افغان طالبانو خپل وسله وال د خارجیانو د جذب کولو نه منع کړي

په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر د سولې معاهده لاس لیک کړې ده

طالبانو د یو لیک له لارې خپلو ټولو وسله والو ته امر کړی چې خپلو لیکو کې دې د بهرنیو وګړیو له جذب څخه په کلکه ډډه وکړي او سرغړوونکو ته د سختې سزا ګواښ شوی دی.

دغه لیک کې راغلي ټولو مسولینو او مجاهدینو ته هدایت دی چې هیڅوک هم نه شي کولی چې په خپل سر بهرنیو وګړو ته په خپلو صفوفو کې ځای ورکړي او یا یې له ځان سره پټ وساتي.

طالبانو دغه بیان کې ویلي "که چا داسې عمل وکړ او د طالبانو ولایتي مسولینو ته یې معلومات وشول له مسولیت څخه یې لیرې کړئ ډلګۍ او ګروپ یې لغوه کړئ او د پاتې نورو بعدي جزا لپاره به د نظامي چارو کمیسیون ته د سزا لپاره معرفي کیږي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو په بیلابیلو ولایتونو کې د بهرنیو مشرانو په وژل کیدو سره تیر کې ویلي دا ثابتوي چې وسله وال چې د ترهګرۍ ګواښ دی له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي خو طالبان بیا دا ادعا نه مني او وایي چې دوی له هیڅ وسله والې او تروریستي ډلې سره اړیکه نه لري.

کابل کې د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حق پال وایي چې اوس په طالبانو د ناټو او امریکا متحده ایالاتو له لوري فشاروونه زیات شوي څو له نورو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

حق پال زیاتوي طالبان په دوو دلیلونو غواړي له نورو ډلو سره اړیکې پرې کړي اول دا چې غواړي دا اړیکې پیکه او کم رنګه کړي او وښایي چې نورې اړیکې نه پالي، خو د دوحې تړون دوادو ډلو نقص کړی دی هغه په دې اړه وایي" طالبان او د طالبانو مشر تابه په ډیر قوت سره د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او د نورو هیوادونو د دیپلوماتانو تر فشار لاندې دي، چې تاسو د امریکا سره هغه هوکړه نقض کړي، له نړیوالو اسلامي جهادي ډلو او القاعده مو اړیکې پریکړي نه دي، دغه لیک په دوو دلایلو سره استولی دی یو دا چې شاید دوی رښتیا غواړي دغه پیکه او کمرنګه کړي او بل دا چې شاید د دې لپاره وي یوازې دا ذهنیت ایجاد کړي چې دغه ده د طالبانو تحریک غواړي چې د دوی سره اړیکې کمرنګه کړي او د خپلو صفوفو دوی وباسي، خو طالبان به دومره ډیرې اړیکې قطع نه کړي خو دوی ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ور نه کړی چې امریکا او یا یې متحدینو ته تهدید شي "

افغان حکومت وایي د سولې بهیر له روانو خبرو باید افغانانو ته هیله بښوونکي او د جوړجاړي روحیه ورکړل شي ځکه دې، وروستیو حالاتو ته په کتو هېواد والو ته سترې اندیښنې پيدا شوې او خپل راتلونکی له سترو ګواښوونکو پېښو سره تړلی بولي.

افغان ولسمشر وايي چې راتلونکو میاشتو کې به ملي شورا سره د سولې په اړه مشورې وشي او د جدي مذاکراتو په موخه یوې حل لارې پیدا کولو لپاره زمینه برابرېږي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې تېر ماښام د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ته په ارګ کې کړي او زیاته کړي یې ده چې له افغانستان د ناټو د نه وتلو پرېکړه یو لوی پیغام لري.

بل خوا ولسمشر غني د سیاسي اجماع او د تاوتریخوالي سملاسي پایته رسولو په اړه له ځینو، پخوانیو چارواکو او جهادي مشرانو سره جلا-جلا ناستې کړې.

خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي تر اوسه هیڅ داسې دلیل نشته چې له بهرنیو تروریستي ډلو څخه د طالبانو د لیرې کیدو لیوالتیا ثابته کړي

ښاغلی اندړ وایي" طالبانو د نورو ژمنو د ماتولو تر څنګ نه له تاوتریخوالي لاس اخیستی او نه یې د بهرنیو تروریستي ګروپونو سره اړیکې پرې کړي دي، بلکې د تیرو کالونو خلاف یې سږ کال جګړه په ژمي کې هم نه ده کمه کړي او په لیکو کې یې بهرني تروریستان په تیره بیا القاعده پریانه جنګیږي، تر اوسه هیڅ داسې دلیل نشته چې له بهرنیو تروریستي ډلو څخه د طالبانو د لیرې کیدو لیوالتیا ثابته کړي، ځکه طالبان او القاعده داسې ایډیالوژیک مشتراکات لري چې د هیوادونو پر جغرافیي تقسیم بندي هم باور نلري"

که څه هم طالبان ځان د دوحې تړون ته متعهد بولي خو امریکایي چارواکو او د امریکا د لوی متحد ناټو غړي هیوادونه له دې ډلې غوښتي چې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او د دوحې په تړون کې په خپلو ژمنو ودرېږي خو شنونکي وایي دغه ډله به له نورو اسلامي وسله والو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي خو غواړي چې عامه ذهنیت داسې جوړ کړي چې موږ له نورو ډلو سره اړیکې پریکړي