امرالله صالح: طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې پالي

 ​د امریکا او طالبانو په تړون کې د هغو ژمنو په مقابل کې چې امریکا له طالبانو سره کړي له دې ډلې یوه لویه تمه دا ده چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي

د افغان ولسمشر لومړي امرالله صالح د فرانس 24 تلویزیون سره په مرکه ویلي دي چې القاعده په افغانستان کې عملآ د طالبان سره یو ځای جنګیږي

د صالح په خبره طالبانو ژمنه کړي وه چې د القاعده کوربتوب به نه کوي خو زیاتوي د طالبانو په لیکو کې اوس هم القاعده فعالیتونه کوي .

ښاغلي صالح دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه راپور پر بنسټ چې د فبروري په درېیمه خپور شوی کړي دي.

سیاسي او پوځي کارپوهان بیا وایی چې که طالبان د تروریستي ډلو څخه خپلې اړیکې قطع نه کړي نو امکان شته چې جګړې دوام پیدا کړي.

​د امریکا او طالبانو په تړون کې د هغو ژمنو په مقابل کې چې امریکا له طالبانو سره کړي له دې ډلې یوه لویه تمه دا ده چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

هغه څه چې افغانستان حکومت لوړپوړو چارواکو او سیاسونو او ځینو بهرنیو سیاستوالو په اند طالبانو نه‌ ده پر ځای کړې.

خو د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تازه طالبان د القاعده شبکې سره په اړیکو تورن کړي او وایي چې طالبان اوس هم د القاعده شبکې سره اړیکې پالي.

امرالله صالح د فرانس 24 تلویزیون سره یې مرکه ویلي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په اوس وخت کې هم 500 بهرني ترهګر چې اکثره یې له القاعده سره تړاو لري د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کوي.

ښاغلي صالح دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه راپور پر بنسټ چې د فبروري په درېیمه خپور شوی کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې طالبان او القاعده اړیکې لري او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د القاعدې او ورسره تړلي تر 500 کسان فعالیت لري.

د لومړي معاونیت د مطبوعاتو د دفتر غړی احمد ضیاء ورسجی وایي وسله وال طالبان له القاعدې شبکې سره د انساني جنایتونو ترڅنګ نورې اړیکې هم لري.

اوس نه تنها افغانستان بلکې دنیا په دې باور رسیدلي چې وسله وال له القاعدې سره نه شلیدونکي اړیکې لري.

نه تنها چې اړیکه یې له طالبانو سره نه ده پرې کړي بلکې لا ډیر زیات بشري ضد جنایتونه په افغانستان کې ترسره کوي"وسله وال طالبان له القاعدې شبکې سره د انساني جنایتو ترڅنګ نورې اړیکې هم لري.

په داسې حال کې افغان مذاکراتي پلاوی په دوحه کې د سولې لپاره د خبرو بیا پیل انتظار کوي.خو ولې طالبانو د خبرو پر ځای په سفرونو بوخت دي.

د طالبانو او القاعدې اړیکې تر اوسه پورې یو له بل سره نه دي پرې شوي."

سیاسي او پوځي کارپوهان بیا وایی چې که طالبان د تروریستي ډلو څخه خپلې اړیکې قطع نه کړي نو امکان شته چې جګړې دوام پیدا کړي او وخت په تیریدو سره به دوی په ډلو وویشل چې افغانستان به بیا د لوی ناورین سره مخ شي.

د پوځي چارو کارپوه عمر صافی وایي طالبان ظاهرآ قراین داسې ښیي چې دوی تمایل لري چې د دې ډلې نه لار بیلې کړي خو د دوی اړیکي پخوانۍ دي او ژر به پدې ونه توانیږي چې د دوی سره ټولې اړیکې په یو وار ختمې کړي.

ښاغلی صافی زیاتوي "‎که چیري د تروریزم او تروریستي ډلو نه ارتباطات قطع نه کړي د دې امکان شته چې جنګ دام پیدا کي اودا ورسته په ډلو وویشلي بلاخره افغانستان به دیو ستر ناورین سره مخ کیږي که طالبان هم ظاهري قراین داسي ښیي چې دو تمایل لري د دې ډلې نه خپل روابط قطع کړي نو د دې لپاره چې دا روابط ډیر پخواني ؤ او په یو وار وتل به هم ورته ګران کاري وي چې ټول روابط قطع کړي نو پدې اساس دوی هڅه کوي چې په نږدې وخت کې به د دوی روابط ورسره پرې شي‎"

د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ننګرهار ولایت لپاره د القاعدې د جلب او جذب د مسؤل د نیولو خبر ورکړ.

د اعلامیې له مخې د سید اکرام په نوم د القاعده نیول شوی غړی دوه میاشتې مخکې له سعودي عربستان ننګرهار ته تللی ؤ.

لدې وړاندې د 2020 کال د اکټوبر په 24 د القاعده یو لوړپوړی غړی د رسنیزو چارو مسول ابو محسن المصري چې په حسام عبدالرؤف مشهور و د غزني ولایت په اندړو کې وژل شوی ؤ او د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې مرستیال محمد حنیف مشهور په عبدالله د نومبر په 10 په فراه کې وژل شوی ؤ.

طالبانو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دې تازه څرګندونو ته څه ندي ویلي خو له دې وړاندې یې د امریکا او طالبانو تړون ته د وفاداره پاتې کیدو ژمنې کړي دي.

خو د امریکا د نوې ادارې په رامنځته کیدو سره امریکا غواړي له طالبانو سره د دوی لاسلیک شوی تړون وارزوي، تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې طالبانو له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو تر څنګ په خپلو نورو ژمنو وفا کړې یا نه.