دافغان دفاع وزارت وايي د ۲۰۰۱ راهسې افغانستان ډیر پرمختګ کړی دی

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت وداني

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي د ناټو او د امریکا متحده ایالتونوپه ملاتړ افغانستان په امنیتي او سیاسي برخو کې پرمختګ کړی او دغه لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي.

د افغان دفاع وزارت نایب ویاند زبیرعارف له وي او ای ډیوې سره په خبرو کې وویل له۲۰۰۱ را پدیخوا په افغانستان کې دبیان ازادي، ولسواکي، د ښځو ازادي او دهغوی حقوق، اقتصادي، سیاسي او امنیتي بنسټونه په ډیرښه شکل سره رغول شوي دي.

ښاغلي عارف د ډیوې سره د امریکې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د هغه رپورټ په اړه خبرې کولې چې پکې وېل شوي د امریکې پوځي او حکومتي مامورینو د افغان جنگ په اړه بې بنیاده معلومات وړاندې کول او په جنگ کې به یې د پرمختگ دعوې کولې د دې پرته چې د دوی واضحه گټه نه لیدل کېدله.

د واشنگټن پوسټ په رپورټ کې وېل شوي د افغان امنیتي ځواکونو جوړولو کې مشکلاتو وو، په افغان حکومت کې ادارې فساد عام و او په جنگ ځپلې هېواد کې د امریکې په مېلینونو ډالرې ضائع شوې دي.

د افغان دفاع وزارت ترجمان زبیر عارف وویل د طالبانو د واک نسکورېدو راهسې د افغانستان امنیتي ادارو ډیر پرمختگ کړی دی. "په پیل کې مونږ هیڅ سیکورټي نه درلوده پوځ، پولیس مونه درلودل هرڅه له منځه تللي و."

ښاغلي عارف زیاته کړه د نړیوالې ټولنې په مرسته، افغان امنیتي ځواکونه په خپل پښو ودرېدلي او په لویه شمېره کې سیمې یې د طالبانو نه نیولې دي. "اما نن مونږ دنړیوالې ټولنې په همکارۍ طاقتور ځواک لرو چې تعداد یې هم له ۵ لکو نه زیات دی او دجګړې په ډګر کې مو دښمن ته ماتې ورکړې ده ،ګن شمیر ولسوالیو مو بیرته ونیولې، دولسمشرۍ انتخابات دافغان امنیتي ځواکونو په ډاډمنه او خوندي چاپیریال کې ترسره شول اوله هغې نړیوالې ټولنې هم ستاینه وکړه نو داهغه لاسته راوړنې دي چې افغان امنیتي ځواکونه یې لري."

داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان د ثبات او امن په تړاو دامهال دامریکا متحده ایالتونو دبهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دطالبانو ترمنځ دسولې مذاکرات په قطر کې له تیرو ۶ورځو راهیسې دوام لري او هڅه کیږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ دسولې توفق له لاس لیک وروسته دبین الافغاني مذاکراتو ته چې افغان حکومت به هم په کې شامل وي زمینه برابره شي.

د واشنگټن پوسټ د رپورټ په اړه دنړیوالو چارو څیړونکی کبیر رنجبر له ډیوې سره په خبرو کې وویل کومې نیوکې چې په افغانستان کې دامریکا په ستراتیژۍ شوي پرځای دي.

نوموړی وویل امریکا متحدوا یالتونو د افغانستان د ولس پرځای په زورواکو او دقانون پرماتوونکو پانګونه کړې او له همدې له امله د امریکا د ستراتیژۍ عملي کیدل اغیزمنه نه ده تمامه شوې.

رنجبر وویل دلته یو وخت پاټک سالاري وه کابل ولایت وران شو، ډير ظلمونه شوي نه یوازې په پایتخت کې بلکي په ټول افغانستان کې او امریکا هدغه قوتونه دبن کنفراس نه وروسته بیراته قدرت ته ورسول همدا لویه تیروتنه وه که متحده ایالت په ولس اوپه ملي ډیموکراتو قوتونو پانګونه کړې وايي داحالت به نن نه راتله.

د امریکې حکومت په رسمي ډول د واشنگټن پوسټ په رپورټ لا څه نه دي ویلي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې له ۲زره زیاتو هغوپټو مستندو اسنادواو مرکو ته چې له ۴۰۰ امریکايي پوځي مامورینو او حکومتي چارواکو دافغانستان په تړاو لیکنې او مرکې کړي دي لاس رسی پیدا کړی دی

دې ورځپانې په خپل تازه رپوټ کې ویلي په اسنادونو کې ویل شوي چې امریکا دافغانستان جګړه بایللې اونږدې یو تریلیون ډالره دټیکاو او دجمهوریت ساتلو لپاره بې ځایه مصرف کړي دي.

واشنګټن پوست ورځې دمعلوماتو پربنسټ په دې اسنادو کې له فساد سره دمبارزې په څرنګوالي ،دځواکمن افغان پوځ په نه جوړلودافغانستان په اړه دامریکا په بدلیدونکي ستراتیژی پریو شمیرنورو مسایلو نیوکې شوې وې.

ورځپاڼې په دې راپور کې راغلي چې دامریکا حکومت دا ټول مسایل پټ ساتلي دي اودافغانستان حالاتو او دجګړې په اړه یې خوش باوري ښودلې ده.

د واشنګټن پوست ورځپانې د راپور په اساس مو هڅه وکړه چې دافغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ نظر ترلاسه کړو خو هغوي په دې اړه دنظر څرګندونو ډډه وکړه.