هیوادونو تر منځ دا ډول توندې خبرې تبادله شي.

"هغه کوم پخوانی کنترول چې پخوا پاکستان په طالبانو درلود اوس یې نه لري خو له اړیکو څخه یې هیڅوک هم سترګې نه شي پټې کولی.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ګروپونو سره لیدلي دي.

د افغان پلاوي غړي غلام فاروق مجروح او د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي چې د تماس ګروپونو د راتلونکو غونډو پر ترتیب او څرنګوالي خبرې کړې دي.