په افغانستان کې که څه هم دا وخت خلک د افغان طالبانو او حکومت ترمنځه د سولې خبرو پېل، دائمي اوربند او امن ته لېواله دي خو په جنګ کې ځپلې شوې یو شمېر کورنۍ د طالب بندیانو په خوشې کولو خفه ښکاري.
د بشري حقونو، مدني ټولنو او د ځپلی شوو کورنیو لخوا د نیوکو ترڅنګ په دې هم بحث روان دی چې آیا د قانون او شریعت ترمخه د وژلی شوو کسانو د کورنیو د اجازت پرته حکومت هغه طالب بندیان د جېلونو څخه خوشې کولی شي چې د بېګناه خلکو د وژنو تورونه ورباندې پورې وي؟
په افغان جنګ کې د ځپلې شوو کورنیو نه یوه د کونړ د محمد جعفرکورنۍ هم ده چې د محمد جعفر ژوند نه یې د دردونو، کړاونو او ناانصافو یوه پېچلې کیسه جوړه کړی ده.
هغه د اوولس کالو وو چې د سیمې مشرانو ورته په یوې فېصلې کې درې کونډې ورېندارګانې په نکاح کړلی.
دا وروسته له هغې چې په کال 2016 کې په کونړ کې د طالبانو په یو ځان مرګه برید کې دده درې وروڼه ووژل شول.
جعفر چې د میاشتې یواځې ۳۰۰ ډالره امدن لري، ورته ددغه درېو ښځو ترڅنګ ددوی ۱۰ بچي هم ورپه غاړه کړی شول. دی وايي د سیمې د جرګې د مشرانو په فېصله یې دغه مستقبل وټاکلی شو.
محمد جعفر رایټرز خبري ادارې ته د یوې مرکې په وخت وویل، “د اتوار د ورځې د افغانستان د مشورتي لوېی جرګې هغه فېصلې ډېر خفه کړی یم چې ترمخه یې د بېګناه افغانانو په وینه کې د ککړو طالبانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه.”
جعفر اول د کونړ د یوې وړې جرګې د مشرانو په فېصله دغه ګران ژوند تېرولو ته غاړه کېښوده. دی په تمه وو چې افغانستان کې ادارې جوړې شوي د وروڼو قاتلان یې نیولي شوي او انصاف به ورسره وشي.
خو داسې ښکاري د جعفر ارمانونه به نېمګړی پاتې شي. هغه وايي یو ځل بیا د امن په نوم د انصاف نه محرومه شو. دهغه اشاره د اتوار د ورځې د افغانستان د مشورتي لوېی جرګې فېصلې ته وه.
د لویې جرګې سپارښتنه او د حق العبدي مسئله
د افغان هېواد مشرانو په لویه جرګه کې د هغه 400 طالب بندیانو د خوشې کولو سپارښته وکړه چې د افغان حکومت په وېنا د بېګناه خلکو په وژنو کې ککړ وو.
ددې وروسته صدر محمد اشرف غني د ګل/دوشنبې په ورځ ددغه طالب قیدیانو د آزادېدو فرمان لاس لیک کړ.
دا هغه څلور سوه قیدیان دي چې حکومت وایي، په درنو جرمونو تورن دي خو لویې جرګې یې د سولې په خاطر د خوشې کولو سپارښتنه کړې ده.
افغان طالبانو شرط اېښودی وو تر څو یې پاتې 400 بندي طالبان خوشې نشي بین الافغاني خبرې او اووربند نشي پېلولی.
ملګرو ملتونو په خپل یو رپورټ کې ویلي چې یواځې تېر کال په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې تر ۱۰۰۰۰ زیات عام خلک وژلي شوي دي. د طالبانوډلې دې ته جهاد وايي.
طالبان وايي ددې کار لپاره یواځې دوی نشي تورن کېدلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دریځ لري چې نړیوالو او افغان ځواکونو هم په جنګي پېښو کې یوشمېر خلک وژلي ، دوی هم باېد معافي وغواړي.
د افغانستان مدني ټولنې او ځپلې شوې کورنې وايي دوي انصاف غواړي او دوي دریځ لري چې د اسلامي شریعت ترمخه یواځې د وژلي شوي تن کورنۍ قاتلان معاف کولی شي. نو بیا پوښتنه داده چې ایا لویه جرګه د ځپلو شوو کورنیو د اجازت نه بغېر د وینې د معاف کولو اختیار لري؟
د یادونې وړ ده چې د لویې جرګې په پرېکړه لیک (قرارداد) کې دا په وضاحت ویل شوي چې د آزادو شویو طالب قیدیانو لخوا که چا ته زیان رسېدلي اوسي، نو د هغو زیانمنو کسانو حق العبدي، د هغوی د غوښتنې په صورت کې، محفوظه ده.
په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې که په دې قیدیانو کې خارجي شهريان موجود وي، نو هغوی دې د معتبر ضمانت په اخیستو، اړوندو هېوادونو ته یې وسپارل شي.
د بشري حقونو د څار ادارې هیومن رائیټس واچ په یو بیان کې ویلي چې د انصاف لپاره باېد ځپلو شوو کورنیو ته اهمیت ورکړی شي او په جېلونو کې بندي کسان د انصاف د عمل نه تېر کړی شي.
د خلکو په وژنه کې ککړ په زرګونو طالب بندیان په داسې حال کې خوشې کړی شول چې لا د امن درک نشته او د خبرو د مستقبل تصویر په ګردو خړدی.
د نړۍ په کړکېچونو هوارولو کې مرسته کونکې ډله انټرنېشنل کرائسس ګروپ هم په خپل یو تازه بیان کې دغه اندېښنې ښودي چې طالبانو تر اوسه د حکومتدارۍ د اصولو، د واک د شراکت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو د آیندې، او یو لړ نورو مسایلو په اړه، مبهمه (ناروښانه) دریځونه څرګند کړي دي.
د کړکېچ نړېوال تنظیم وایي چې طالبانو ډېر ابتدایي دریځونه ښودلي دي، مګر د افغانستان د آینده دپاره تر اوسه په کوم نظریاتي اجماع باندې ندي بریالي شوي.
د درېو قرباني شوو وروڼو کشر محمد جعفر وايي یواځې په هغه صورت کې د وروڼو قاتلان معاف کولی شي چې که افغانستان کې د امن ضمانت ورکړی شي. خو نه ښکاري چې دده اواز ته به د فېصلو خاوندان پام وکړي هم کنه.