د هندوستان پنځه لکه کرونا وېکسین افغانستان ته رسېدلي دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي چې د کرونا پیښې مخ په کمیدو دي خو ولې دا خطر باید داسې ونه ګڼل شي چې د کرونا ویروس له منځه تللی هغه په دې اړه وایي

د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د هند حکومت له لوري د کورونا ضد پنځه لکه ډوزه واکسین محموله کابل ته رارسیدلی.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، چې دغه واکسین ټاکل شوې ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي.

مجروح وايي، له هر څه وړاندې یاد واکسین د عامې روغتیا وزارت ۱۵۰ زره کارکونکو او له هغه وروسته هغه کسانو ته تطبیقېږي، چې عمرونه یې لوړ او په نور وژونکو ناروغیو هم اخته وي.

نوموړي وویل، د هند له لوري مرسته شوی واکسین اوس مهال د روغتیا نړیوال سازمان څخه د جواز اخستونکو واکسینو په کتار کې دی او تر راتلونکو ۱۰ورځو به جواز تر لاسه کړي.

مجروح وایي "چې WHO یوازینی هغه ادرس دی چې واکسین ته اعتبار ورکوي همدا واکسین همدا اوس په هندوستان کې د استفادې وړ دي

همدا واکسین د چین واکسینو نسخه ده په نیپال، بنګله دیش،دوبۍ، اماراتو، پاکستان او هندوستان کې استعمالیږي."

د هند له لوري مرسته شوی واکسین اوس مهال د روغتیا نړیوال سازمان څخه د جواز اخستونکو واکسینو په کتار کې دی او تر راتلونکو ۱۰ورځو به جواز تر لاسه کړي.

د هند سفارت مسولین وایي، چې خوښ دي چې له افغانستان سره په دې سخت حالت کې یې د کورونا په برخه کې مرسته وکړه.

روغتیا وزارت که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو بللی خو زیاته کړې یې ده چې هېوادوال باید د کرونا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي چې د کرونا پیښې مخ په کمیدو دي خو ولې دا خطر باید داسې ونه ګڼل شي چې د کرونا ویروس له منځه تللی هغه په دې اړه وایي.

له خبرداریو سره د روغتیا وزارت څيړنې ښيي چې یوازې ۳۰ سلنه خلک ماسک کاروي او ټولنیز واټن بیا ډېر کم مراعتېږي.

روغتیا پالان په دې باور دي چې یوازې د روغتیايې لارښونو په پام کې نیولو سره خلک د ګواښ او مرګ کچه کابو کولای شي.

بلخوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۲۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳ تنه مړه شوي او یو ۱۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي چې د کرونا ناروغي د عادي نه ګڼل کیږي.

دستګیر زیاتوي " تیره اونۍ سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلورو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي."له دې وړاندې هم هندستان له افغانستان سره د کرونا ویروس په لومړي پړاو کې ۷۵ زره ټنه غنم او ۵۰۰ زره کلوروکین ګولۍ مرسته کړې وه