افغان حکومت د اوربند موده لس ورځې وغځوله ـ طالبانو اوربند ختم اعلان کړ

(FILE) The twin towers of the World Trade Center billow smoke after hijacked airliners crashed into them early 11 September, 2001. The suspected terrorist attack has caused the collapsed of both towers. AFP PHOTO/Henny Ray ABRAMS (Photo by HENNY RAY ABRAMS / AFP)

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن د صدر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه او له افغان وسله والو طالبانو سره یې یو اړخیز اوربند، لس ورځې نور هم وغځاوه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت شورا، د اختر په ورځو کې د حکومتي ځواکونو او خلکو ترڅنگ، د افغان طالبانو د شتون هرکلی وکړ.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د افغانستان صدر، محمد اشرف غني به په راتلونکو ورځو کې د اوربند په اړه له عالمانو، ملي شخصیتونو، سیاسي مشرانو، رسنیو، ښځو، او ځوانانو سره لیدنې کتنې او سلا مشورې وکړي.

افغان حکومت په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې خپل یو اړخیز اوربند لس ورځې وغځاوه چې طالبانو، د اختر د درېیمې ورځې ماښام، (د اتوار ـ یکشنبې ماښام) د اوربند ختم اعلان کړ او ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پرضد به یې بریدونه بیا پیلیږي.

د طالبانو پخپل بیان کې ویلي چې د اختر د ورځې ډزبندیز یې، د حکومت په وړاندې نه و، بلکې د خلکو د هوساینې لپاره یې دا کار کړی و. طالبانو دا هم ویلي چې په درې ورځیني اوربند یې دا وښوده چې دوی یو موټی دي او "د اوربند په څیر مهمو موضوعاتو په اړه هم پریکړه کولی او عملي کولای شي".

د ننگرهار د پېښو تازه حال

د اختر په ورځو، ډیر شمیر طالبانو او حکومتي عسکرو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې، یو بل ته غیږې ورکړې او اختر یې په خوشحالۍ ولمانځه. د دوی گډ تصویرونه هم په سوشل میډیا کې ډیر زیات شریک شول. خو دا د خوشحالۍ شیبې، له ځینو ناوړه پیښو سره بدرگه وې.

پرون د ننگرهار په روداتو کې، او نن د اختر پر درېیمه، د ننگرهار په سرښار، جلال آباد کې، خونړۍ چاودنې وشوې.

ویل کیږي چې نننۍ چاودنه، ځانمرگی برید و او د ماسپښین درې نیمو بجو شاوخوا، په پښتونستان څلورلاري کې هغه مهال وشوه چې طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو، اختر او اوربند لمانځه.

ځایي چارواکي وایي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ١٩ کسان مړه او تر ٦٥ نور ټپیان شول.

د ننگرهار د ولایت مقام ویاند، عطا الله خوگیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دا چاودنه د ننگرهار د والي دفتر ته څیرمه، په داسې وخت کې وشوه چې د طالبانو یو شمیر استازو د ننگرهار له والي سره کتل.

طالبانو خپلو کسانو ته امر کړی چې نور دې ښارونو او "د دښمن تر واک لاندې سیمو" ته تگ راتگ نه کوي. طالبان وایي چې اوربند یې موقتي و.

په همدې حال کې، د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، نن د اختر مبارکۍ لپاره، د پخواني صدر حامد کرزي کور ته ورغی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دې لیدنه کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، له طالبانو سره د صدر غني اوربند، "یو ښه نوښت" بللی او ویلي یې دي چې د ټولنې ټول خلک دې د سولې د بهیر په برخه کې، د ښاغلي غني د دغه گام ملاتړ وکړي.