طالبان وايي بین الافغاني مذاکرات زر نشې کېدی

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو د غونډې په ځنډیدو مایوسي څرگنده کړې ده

د طالبانو یوې سرچیني وایس اف امریکا ته ویلي دي چې دوی په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دپاره د ناکامه کوښښو ستړي کړي دي او امید نه کوي چې په نژدې راتلونکې کې به د افغانانو په خپل منځو کې خبرې وشي بلخوا په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو د غونډې په ځنډیدو مایوسي څرگنده کړې ده.

ټاکل شوي وه چې د افغان حکومت استازو او د افغان سیاست والو په شمول یوه ډله به د قطر سرښار کې دوحه کې د اپریل د میاشت په ٢٠ او ٢١ نېټه د طالبانو سره خبرې کوي. دا به لومړی ځل و چې د افغان حکومت استازي به د طالبانو سره مخ په مخ خبرو ته کښېناستل. خو په افغان پلاوي د طالبانو د اعتراض له کبله دغه غونډه وځنډیله.

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو سره د خبرو دپاره د ٢٥٠ کسانو فهرست تیار کړی و خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل دغه پلاوی د مذاکراتو دپاره نه د واده دستورې دپاره زیات مناسب دی.

افغان حکومت د قطر دا وړاندیز رد کړو چې په پلاوي کې د شاملو کسانو شمېره دې کمه کړي. افغان حکومت وویل د قطر د حکومت دغه تجویز د افغان ولس د قامي خواهشاتو سرغړونه ده.

د بین الافغاني غونډې په انتظام کې د سېنټر فار کانفلېکټ اېنډ هیومنېټیرین سټډیز یا د جنگونو او د انساني حالاتو د مطالعې مرکز مرسته کوله. د ادارې مشر سلطان برکات د ټوېټر دلارې وویل د بهترینو کوښښونو او ښو ارادو باوجود هم باریالي نشول چې د ټولو اړونده عناصرو په نمایندگۍ غونډه راجوړه کړی شي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگرې خبریالې عایشه تنظیم د قطر څخه په خپل رپورټ کې لېکلي چې د طالب سرچینو سره د مرکو او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د بیان نه دا څرگندیږي چې د طالبانو دپاره د افغان پلاوي جوړښت دومره د تشویش خبره نه وه څومره اعتراض یې چې د خبرو نه وړاندې د افغان حکومت په دریځ لرلو.

ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې وویل په داسې حال کې چې په دوحه کې د غونډې دپاره ټول انتظامات مکمل کړی شوي وو د کابل انتظاميي په ارگ کې خپلې غونډې پېل کړې، خپل شرایط یې اعلان کړل او د غونډې د کوربه حېثیت یې خپل کړو.

طالبانو د افغان صدر اشرف غني او د هغه خاص استازي عمر داودزي په دې اعلان هم اعتراض و چې د طالبانو سره د خبرو دپاره په پلاوي کې چې کوم خلک دوی نامزد کړي دوی به د افغان حکومت په نمایندگي په مذاکراتو کې شرکت کوي.

طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده. طالبان افغان حکومت د "گډاگي" په نوم یادوي.

د طالبانو سره نژدې یوې سرچینې وي او ای ته وویل "د دوی (افغان حکومت) په لاس کې هیڅ نشته. دوی هیڅ نشي کولی. دوی سره د خبرو هېڅ مقصد نشته."

د قطر د غونډې په ځنډېدو زلمي خلیلزاد خپله مایوسي د ټویټر دلارې څرگنده کړې او وې یې ویل "زه د قطر د بېن الافغاني خبرو په ځنډو مايوسه شوم. مونږ د ټولو فريقېنو سره په تماس کې يو چې دوي د سولې خبرو ته اماده کړو".

نوموړي له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د داسې یو پلاوي پر لېست دي توافق ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي،خو زیاته کړې ده "که اړتیا پیداشي زه به د دغه لېست په چمتوو کولو کې مرسته وکړم."

د ارګ څخه په خبره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې قطر ته د افغان مرکچي پلاوي د تګ ټولې تيارۍ بشپړې شوې وې خو وړمه شپه د قطر څخه يو نوی لسټ چې د ولس د متوازي شموليت څخه بې برخې ؤ او د افغانستان د خلکو د ملي ارادې او فېصلې ته د بې احترامۍ په معنی ؤ، را استول شوی او دغه کار د افغان ولس دپاره د منلو وړ نه ؤ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د قطر لخوا د نوي نوملړ رالېږل کېدو وروسته د هېواد يو شمېر سياسي مشرانو د ولسمشر اشرف غني سره په یوه ناسته کې فېصله کړې چې د قطر حکومت دغه کړنه چې د افغانانو پلاوي دوي وټاکي د منلو وړ نه ده.