افغان دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې په د ولسي پاڅونوالو تر نامه لاندې په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې ځايي خلکو ته د طالبانو پر ضد جګړې دپاره وسلې ورکړي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په لوگر، ننگرهار، کندهار، فراه، هرات، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کا‌پیسا ولایتونو کې ۲۰۹ طالبان وژلي او ۱۲۹ نور یې ټپیان کړي.

د وزارت د رسمي شمیرو له مخې د تیرو لسو شپو پر مهال نیږدې یو زرو شپږ سوه دیارلس ۱۶۱۳ طالبان وژل شوي او ۹۰۰ ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په څرګندونو د وي او ای ډیوه خبریال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره د اړیکو کوښښ بریالی نشو.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې په د ولسي پاڅونوالو تر نامه لاندې په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې پخوانیو "جهادي" او سیمه اییزو قوماندانانو ته وسلې وېشلي چې د طالبانو پر ضد په روانه جګړه کې برخه واخلي.

په هېواد کې د جګړو په لړ کې طالبانو ویلي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې ۲۹ ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې دي.

افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي ډیبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته ویلي د افغانستان په ۳۷۰ ولسوالیو کې ۵۰ طالبانو نیولي دي.

که څه هم د افغانستان امنیتي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو د یادو ولسوالیو سقوط او بیرته نیول کیدو په اړه د سیمه ییزو دولتي سرچینو او ځایي رسنیو پر اساس خبرونه ورکړل شوي.

د کندوز خان آباد، امام صاحب، قلعه زال او دشت ارچي؛ د بلخ چمتال، خاص بلخ، کشنده، شولګره، دولت آباد او چهاربولک؛ د جوزجان آقچه، منګجیک، خانقا او فیض آباد؛ د بغلان دوشي او جلګه؛ د تخار خواجه بهاوالدین، درقد، دشت قلعه، چال، نمک آب، ینګي قلعه، خواجه غار او هزار سموچ؛ د لوګر خروار؛ د ارزګان خاص ارزګان؛ د سمنګان دره صوف بالا او پایین او د پکتیا ځاځي اریوب هغه ولسوالۍ دي چې طالبان یې په تېرو دریو ورځو د نیولو ادعا کوي.

حکومتي چارواکي بیا وايي چې افغان ځواکونه هم توانېدلي ډیری ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیسي.

د امنیتي مسولینو د خبرو په اساس د تخار ینګي قلعه او خواجه غار ، د بغلان د دوشي او بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ،د فاریاب دولت اباد ، د بلخ مزار، کندز خان اباد او ځینو نورو ولسوالیو د بېرته لاسته راوړو خبره کوي، خو ځینو سیمه اییزو رسنیو ویلي چې د کندز ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي چې یوازې د دغه ولایت مرکز د دولت په ولکه کې دی او نن د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم د وروستي امنیتي وضیعت د لیدو لپاره دغه ولایت ته تللی.

خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اتو ولسوالیو مرکزونه بیا طالبانو نیولي.

سرچینې وايي، د پکتیا؛ سیدکرم، ډنډ پټان، احمد اباد، روحاني بابا او جاني خېلو ولسوالۍ، د بغلان خنجان، د زابل شملزي او د بدخشان خاش ولسوالۍ مرکز طالبانو ولکه کړی.

حکومت وایي ډاډ لري چې تر راتلونکو لسو ورځو به ټولې هغه ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو کنټرول کې راولي، چې اوس یې له لاسه وتلې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی زیاتوي چې دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوي او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو سره ځانګړو خبرو کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي چې دښمن ته مرګ زوبله واړوي.

احمدزی وویل "زموږ هر سرباز د جنګ په سنګر کې په میړانه جنګیږي او له طالبانو به بیرته هغه سیمې ونیول شي چې اوس یې د خبل تصرف لاندې راوستي دي."

په کومو ولایتونو کې چې دفاع وزارت ویلي ځايي خکلو ته یې د طالبانو په ضد جګړې دپاره وسلې ورکړي دغه خلکو رسنیو سره خبرو کې ویلي چمتو دي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشي او نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه وکړی.

په ورته وخت کې پروان، کاپیسا، بغلان، کندوز، تخار او بلخ ولایتونو کې سلګونه قومي مشرانو او عامو خلکو وسلې راخېستي او د افغان ځواکونو په ننګه طالبانو سره جګړې لپاره د جنګ لومړۍ کرښې ته ورغلي دي.

دا لومړی ځل دی، چې په دومره پراخ شکل سره عامو خلکو د طالبانو خلاف وسلې راخېستې دي.

خو د سیاسي چارو شنونکي هم پر نامسووله کسانو د وسلو وېش او ملیشه جوړونه د تېرې ناکامې تجربې تکرار بولي او ټینګار کوي چې دغه ډول کسان نه یوازې دا چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه شي کولی، بلکې حکومت او خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی سیلاب وزیري وایی "د جګړو له شدت څخه دوه هدفه کیدلي شي د طالبانو تر شاه کسانو په دوی فشار زیات کړی او امکانات یې ورته زیات کړي چې افغان دولت ته سکوت ورکړي."

هغه په دې اړه زیاته کړه" زه فکر کوم چې طالبان به دوه هدفه ولري د تیرې یوې میاشتې راهیسې چې جګړې زیاتې شوي یو هدف دادی چې د طالبانو تر شاه هغه کسان غواړي چې افغانستان سقوط شي او پر طالبانو یې فشار زیات کړی دی امکانات یې ورته زیات کړی دي چې تاسو به حکومت ته سقوط ورکوی.

خلک وایي هغه هیلې چې د سولې بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو په تړاو دې وروستیو کې پيدا شوې وې، تېره یوه میاشت کې د طالبانو د بریدونو له کبله ناهیلي شوي.

عام خلک اندیښنه لري او وایي طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړو ته زور ورکړی خو افغان حکومت طالبان تورنوي چې د سولې مذاکراتو لپاره طرحه نلري او زیاته کړې یې ده، چې دوحه کې به د سولې د مذاکراتو بریالیتوب ممکن نه وي.

ددې ترڅنګ ملګرو ملتونو هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدل د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې که چېرته د سولې خبرې پایله ونلري او طالبان له افغان حکومت سره سوله ونه کړي؛ نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.