د افغانستان د سولې لوظنامه عملي کیږي که له خطر سره مخ شوې ده؟

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼی ویلي ټاکل شوې ده چې د نن ورځې تر پایه د ۱۰۰۰ تنه طالب بندیانو د ازادولو په تړاو صدر غني امر جاري کړي.

د راپورنو له مخې، له افغانستان څخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې لوظنامې له مخې د امریکايي پوځیانو د وتلو لړۍ پیله شوې ده.

افغان سیاسي څیړونکي وايي د سولې امضا شوې لوظنامه دعملي کیدو په درشل کې ده او د افغان حکومت او طالبانو لخوا یو د بل بندیانو ازادول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اقدامات به بین الافغاني مذکراتو ته لاره هواره کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې نن بین الافغاني مذکرات پیل شي، خو تر اوسه یې د پیلېدو او همداراز د طالبانو۵۰۰۰ بندیان چې د افغان حکومت په اختیار کې دي، نه دي ازاد شوي.

د نړېوالو چارو سیاسي څیړونکی امین الله شارق له ډیوې سره په خبرو کې وايي د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو ازادولو سره که څه هم افغان حکومت مخالفت نه لري خو په وینا یې په یو ځل د ټولو بندیانو ازادول به ستونزمن وي.

نوموړی وايي تر هغې چې د بندیانو څخه په جګړه کې د بیا نه شاملیدو په هدف د هغوی له کورنیو څخه ضمانت وا نه خیستل شي، ښايي چې په راتلونکې کې ازاد شوي بندیان یو ځل بیا د حکومت خلاف د جګړو په لیکو کې شامل شي.

هغه وویل: "په تخنیکي لحاظ په یوه ځل د پنځه زره طالب بندیانو ازادول ستونزمن دی. افغان حکومت یې په تدریجي ډول د ازادولو ژمنه کړې ده، ځکه افغان حکومت هڅه کوي چې بندیان ازاد شي خو د بندیانو له کورنیو څخه تضمین ځکه اخلي ترڅو دوی بیا جګړې ته مخه نه کړي او د تاوتریخوالي کمیدو او دایمي ډزبندۍ ته لاره هواره شي."

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی مولوی قلم الدین قلم وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې امضا شوې لوظنامه د عملي کیدو په حال کې ده.

نوموړی وايی د جګړې د ښکېلو خواو د بندیانو ازادولو او له افغانستان څخه د امریکايي او د نورو بهرنیو هیوادونو پوځیانو د وتلو لړۍ چې اوس یې عملي بهیر پیل شوی، افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو او د دایمي سولې د ټنیګښت لپاره ښه زیری دی.

هغه وايي نوموړی شرط د یوې اونۍ اورکم او دویم شرط د موافقې لاس لیک او دریم شرط د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصول او متصل له افغانستان نه دامریکايي ځواکونو وتلو لړۍ پیلول او د بین الافغاني مذاکراتو شروع وه چې دا ټول اوس یو بل پسي عملي کیږي او دا د سولې دعملي کیدو په طرف مثبت ګامونه دي چې دا خیستو لړۍ یې پیله شوې ده.

ټاکل شوې وه چې نن دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې بین الافغاني مذکرات پیل شي خو لا یې دپیل کیدو څرک نه لیدل کیږي او افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي دي چې د مارچ په لسمه به حکومتي پلاوی د مذکراتو لپاره چمتو وي.