طالبانو افغان مېرمنو ته د حجاب اغوستلو امر کړی دی

د انساني حقونو فعالان وايي په تېرو شلو کلونو کې چې د مېرمنو او انساني حقونو په برخه کې کوم پرمختګ شوی داسې ښکاري طالبان یې په شا بوتلل غواړي

طالبانو په کابل کې ځای په ځای پوسټرې لګولي دي چې مېرمېن دې ځانونه پټ ساتي. ای اېف پي خبري اداره وايي د جمعې په ورځ لګول شوي پوسټرې په مېرمنو د بندیزونو د طالبانو ورستی ګام دی.

ای اېف پي وویل د طالبانو امر باالمعروف ونهی عن المنکر وزارت دغه پوسټرې په دوکانونو او کېفیانو لګولي دي د برقعو تصویران پې هم جوړ دي.

د طالبانو د پوسټرو کوم تصویران چې ای اېف پي خپاره کړي پې لیکل شوي مېرمنې دې "حجاب او ای شرعي پرده باید مراعات کړي، ځکه دا د شریعت حکم دی."

ای اېف پي وايي تېر کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کولو وروسته د افغانانو او په خصوصي ډول د مېرمنو په ازادیو قدغنونه په زیاتېدو دي.

ای اېف پي وايي د امر باالمعروف و نهې عن المنکر د وزارت ورته د حجاب په اړه د پوسټرو لګولو تصدیق وکړو.

د وزارت ترجمان صادق عاکف مهاجر ای اېف بي ته وویل پوسټرې په دې غرض لګول شوي چې مېرمنو ته د پردی کولو حوصله ورکړه شي خو که څوک پې عمل نه کوي نه سزا به نه ورکړی کېږي.

ای ایف پي وايي په کابل هسې هم ښځې سرونه پټوي او د افغانستان په کلیوالو سیمو کې مېرمنې په عامه توګه برقعه اغوندي.

د یوهنتون یوې زدکوونکي ای اېف پي ته د هغې نوم نه څرګندولو په شرط وویل طالبان د خلکو په زړونو کې ویره خپروي.

زدکوونکي وویل په لومړي ځل یې چې د حجاب په اړه پوسټر ولیدلو نو ویرېده او فکر یې کولو چې طالبان به یې اوس وهل شروع کړي. "دوی غواړي چې برقعه واغوندم او هېڅ ونه ښکارم، زه به هېڅ کله داسې ونکړم."

طالبانو په مېرمنو پابندي لګولي چې محرم نه بغیر به سفر نه کوي.

د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نېشت والي نړیوالې ټولنې تشویش څرګند کړی دی او طالبانو نه د واکمنېدو نه پس مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل کې یو شمېر مظارهرې هم کړي دي.

د انساني حقونو فعالان وايي په تېرو شلو کلونو کې چې د مېرمنو او انساني حقونو په برخه کې کوم پرمختګ شوی داسې ښکاري طالبان یې په شا بوتلل غواړي.